صفحه اصلی | anis | اجتماع | داکتر عبدالله عبدالله: د ښځو د توانمندۍ اجرايي کمېټه بايد عملي پايلې ولري

داکتر عبدالله عبدالله: د ښځو د توانمندۍ اجرايي کمېټه بايد عملي پايلې ولري

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
داکتر عبدالله عبدالله: د ښځو د توانمندۍ اجرايي کمېټه بايد عملي پايلې ولري

د افغان مېرمنو د توانمندۍ اجرايي کمېټې نن خپله ناسته د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د افغان مېرمنو د عمومي وضعيت ترڅنګ د يادې اجرايي کمېټې په ښه اغېزمنتوب، له ښځو د ملاتړ مراکزو د فعاليتونو او په وزارتونو کې رياستونو ته د جنډر امريتونو د ارتقا ورکولو په اړه بحثونه وشول.

د ښځو چارو وزيرې اغلې دلبر نظري وويل، چې دوي د دويمې دورې لپاره د ښځو د توانمندۍ ملي کاري پلان باندې کار پيل کړي او تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به بشپړ او طبيقي پلان به يې هم جوړ شي.

د ښځو چارو وزارت مرستيالې اغلې سپوږمۍ وردګ وويل، چې دغه پلان له ټولو ادارو سره په همغږۍ جوړېږي، چې موخه يې د ښځو توانمندۍ او د هغوي ستونزو ته رسيدګي ده.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې د ښځو د توانمندۍ اجرايي کمېټه بايد عملي پايلې ولري او له ګټورو بحثونو وروسته د ملي يووالي حکومت مشرانو ته مشخص وړانديزونه ولري.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې د حکومت له لوري د ښځو د ملاتړ د مراکزو ايجادول يوه ازمېښتي پروسه ده او هېڅکله د هغو مراکزو ځاي نشي نيولي چې د موسساتو او انجو ګانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

اجرائيه رئيس ولاياتو ته د ښځو د توانمندۍ کمېټې د غړو له سفرونو ملاتړ وکړ او ويې ويل تر هغې چې بوديجه تصويبېږي، اجرائيه رياست به د دې سفرونو تنظيم پر مخ وړي. په دې ناسته کې د غونډې برخوالو د چارو د بهبود او د ښځو د توانمندۍ په اړه خپل وړانديزونه شريک کړل او پرېکړه وشوه، چې د ښځو د توانمندۍ اجرايي کمېټې ته دې د عمل پلان جوړ شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha