صفحه اصلی | anis | اجتماع | د ننګرهار او فراه ولايتونو د سولري برېښنا جوړېدو په اړه ناسته وشوه

د ننګرهار او فراه ولايتونو د سولري برېښنا جوړېدو په اړه ناسته وشوه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ننګرهار او فراه ولايتونو د سولري برېښنا جوړېدو په اړه ناسته وشوه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار او فراه ولايتونو د سولري برېښنا د جوړېدو په تړاو ناسته وشوه.

به دې ناسته کې لومړي د اوبو او برېښنا وزير د يادو لمريزې برېښنا په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې هر څه ژر بايد د بوديجې ستونزه حل شي.

علي احمد عثماني زياته کړه، چې په يادې لمريزې برېښنا شپېته ميليونه ډالره لګښت راځي، چې دمګړۍ يې بوديجه شتون نه لري.

د ماليې وزارت مرستيال وويل، دوي د برېښنا د يوشمېر پروژو تمويل د راتلونکي کال په بوديجه کې کوي خو ټينګار يې وکړ په دې بايد فکر وشي چې دغه پروژې که خصوصي سکتور ته ورکړل شي.

د هېواد اجرائيه رئيس د اوبو او برېښنا او ماليې وزارتونو ته هدايت ورکړ، چې په دې اړه خپلې څېړنې اجرائيه رياست ته په ليکلې ډول وسپاري څو د بعدي اقداماتو په اړه تصميم ونيول شي.

اجرائيه رئيس همدارنګه د افغان چرم جوړونکيو د هغې اندېښنې په اړه چې بهر ته تلونکي چرم له پکېج کولو وروسته په هوايي ډګر کې د امنيتي څېړنو لپاره بېرته پرانستل کېږي او دوي ته يې ستونزې جوړې کړي؛ ماليې وزارت ته هدايت ورکړ، چې يوه معقوله او بديله لار يې پيدا کړي، څو د هېواد چرم صادروونکي له ستونزو خلاص شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha