صفحه اصلی | eslah | مقالات | خپلواکي دانساني ژوند پت او عزت دي

خپلواکي دانساني ژوند پت او عزت دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

کله چي موږ وغواړو د تاريخي وياړونو، سرښندنو، حماسو او اتلواليو په اړه خبري وكړو د هرڅه نه مخکي بايد دهغه وخت شرايط، مناسبات او ټولنيزي چاري په پام کي ونيسو، د آزادي مفاهيم او ارزښتونه د نژدي څخه وګورو او د هغو پربنسټ يوڅه معلومات وړاندي کړو.

آزادي او خپلواکي د ژوند ښکلا او د  انسان پت، عزت او وقار دي چي د ژوندانه ټول خوندونه، رنګونه او نعمتونه دهغه په لمن کي پراته دي، آزادي د انسان د بدن روح او دهيوادونو د غوړيدو پسرلني، وږمه ده. د همدي ارزښتونو له امله ده چي زموږ وياړلي ولس دغه د نيکونو او پلرونو تاريخي ميراث د وطن دغازيانو او شهيدانو، د حماسو ورځي ته په درنه سترګه ګوري او د خپل هيواد او خپواکۍ څخه ساتنه خپل فرض ګڼي او په دغه ډګر کي يي راز، راز ستونزي، کړاوونه او مهاجرتونه، لوږه تنده او خواري زغملي دي.

ژوند د آزادي او خپلواکۍ سره نه جلاکيدونکي اړيکه لري، ځکه پرته له آزادي ژوند هيڅ معني او ارزښت نه لري.

له نن څخه پوره (اته نوي) کاله وړاندي باتورو  تورياليو او په آزادي مينو افغانانو وکولاي شول د خپلو آزادي غوښتوونكو مبارزو په ترڅ کي دوخت د ښكيلا کګرو تيري کوونکو په وړاندي د ملي اتل او دخپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي په دي وتوانيدل چي پر نيواکګر دښمن بري ومومي او د هيواد ملي خپلواک د خپلو سرونو په بيه ترلاسه کړي. په رښتيا داهغه  تاريخي ورځ ده چي د آسيا په زړه کي د آزادي هيلي او خوځښتونه راوټو کيدل او هغو هيوادونو چي په  اسارت کي يي ژوند کاوه زموږ د هيواد دميړنيو او سرښندونكو مبارزينو څخه په پيروي په دي فکر كي شول چي د افغانانو په څير بايد آزادي او خپلواکي ته ورسيږو. همداوو چي ګڼ شمير هيوادونه يو په بل پسي خپلو هيلوته ورسيدل او د نيواکګرو له اسارت او غلامي څخه يي ځانونه دتل لپاره خلاص او خپلي آزادي يي ترلاسه کړي چي ترنن ورځي زموږ د هيواد، سرښندونکو او مشرانو ته د  احترام سرونه ټيټوي او د قدر په سترګه ورته ګوري. همداشان د هيواد خپلواکي او آزادي په وياړ شاعرانو، اديبانو او فرهنګي شخصيتونو هم خپله ونډه ادا کړي حماسي لنډي، شعرونه او نور ډير ګټور اثاريي ليکلي چي په لوستلو سره  يي په آزادي  مينو هيوادوالو په رګونوکي دغيرت ويني په جوش راولي او په دښمن لكه د آسماني تندر په شان رالويزي، لکه د توري او قلم اتل خوشحال بابا چي وايي:

يوساعت د آزادي که ځکندن وي

نه كلونه د غلام په غلامي کي

آزادي تر پادشاهيه لاتيري کا

چي د بل د حکم لاندي شي زندان شي

همدا شان ديي غيرتي وطن هره بچي او هره لور د ملالي د ميوند په حماسه وياړي او دهغي دغيرت ټپي د وطن د مور غيږ د آزادي د ناوي پيغام او خپلواک ژوند سندره بولي چي وايي:

که په ميوند کي شهيد نه شوي

خدايږو لاليه بي ننګي ته دي ساتينه

د ۱۹۱۹ عيسوي کال د  افغانستان آزادي غوښتونکو او په خپلواکي مينو خلکو د نامتو او په هيواد مين اتل اعليحضرت غازي امان الله خان ترمشري لاندي په دي سلا وکړه چي د بريتانيا امپراطوري څخه خپله سياسي خپلواکي او آزادي ترلاسه کړي، داشيبه د تاريخ په شيبو کي ډيره ارزښتناکه شيبه وه. کله چي ملي مبارزين دي  ته چمتو شول چي د توري په زور به خپله خپلواکي ترلاسه کوي، نود ملي مشر  اعليحضرت غازي امان الله خان ترقيادت او مشري لاندي سره راټول شول مخکي له دي چي د جهاد سنګرونوته لاړي شي ملي اتل ټولو غازيانو او آزادي غوښتونکو  ته ديوي تاريخي او تلپاتي وينا په ترڅ کي وويل:

((كله چي زماسترملت د پادشاهي تاج زما په سترکيښودماله خپل ملت سره ژمنه کړي وه چي دهيوادخپلواکي به اخلم ترڅو افغان ملت په دننه او بهرکي د يو خپلواک او باغيرته ملت په توګه ژوند وکړي.))

همدارنګه دافغانستان خلکوته وويل: (( زه به دسرتيري يونيفورم ترهغي پوري له ځان څخه ونه باسم ترڅو پوري چي ستاسي لپاره دخپلواکي جامي برابري نکړم او زه به داتوره ترهغه وخته پوري په تيکي کي کښينږدم ترڅود دښمنانو څخه ستاسي حقوق او آزادي ترلاسه نکړم.

ګرانو هيوادوالو: ((نړيوالو ته د همدي ساعته څخه اعلانوم چي افغانستان په کورنيو او باندنيو چاروکي يو خپلواک او آزاد هيواد دي.)) له همدي وينا وروسته يي خپله توره په لاس کي ونيوله او خپلو خبروته يي داسي دوام وکړ:

(( داخپله بربنده توره به ترهغي په تيکي کي کښينږدم تر څو پوري چي د زموږ ملي ناموس، عزت او شرف حاصل او پرځآي نه شي او د دي ملت  استقلال په لاس رانشي.))

غازي امان الله خان ددي تاريخي وينا څخه وروسته په دريوو جبهو ملي مبارزين د هيواد په ختيز، جنوب او جنوب لوديځ سرحدونو کي د بريتانيايي ځواکونو پر خلاف لښکر کشي وکړه او هم يي امريکايي او اروپايي هيوادونوته خپل سياسي استازي ور وليږل چي د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژني.

امان الله خان ددغه ستراتيژي په خوښولو سره ، جګړه او سياست دواړه کامياب شول او خپلواکي چي د 1297 هجري شمسي کال د کب دمياشتي په (۹) نيټه اعلان شوي وه دهيواد دباتورو او په وطن مينو زامنو د بي ساري سرښندنو او قربانيو په ورکولو سره 1298 هـ . ش کال د زمري د مياشتي په 28 نيټه د وينو په تويدو او سرونو په نذرانه په  عملي توګه ترلاسه شوه او دښمن ته يي داسي ماتي وركړه چي په نړي كي يي ساري نه ووليدل شوي.

بايد يادونه وشي چي زموږ د هيواد په آزادي کي دښځو ونډه هم د ډير ارزښت وړه ده  په دي معني چي  زموږ غيرتي ميندو  او خويندو کله چي دهيواد آزادي دمتجاوزينو لخوا د ګواښ سره مخامخ شويده بي تفاوته نه دي پاتي شوي، دجنګ تودو سنګرونوته يي ملي مبارزينو او غازيانوته ډوډي، او به اونورجنګي وسايل  او مرمي رسولي او دهغوي سره حتا دجنګ په ډګر کي ددښمن په وړاندي په مخامخ جګړه کي برخه اخستي او په شهادت رسيدلي چي ښکاره او روښانه بيلګه يي د ميوند په دښته کي د پرنګيانو، او افغانانو په لوړي جنګ کي د اتلي ملالي نوم يادولي شو.

كله چي د ميوند په دښته کي دافغان او انګليس لوي جګړه ونښته نو تجاوز کوونکي دښمن په ډيرو پر مختللو وسلو سنبال ؤ مګر زموږ ميړنيو ډيري ابتدايي او کمزوري وسلي درلودي نو په دي اساس د ميوند په دښته کي زموږ ملي مبارزين د زياتو شهيدانو په ورکولو سره جګړه د  انګريزانو په ګټه پاي ته رسيدونکي وه چي ناڅاپه د جګړي په ميدان کي پيغله ملالي راښکاره شوه او زموږ دسرلښګر چي ټپي شوي او ياپه شهادت رسيدلي ؤ ملي بيرغ يي له لاسونو څخه برمځکه غورځيدلي ؤ قهرماني ملالي دسترګو په رپ کي ملي بيرغ په خپلو لاسونوکي ټينګ ونيو او ددي ټپي په ويلو سره چي:

که په ميوند کي شهيدنه شوي

خدايږو لاليه بي ننګي ته دي ساتينه

ددي حماسي لنډي په ويلو سره دغازيانو ويني په جوش راغلي او بيرته يي ددښمن په لور مخ ور وګرځاوه لكه دآسماني تندر په شان پر دښمن نازل شول او دسترګو په رپ کي يي ددښمن قوي  او نه ماتيدونکي پوځ ته داسي تارو مار كړچي دنړي په تاريخونو کي ددغي بري يادونه کيږي او دافغان ميرمنو جرأت او ميړاڼي ته ګوته په غاښ پاتي شويدي.

له دي نه پرته زموږ ډيرونورو ميړنيو ميندو او خويندو هم همدغسي د وطن دساتني په جګړو کي خپله ميړانه او سرښندنه دښمن ته ورښودلي، ماتي او ساتګ ته يي اړکړيدي او خپله خاوره يي د نيواکګرو له ناپاکو قدمونو څخه دتل لپاره ژغورلي ده.

اوسني ناروا او تپل شوي جګړه چي د کلونو راهيسي زموږ په مظلوم او مسلمان ملت تپل شوي ده او هره ورځ زموږ بي ګناه هيوادوال چي ښځي، کوچينان او سپين ريږي په کي شامل دي په شهادت رسيږي، خو زموږ وسله وال پوځ هم قررا نه دي ناست هره ورځ دغه يرغلګرو او تيري کوونکو ته مرګوني ګوزارونه ورکوي او دهغوي هره دسيسه او شوم پلانونه د خاورو سره خاوري کوي. دوي بايد په دي پوهه شي او زموږ د نيکونو او پلرونو تير تاريخ ته په کتوسره ددغه ناروا او غير  انساني  عملونو او کړنو څخه لاس واخلي او که نه دهماغه پخوانيو تيري کوونکو په څير به د شرموونکو ماتوسره مخامخ شي او مخامخ دي.

دهغه افغان ورونو څخه چي د پرديو په لمسون او اشاره يي په خپل وطن کي د نورو دګټو په خاطر خپل ځان او هيوادوال په شهادت رسوي غوښتنه كوو چي د ازمندو هيوادونو دغلامي څخه دتل لپاره ځانونه خلاص کړي په سرلوړي او عزت سره دي خپل کور او کلي ته راستانه شي، خپل  اولادونه دي ښوونځيوته وليږي او پخپله دي په خپله ځمکه او کرونده کي کار وکړي او دوطن د آبادي او ښيرازي لپاره دي د نورو ورونو سره يوځاي اوږه په اوږه خپلي ورځني چاري پرمخ بوزی ترڅو هيواد مو آبادي، ښيرازه او په خپلو پښو ودريږي په همدي هيله.

سنګين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha