صفحه اصلی | anis | اجتماع | اجرائيه رئيس د ناټو قواوو له مرستيال سره د زابل او شمالي ولايتونو د عملياتو او امنيتي وضعيت په اړه خبري وکړې

اجرائيه رئيس د ناټو قواوو له مرستيال سره د زابل او شمالي ولايتونو د عملياتو او امنيتي وضعيت په اړه خبري وکړې

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس د ناټو قواوو له مرستيال سره د زابل او شمالي ولايتونو د عملياتو او امنيتي وضعيت په اړه خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کي د ناټو په چوکاټ کي د غوڅ ملاتړ ماموريت له مرستيال مشر ډګر جنرال ريچارډ کريپويل سره په شمال او جنوب کي د عملياتو او امنيتي وضعيت په اړه خبري وکړې.

نوموړي جنرال په بدخشان، فارياب او جوزجان کي د افغان ځواکونو د برياليو عملياتو په اړه معلومات وړاندي کړل او وويل، چي هلته په زياته کچه ساحې د دښمن له حضور څخه پاکي شوي او عمليات لا هم پر مخ روان دي.

هغه وويل، چي دوي د افغان ځواکونو د اړتيا په وخت کي د هغوي سره لازمي همکارۍ ته اماده دي او که ضرورت وي، نو په هوايي برخه کي به ورسره د تروريستانو د ځپلو په موخه فعاليت کوي.

جنرال کريپويل زياته کړه، چي اړوندي قواوي ئې د زابل ولايت په داي چوپان ولسوالۍ کي هم امنيتي وضعيت له نژدې څاري او له افغان ځواکونو سره د ملاتړو په توګه همکاري لري.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنيو سرتيرو دې لوړپوړي مقام ته وويل، چي بدخشان، فارياب او جوزجان ولايتونو کي د امنيتي وضعيت د بهبود او له مخالفينو څخه د سيمو پاکولو په هدف همکارۍ زياتي او چټکي کړي.

هغه زياته کړه،‌چي د زابل ولايت په داي چوپان ولسوالۍ کي د تروريستانو د ځپلو په موخه د پيل شوو عملياتو پرمهال دي هم له افغان ځواکونو سره په هوايي برخه کي همکارۍ ډېري شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha