صفحه اصلی | anis | اجتماع | اجرائيه رئيس د نورستان د ادارې واحدونو له مسئولينو سره د ښې حکومتدارۍ په موخه ناسته وکړه

اجرائيه رئيس د نورستان د ادارې واحدونو له مسئولينو سره د ښې حکومتدارۍ په موخه ناسته وکړه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس د نورستان د ادارې واحدونو له مسئولينو سره د ښې حکومتدارۍ په موخه ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله پرون نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کي ‌په مرکز پارون کي ددغه ولايت د ادارې واحدونو له مسئولينو سره د حکومتدارۍ د پياوړتيا په اړه ناسته وکړه.

د اجرائيه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: ادارې مسئولينو په ولايتي او مرکزي سطحو کي‌خپلي ستونزي له اجرائيه رئيس او وزيرانو سره شريکي کړي‌ او غوښتنه يې وکړه، چي په ولايتي کچه دي د مسؤلينو صلاحيتونه زيات شي.

هغوي يادونه وکړه، چي د نورستان مرکز دي د ملکي پروازونو له لاري له مرکز کابل سره ونښلول شي، څو هم د دولتي ادارو او هم د ولسي خلکو د تګ راتګ ستونزي حل شي.

اجرائيه رئيس د نورستان والي او نورو اداري مسئولينو ته وويل،‌چي تر ټولو وړاندي دي دي په اداراتو کي د حضور مسئله منظمه کړي او ورځني فعاليت ته دي لومړيتوب ورکړي.

نوموړي يادونه وکړه،‌چي اداري مسئولين دې په منظمه توګه له مرکزي مسئولينو سره په تماس او همغږۍ کي واوسي او ځانونه دې ډاډه کړي، چي د خلکو قانوني غوښتنو ته
پر وخت او زمان رسيدګي شوې ده
.

هغه اداري مسئولينو ته هدايت وکړي، ‌چي خپلي اړتياوې او لومړيتوبونه دې ډېر ژر توحيد او د اجراآتو په موخه دې يې مرکزي دولت ته واستوي،‌ څو د وزيرانو شورا د دارالانشا ادارې لخوا له اړوندو وزارتونو سره شريک او په اړه يې اجراآت وشي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha