صفحه اصلی | anis | گزارش | کندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست له لاسته راوړنو ډک سفر

کندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست له لاسته راوړنو ډک سفر

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست له لاسته راوړنو ډک سفر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د موزيم پرانيسته، د ميرويس نيکه د زيارت د رغونې چارې، د نارنج ماڼۍ، د زړې جامعې او مينا څلي څخه ليدنه، د جنوب زون په کچه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيسانو د اداري غونډه او همدارنګه د انار ګل په مشاعره کې برخه واخيسته.

د کندهار د سيمه ايز موزيم په پرانيسه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددې موزيم په تاريخي شاليد باندې رڼا واچوله او ويې ويل: دکندهار موزيم په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې هغه مهال چې ځينې تاريخي توکي د ښاروالۍ په يو ګودام کې ساتل کېدل او د کندهار ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته تسليميدل، نو هلته يو صندوق موجود وو، چې په دې صندوق کې په وينو ککړ کالي وموندل شول،  له څېړنو وروسته څرګنده شوه، چې دا کالي د وزير محمد اکبر خان همغه کالي وو، چې د مکناټن په وينو ککړ وو.

نو له همغه ځايه دا انګيزه پيدا شوه چې ددې لپاره بايد يو موزيم جوړ شي، چې د تېرو جګړو پر مهال دې موزيم بيا صدمه وليدله او نن يې يو ځل بيا د خپلو تاريخي آثارو د ساتنې په موخو پرانيزو.

د پوهاند باوري په خبره چې دا مهال په دې موزيم کې ۷۹۱ تاريخي آثار او همدارنګه ۱۱۰۰ د بېلا بېلو دورو تاريخي سيکې هم نندارې ته ايښودل شوي‌ دي. هغه د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو ته لارښونه وکړه چې له موزيم څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او د هېواد ملي موزيم رئيس ته چې په دې سفر کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره ملتيا کوله سپارښتنه وکړه، چې د کندهار د موزيم په غني کېدو کې دې مرسته وکړي.

په همدې ډول پوهاند محمد رسول باوري د کندهار ولايت له عامه کتابتون او لنکن سنټر څخه هم ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د بيهقي د خپرونو رياست به له عامه کتابتون سره دکتابونو په برخه کې مرسته کوي.

له دې وروسته  پوهاند باوري په هغو مراسمو کې برخه واخيسته چې د ميرويس نيکه د زيارت د بيا رغونې په موخه جوړ شوي وو.

باوري ميرويس نيکه د افغانستان ملي مشر ياد کړاو د هغه په تاريخي کړنو يې رڼا واچوله. د هغه په خبره ميرويس نيکه نه يواځې په حکومت بلکې په ولسونو يې هم حق دي چې د زيارت په ساتنه او پالنه کې يې مرسته وکړي.

وروسته د ميرويس نيکه د زيارت د بيا رغونې ډبره د پوهاند باوري او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير حاجي آغا لالي دستګيري په لاسونو کيښودل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له اړونده ساختماني شرکت څخه وغوښتل چې دغه چارې د تاريخي آبداتو له اصولو سره سمې تر سره کړي او همدارنګه په کار کې تری د ښه کيفيت غوښتونکي شو.

په همدې ترڅ کې  پوهاند باوری  د آنارګل په جوړه شوې مشاعره کې هم برخه واخيسته.

باوری په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس پيغام د غونډې کډونوالو ته واوراوه په پيغام کې کندهار د تاريخ او فرهنګ مهم ټاټوبي بلل شوي وو او همدارنګه د آنار ګل مشاعره د افغانستان په معاصر ادب کې يوه زرينه پاڼه بلل شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سر پرست په خپلو خبرو کې آنار ګل د هېواد يو غير ملموث فرهنګي ميراث ياد کړ او له ټولو کندهاريانو يې غوښتنه وکړه چې ترې ساتنه وکړي. 

هغه همدارنګه شعري نړۍ د ټولنې لپاره د اصلاح وسيله ياده کړه او زياته يې کړه په هره اندازه چې شاعران په خپلو شعرونو کې اصلاحي افکار ځاي کوي په همغه کچه به ټولنه د اصلاح او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کوي.

په دې مشاعره کې د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پيغام هم ګډونوالو ته ولوستل شو په پيغام کې د ورونو قومونو ترمنځ د يووالي، د سولې په ټينګښت او د شعر په ژبه د ولسونو په منځ کې د ملي يووالي د روحې په را ژوندي کېدو ټينګار شوي وو.

په غونډه کې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د ولايتي‌ شورا رئيس سيد جان خاکريزوال، د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال، د کندهار سيمهايزو مشرانو او چارواکو، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د شاعرانو او فرهنګيانو سربيره له کوټې او چمن څخه هم راغلو شاعرانو برخه اخيستې وه، چې خپل شعرونه يې ګډونوالو ته واورول.

دد غه سفر په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ د جنوب زون په کچه د اطلاعاتو اوفرهنګ رئيسانو اداري ناسته جوړه شوه.

په پيل کې د زابل ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس عبدالرزاق بشر په دې ولايت کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه پوهاند باوري ته خپل ګزارش وړاندې کړ.

همدارنګه د زابل رئيس په دې ولايت کې د يو شمير تاريخي سيمو او آبدو رغونې ته هم اشاره وکړه چې له ډلې يې د شيخ مټي بابا د مزار او همدارنګه د شالم خان کلا رغول شامل وو نوموړي‌ وويل د شالم خان کلا د استملاک لپاره ۲۰ مېلېون افغانۍ براورد شوي دي او په همدې ډول يې د ميرويس نيکه د تحقيقاتي مرکز د جوړولو وړانديز وکړ او ويې ويل چې د زابل د بالاحصار پروژه ترتيب شوې او پخواني‌ ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ژمنه کړې وه چې ددې بالاحصار لګښت به ورکوي، خو تر دا مهاله يې کار نه دي پيل شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له نوموړي مننه وکړه چې د خپل ماموريت له پيله يې تر دا مهاله يو شمير مهمو مسئلو ته پاملرنه کړې ده. او زياته يې کړه چې د شالم خان د کلا مسئله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس محمد اشرف غني په خپله کړې ده د زابل والي  او همدارنګه د ولسمشر سلاکار وفي الله آمين ته يې په دې اړه دنده سپارلې ده او د شيخ مټي بابا د زيارت په اړه بايد دزابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خپل پلان د وزارت مقام ته د وړانديز په توګه را واستوي هغه همدارنګه د زابل د بالا حصار په اړه وويل چې يو ځل دې بيا هم له پخواني ولسمشر سره خبرې وشي که د کرزي له بنسټه يې د رغولو چاره ترسره کړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فريد احمد فرهنګ د خپل ګزارش ترڅنګ د بست تاريخي کلا، د ابن حبان بستي د زيارت د ګرشک ولسوالۍ لپاره د ځوانانو چارو مدير او د کتابخانې د مسؤل غوښتنه وکړه.

پوهاند باوري وويل د بست تاريخي کلا د جوړولو په اړه به په نيږدې راتلونکې کې يو تخنيکي ټيم دې ولايت ته سفر ولري او ممکن ددې ټيم مشري د هافو اداره په غاړه ولري. چې د سروې چارې يې پيل کړي د تشکيل لپاره به په را تلونکي  کال کې د تشکيل کميټې ته لارښوونه وشي تر څو په دې اړه ګام پورته کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست هم يو لړ وړانديزونه په غونډه کې طرحه کړل وی ويل: د کندهار دولتي مطبعې ځينې ماشينونه له کاره لويدلي‌ چې بايد بيرته جوړ او په کار پيل وکړي، تر څو خو د کفا شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ماشينونو د جوړولو په اړه له نوموړي‌ سره په ګډ پلاوي کندهار ته له تللي انجنير څخه وغوښتل چې د چاپ ماشينونه دې وکتل شي که يې د جوړولو چاره له توانه ليرې وه نو له کابل څخه د خصوصي شرکتونو انجنيرانو او يا هم له ګاونډي هېوادونو څخه انجنيران را وغوښتل شي تر څو ستونزه حل کړل شي.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ولسمشر د و ياند مرستيال دوا خان مينه پال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنېو د پاليسيو د چارو سلاکار او وياند محمد صابر مومند هم برخه درلوده.

په همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري‌ ددې سفر پرمهال د کندهار ولايت له بيلا بيلو تاريخي سيمو هم ليدنه وکړه.

په پيل کې د کندهار د مينا برج څخه ليدنه وشوه چې د څو لسيزو راهيسې يې انحنا کړې ده.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپوهنې له مخې ددې برج تاريخي ارزښت خورا مهم وباله او زياته يې کړه چې د دې برج د بيا رغونې لپاره دې ګامونه پورته شي.

هغه له کابله ځان سره دوه تنه د تاريخي ابداتو انجنيران هم بيولي وو، چې  د نوموړي‌ له لوري ورته لارښونه وشوه، ترڅو د معلوماتو له بشپړولو وروسته او په څه ډول د رغولو ګزارش د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

پوهاند باوري د کندهار له زړې جامعې څخه چې د احمدشاه بابا د پادشاهۍ پر مهال جوړ شوي دي هم ليدنه وکړه او د تاريخي آبداتو انجنيرانو ته يې لارښونه وکړه چې د جوړولو پلان يې بشپړ کړي، ترڅو د راتلونکي کال په پروژو کې ونيول شي.

په همدې ډول د نارنج له تاريخي‌ ماڼۍ څخه هم ليدنه تر سره شوه، د نارنج تاريخي ماڼۍ چې شاوخوا درې سوه ديرش کاله له ميلاده وړانده جوړه شوې اوس يې هم نښې پاتې دي.  پوهاند باوري له خپلو ليدنو او ارزونو وروسته د آبداتو انجنيرانو ته دنده وسپارله چې لومړي يې د احاطې او وروسته د سپړنو لپاره د لرغون پېژندنې له رياست سره په ګډه پلان ترتيب کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha