صفحه اصلی | anis | اجتماع | د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې غونډه وکړه

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې غونډه وکړه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې غونډه وکړه

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې خپله غونډه پرون د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

د هېواد د اجراييه رياست د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې لومړي د عدليې وزارت مرستيال په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مرکزونو له عمومي وضعيت څخه ټوليز رپوټ وړاندې کړ.

 هغه وويل، چې د کابل د اصلاح مرکز د امنيتي پرسونل د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ دى.

مرستيال زياته کړه، چې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز د برېښنا ستونزه حل شوې او په نورو برخو کې يې هم اصلاحات رامنځته شوي دي.

د عدليې وزارت مرستيال وويل، چې په دې مرکز کې يې د 24 ساعته کلينيک د فعالولو لپاره له عامې روغتيا وزارت سره خبرې کړي؛ خو اقتصادي ستونزې يې پر وړاندې خنډ شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل، چې دمګړۍ يې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز لپاره د امنيتي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړې او د نوي تشکيل په منظورۍ سره به دا اندېښنه ختمه شي.

په همدې حال کې د هېواد اجرايېه رئېس ﻻرښوونه وکړه، چې په فراه، بلخ او کابل ولايتونو کې دې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو لپاره اساسي پاملرنه وشي او کورنيو چارو وزارت دې له خپلو کړو اقداماتو اجرايېه رياست ته رپوټ ورکړي.

اجرايېه رئېس همداراز هدايت ورکړ، چې د 24 ساعته کلينيک د فعالولو پر وړاندې له شته خنډو او ستونزو څخه دې اړونده ادارې په تفصيلي ډول خپل رپوټ د اجرايېه رياست عالي مقام ته د حل لپاره ور واستوي.

د دې ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل، چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دى توانېدلي چې د دې مرکزونو لپاره په ټول هېواد کې ټولنيزکارمندان استخدام کړي.

د ياد وزارت مسوولانو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز هم جوړ شي، چې دا مهال يې نشتون ستونزې را پيدا کړي دي.  

د ښځو چارو وزارت بيا په امن خونو او له ښځو څخه د ملاتړ ټولنو کې د شته هغو مېرمنو د برخليک په اړه اندېښنه ښکاره کړه، چې دا مهال يې ستونزې ختمې شوي او نشي کولاي چې بېرته له ټولنې سره يو ځاي شي.

د هېواد اجرايېه ريېس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړوندو ادارو ته ﻻرښوونه وکړه، چې د اصلاح د مرکزونو د ستونزو په حل کې اساسي اقدامات وکړي او وړه اندېښنه هم جدي ونيسي.

هغه وويل، چې د اجتماعي کارمندانو د استخدام په اړه به په وزيرانو شورا کې بحث وکړي.

اجرايېه ريېس د ښځو چارو له وزارته وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص وړانديز او ګزارش اجرايېه رياست ته وسپاري. ¾

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha