صفحه اصلی | anis | گزارش | پاک چاپيريال د روغتيا او سلامتيا ضمانت کوي

پاک چاپيريال د روغتيا او سلامتيا ضمانت کوي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاک چاپيريال د روغتيا او سلامتيا ضمانت کوي

په ټولنه کې د ژوندانه د چاپيريال ساتني د اصولو رعايت کول دهر انسان له ډيرو مهمو دندو او وجايبو څخه ګنل کيږي د تولني هر غړي پدي مکلف دي چې دچاپيريال له ککړولو څخه په کلکه ډډه وکړي او دخپلي کورنۍ او ماحول دخوراکۍ څيزونو، پاتي شونی او کثافات هغه ځاي ته وروړي کوم چې دښاروالي او يا هم دسيمي دلويانو له خوا ټاکل شوي وي پدي صورت کې بيا دښاروالي دليږدولو مؤظف خدماتي پرسونل په ډيره بيړه او آسانتيا وو سره کولي شي چې را ټول شوي

 کثافات دشپي او يا د ورځي له خوا له ښاره څخه ډيري ليري سيمي ته چې هلته دخلکو ژوند او ګڼه ګونه نه وي انتقال کړي او که چيري دغه اصل او کلتور زمونږ په انساني او اسلامي ټولنه کې دود وګرځي او مراعت شي مونږ به دنړي دنورو پرمخ تللو هېوادوڅخه ډير زيات ښکلي شين او زرغون چاپيريال ولرو معنۍ داچې افغانستان د ډيري ښي آب او هوا او پريمانه اوبو درلودونکي هېواد دي. په نړي داسي هېوادونه شته چې رواني اوبه نلري حال دا چې زمونږ دهلمند ولايت لوي روډ، د بالامرغاب رود دکنړ او لغمان رودونه، دپنجشير لوي او خروشان روډ او همدارنګه دبغلان او کندوز روډونه دتخار او کوکچي او آمو دريا هغه لوي خروشان اوبه لرونکي دريابونه دي چې دنه مهار کولو له امله يې اوبه ګاونډيو هېوادونوته لکه پاکستان او ايران ته دسخاوت په توګه وربهيږي که چيري ددغو روډونو له اوبو څخه په سمه توګه مديريت وشي لومړي به زمونږ دهېواد هغه للمي او آبي ځمکي خړوبه شي اوله کرنۍ پاتي ځمکي به مو آبياري شوي وي او وطن به مو پرغلودانو مامورشي او هېوادوال به مو دکار کولو دپاره پرديو ملکونوته دکار کولو لپاره نه ورځي معنۍ داچې په خپل کور او هېواد کې به مو د ډوډې دپاره مونږ ستونزه ونلرو. بايد ووايم چې دانسان لومړني ضروري اړتيا دپاکو او صحي اوبو درلودل او شتون دي چې الله پاک دغه ماده دافغانستان خلکو ته لورينه کړي ده نوپرمونږ لازمه ده چې دخدا(ج) ددغي لوريني او  پيرزويني اولوي نعمت شکرانه ادا کړو او په خپل ژوندانه کې ورنه مؤثره استفاده وکړو ترڅو مونږ ددغو اوبونه په استفادي سره دشپي او ورځي له خوا خپل ښاري سړکونه پريمنځو او ورسره خپل باغونه او دسړکونو دغاړي نيالګي او ګلان چې چاپيريال ورباندي ښايسته کيږي او آکسيجن چې د انسان په ژوند کې يوه ډير حياتي ماده، ده توليديږي ورنه ګټه واخلو او هرڅومره چې کيداي شي او کولاي شو بايد دپسرلي پدي ښکلي موسم کې اوپه خپل چاپيرال کې ميوه لرونکي
 اوبي ميوي يعني سيوري لرونکي نيالګي کيږدوتر څو يو ډير ښايسته چاپيريال راتلونکو نسلونو ته په ميراث ورپريږدو ترڅو راتلونکي نسل زمونږ په صادقانه وياړنوباندي ووياړي لکه چې شهيد سردار محمد داوودخان او مرحوم محمد ظاهر شاه چې دخپل ژوندانه او زعامت په دوران کې باغونو او نيالکيو کيښودلوته ډيره ډيره او جدي پاملرنه کړي وه زه يې پدي مقاله کې دمثال په توګه ديوي بيلکي يادونه کوم هغه په بغلان ولايت کې د زراعت باغ جوړونه او دپلخمري ښارته څيرمه دباغي سغيري لوي باغ او دپلخمري دقهوه خاني دچنارو (سفيدارو) لوي باغونه وه چې له لرکيو څخه به يې دښوونځيو کلينيکونو او شفاخانو د آبادولو په برخه کې ورڅخه مؤثره استفاده او ګټه اخستنه کيده نوټولو افغانانو ورونو ته دي خداي(ج) دا توفيق راپه برخه کړي چې مونږ هم پدي وتوانيږو چې خپله سيمه، ماحول او چاپيريال دنيالګيو په کينولو سره شين او زرغون کړو او دپاک چاپيريال درلودل زمونږ دافغاني هويت استازيتوب کوي.

خوبايد وويل شي چې دچاپيريال پاک ساتل ديوه شخص او څو کسانو کار او مسؤليت نه ده بلکي دا ټولنيز کارده. پوهانو پدي اړه څه ښه ويلي دي: په يوه ګل نه پسرلي کيږي. او له يوه لاسه ټک نه خيږي. نو راځي چې يو تربله لاسونه سره ورکړو او خپل چاپيريال په خپله او په ګډه سمسور کړو، اوس به داسي هېواد په نړي کې نه وي چې هلته افغانان مهاجر شوي نه وي هغوې دپرمخ تللو هېوادو پرمختګ په هره برخه کې ويني اوليدلي دي او خاصتاً دپاک چاپيريال په ليدو او درلودو باندي پوهيدلي دي چې دهغو ملکونو پرمختګ له هوا نه ځمکي ته نه ده راکوزشوي بلکي دهغو ټولنو دوګړو په وسيله ښکلي شوي اوجوړشوي دي نو زمونږ دټولني تحصيل کرده قشرهم په ګاونډيو هېوادو لکه پاکستان، ايران، هندوستان روسيه امريکا، انکلستان، فرانسه او نورو اروپايې ملکونو کې لوړي زده کړي کړي دي دوي هم بايد دخپل ملک د آبادي او سمسورتيا او پاک چاپيريال لپاره په ګډه کاروکړي او خپلي لاسته راوړي تجربي سره شريکي کړي او دا وران ويجاړ او جنګ ځپلي افغانستان په خپله پوښه او خپلو مټو باندي جوړ او ودان کړو زه څو ورځي مخکي دعلاج په خاطر دهندوستان هېوادته تللي وم دهندوستان دګرګان سيمه چې دايتمس روغتون په کې  شتون لری او دناروغانو درملنه کوي همدارنګه په نوي ډهلي کې درامنو هر لوهيا روغتون دمکس روغتون دصفدر جنګ روغتونو ته په ورځ کې په زرهاونه بلکي په لکونو ناروغان ورځي هر روغتون يې ځانګړي پارکونه لري چې چاپيريال يې په رنګارنګ ونو او کلانو ښايسته جوړ او سمبال دي او ډاکتران، او نرسان يې په ډيره مينه او اخلاص دخپلي ټولني دناروغانو او نورو اتباعو يوشان
 بي توپيره علاج او درملنه کوي سړکونه يې دشپي له خوا پاکيږي که چيري دممبي ښار او يا د ډهلي کهنه دښارونو نفوس ووينو دټول افغانستان دنفوس په اندازه به وي خوپه ښارونو کې پوليس او ترافيک نه ليدل کيږي ټول هرڅه دکمروپه وسيله کنتروليږي او وګړي يې قانونه ته ډير ډير احترام لري او په سل ها ومليتونه په کښي د امن ژوند کوی قانون په ټولو يوشان تطبيق کيږي خو د تور اوسپين فرق پکي نشته چې ته څوک او دچازوي يې څوک چې کار کوي او زحمت ګالي ډيرښه ژوند لري ډيرلږ اتباع به دهندوستان وي البته دخلکو له خولي چې موټرونه لري خو ځوانان يې باالعموم موټر سايکل لري چې خپلي دندي ته ځان رسولي شي. ښاري ترانسپورت يې ډير منظم او هر هغه څوک چې په ښاري بس کې ټکټ وانخلي قانوني برخورد ورسره کيږي معني داچې عامه داراي ته ډير په درنه سترګو ګوري ماخو دڅه کم دری مياشتو په موده کې خپل دسترګو ليدلي حال دانيس دملي ورځپاڼي له لاري دورځپاڼي لوستونکو ته په امانت داراي سره نشر کړ زمونږ په افغاني ټولنه کې به دهندوستان دهېواد ډير تحصيل کرده خلک وي چې څلور پنځه کاله به يي هلته تحصيل او لوړي زده کړي کړي وي نو هغوي به ډيري زياتی ليدني او تجربي خپل هېواد ته له ځان سره راوړي وي او داخو تاريخ ليکلي دي چې افغانستان له هندوستان څخه څو کاله مخکي خپلواکې ترلاسه کړي ده ديوه آزاد خپلواک او جوړ افغانستان په هيله.

اکاخيل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha