صفحه اصلی | eslah | مقالات | همبستګي ګوند: وسـله‌وال مخالفـین نشي کولای د افغانانو یووالی مات کړي

همبستګي ګوند: وسـله‌وال مخالفـین نشي کولای د افغانانو یووالی مات کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د «همبستګي ګوند» په يوه اعتراضه مظاهره کې د سرپل د ميرزا اولنګ پېښه وغندله او په را تلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د دغه ګوند وياندې سيلۍ غفار د جمعې په ورځ په دغه مظاهره کې رسنيو ته وويل چې وسله وال طالبان او داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې د عراق په څير مذهبي جګړې رامنځته کړي، خو د هغې په وينا هېڅ څوک به هم د افغانانو يووالي مات نه کړي.

نوموړې زياته کړه: "وسله وال طالبان او داعش کوښښ کوي چې په وحشيانه عملياتو سره زموږ د ملتونو په ځانګړې توګه مذهبي او قومي اقليتونو کې د عراق په څير مذهبي جګړو ته لمن وهي او لمبې بلې وساتي."

د افغان دولت وسله والو مخالفينو د شنبې په ورځ د سرپل د صياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ سيمه ونيوله او د سيمه ييزو چارواکو په خبره د سيمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي يې ووژل.

د سرپل سيمه ييز چارواکي وايي چې د ميرزا اولنګ له سيمې شااوخوا پنځه سوو کورنيو کډې کړې دي.

د ملي وحدت حکومت مشرانو، په کابل کې د امريکا سفارت، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت دغه پېښه غندلې ده.

په ورته وخت کې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ وويل چې د سرپل د اوسېدونکو د وژنې په مخنيوي کې حکومت پاتې راغلي.

له دغې پېښې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ وويل چې د ميرزا اولنګ د پېښې د قربانيانو غچ به واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل والي ظاهر وحدت ويلي چې د جمعې په ورځ د ميرزا اولنګ د سيمې د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شول.

په کابل کې يو شمېر اعتراضه کوونکو وايي:

"اشرف يم، موږ له خلکو غواړو چې له موږ سره يو ځاي شي نور سکوت ونه کړي هر ورځ قرباني ورکوو ."

"زما نوم زويا ده هره ورځ د هېواد په هر ګوټ کې سلګونه کسان له لاسه ورکوو، همدا اوس جنايت کارانو حتي په سرپل ولايت کې په ښځو هم رحم ونه کړ او د هغوي سرونه يې غوڅ کړل، تر څو به موږ ځوانان له لاسه ورکوو."

معترضانو شعار ور کاوه "تر هغې چې ونه درېږو، نو د افغانستان هر ځنډه او خاوره به د ميرزا اولنګ په څير شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ا فغانستان لويې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ ويلي چې د ميرزا اولنګ په پېښه کې د بشريت پر وړاندې د يو ستر جنايت نښې ليدل کېږي.

دغې ادارې ويلي چې په دې اړه به هر اړخيزي څېړنې وکړي.

رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha