صفحه اصلی | eslah | مقالات | د افغانستان د عامه کتابتون د فعاليت ډول بدلېږي

د افغانستان د عامه کتابتون د فعاليت ډول بدلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د عامه کتابتون چارواکي وايي غواړي په هېواد کې د کتابتونونو د فعاليت اوسني ډول بدل کړي. دوي مني چې د افغانستان عامه کتابتونونه په دغه هېواد کې اوسنيو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلي.

د دغه کتابتون پر فعاليت اوس له پنځوسو کلونو اوړي او مسؤولين يې وايي چې غواړي داسې پروګرام پلي کړي چې د کتابتونونو سيستمونه کمپيوټري او سرچينو ته يې لاسرسي ساده کړي.

افغان حکومت د دغه بدلون د راتګ په موخه د عامه کتابتون مسؤولينو ته پنځه سوه زره امريکايي ډالره ورکړي.

د کابل عامه کتابتون يو له دغو کتابتونونو څخه دي چې له کابو پنځوسو کلونو راهيسې فعاليت کوي او شاوخوا ۱۵۰ زره ټوکه کتابونه پکې شته.

اوس د کابل د عامه کتابتون پر کابو پنځه پنځوس کلنه سولېدلې ودانۍ په چټکۍ کار روان دي.

 دا کتابتون په دې ورځو کې رخصت دي او ټول کارکوونکي يې دندې ته نه دي راغلي.

کتابونه يې هم د ودانۍ په درېيم پوړ کې د مطالعې لپاره په ګوښې شوې ستره کوټه کې په پلاستيک کې خوندي او ځاي پر ځاي شوي دي.

هلته په ورتګ سره مو د هېواد مشهور عارف، شاعر او ليکوال استاد حيدري وجودي وليده چې له ګډوډو مېزونو هاخوا په پلاستيک د سالون په بېله شوې برخه کې د خپل ۳۵ کلن مېز شاته ناست و او کتاب يې لوست.

"د پوهنې د هغه وخت وزير مرحوم احمد علي پوپل د دغه کتابتون د ودانۍ د پرانستې پر مهال ويلي و چې که څه هم دا وداني د عامه يا ملي کتابتون لپاره په کار او اړتيا وړ ظرفيت نلري خو اوس يې عجالتاً پرانيزو".

د کتابتون وداني له يوې خوا سولېدلې او له بلې خوا د يوه عامه کتابتون وړتيا يا ظرفيت هم نه لري. څېړونکي او محصلين هم وايي دا کتابتون يې اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاي.

احمد ذبيح حسن د يوه خصوصي پوهنتون محصل دي چې کله ناکله عامه کتابتون ته ورځي. هغه وايي دغه کتابتون يې اړتياوو ته ځواب نشي ويلاي.

دلته د خپلو ستونزو لپاره د حل موندلو په موخه راځم، خو چې راشم يا کتاب نه وي، يا څوک نه وي چې لارښوونه راته وکړي.

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز سرڅېړونکي حکمت الله ځلاند وايي د څېړنې لپاره د علمي سرچينو د موندلو لپاره پوره وخت په دې تېروي چې يو کتاب څرنګه او له کومه ځايه راپيدا کړي؟:

يو دا چې نوي چاپ شوي کتابونه او سرچينې دلته نه موندل کېږي، بل دا چې هغه پخوانۍ سرچينې هم که د سړي په کار شي داسې معلومات نه کېږي چې له کوم کتابتون څخه يې څرنګه سړي تر لاسه کولاي شي؟.

ښکاري چې د کابل عامه کتابتون تر ډېره له هغو نامنظمو اېښودل شوو کتابونو ډکه ده چې په تېرو کلونو کې ورته ډالۍ شوي دي.

له بلې خوا د دغه کتابتون ناکافي او نامسلکي کارکوونکي، ناکافي وداني او داسې موقعيت چې ډېري ورته د امنيتي ګواښونو له امله ورتګ ته زړه نه ښه کوي هم دغه کتابتون ته د څېړونکو او محصلينو د کافي اندازې نه ورتګ له لاملونو دي.

د دغه کتابتون مسؤولين هم دا ستونزې مني، خو وايي هوډ لري چې د عامه کتابتون حالت بدل کړي. د عامه کتابتون مشر حميدالله شهراني وايي همدا اوس د کتابتون د ودانۍ د بيارغونې چارې روانې دي او د نورو دولتي کتابتونونو حالت هم به هم بدل کړي:

 د عامه کتابتونونو پر فعاليت نوې او جدي بياکتنه وکړو او د خدماتو د وړاندې کول پر ډول يې غور وکړو. د دغه اقدام پيل مو په کابل کې د عامه کتابتون له ودانۍ کړي او په دې ډول به مخ پر وړاندې ځو او د عامه کتابتون او د کتاب لوستنې مينه والو ته به ښه خبرونه ولرو.

ډيجيټل سيستم

ښاغلي شهراني وايي د کتابتون سيستم به هم ډيجيټل کړي او د مراجعينو د اړتيا وړ کتابونه به هم رانيسي. د نوموړي په وينا د ولسمشر د هوکړې په صورت کې به داسې طرحه پلې کړي چې د عامه کتابتون لپاره به ستره مجمع جوړه کړي او حتي د کتابتون د مسلکي کارکوونکو د روزنې لپاره به انستيتوت هم جوړ کړي.

د هغه په وينا چې د ګرځند کتابتون فعاليت چې د عامه کتابتون ودانۍ ته نږدې له چاودنې وروسته يې کار درولي و بېرته له سره پيلوي. د ډلبنديو له مخې د ماشومانو لپاره د ځانګړو کتابونو د برخې جوړولو ژمنه هم کوي:

غواړو دلته د ماشوم د ادبياتو لپاره يوه برخه ولرو او خپله يې توليد کړو او مينه والو ته يې په واک کې ورکړو. له دې لارې غواړو عامه کتابتون بډاي کړو او د مطالعې کلتور ته ماشومان راوبولو.

په ټول افغانستان کې ۸۳ دولتي کتابتونونه شته چې د عامه کتابتون د رياست له خوا يې چارې پر مخ وړل کېږي. لکه څرنګه چې کتابتونونه منظم نه دي هماغه راز کتابتونو ته هم ډېر خلک سر نه ورښکاره کوي چې له دې نښو ښکاري چې کتاب لوستل په افغانستان کې په ښه حالت کې نه دي.

په شته ننګونو او محدوديتونو سربېره ډيجېټل ته د انالوګ سرچينو بدلول، د کتابونو د ثبت او موندلو د نيمګړو سيستمونو جوړول او له نوو سيستمونو او اړتياوو سره د کتابتونونو برابرول او د هغو د قانوني ستونزو له منځه وړل له نورو هغوننګونو دي چې د کتاب پر وړاندې پرتې دي.

عبدالله الهام

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha