صفحه اصلی | anis | گزارش | خلک وايي په شمشاد راډيو تلويزيون وسله‎وال بريد دبيان په آزادي او د افغانستان په ملي ارزښتونو باندي بريد دي

خلک وايي په شمشاد راډيو تلويزيون وسله‎وال بريد دبيان په آزادي او د افغانستان په ملي ارزښتونو باندي بريد دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
خلک وايي په شمشاد راډيو تلويزيون وسله‎وال بريد دبيان په آزادي او د افغانستان په ملي ارزښتونو باندي بريد دي

چاپي، غږيزي او تصويري رسني د افغانستان دنافذه قوانينو او د ژورناليزم د اصولو په رڼاکې دټولني ټولو وګړو ته په امانت داري سره دعامه خبرتياوو دخپرولو دنده او مسؤليت پرغاړه لري. متاسفانه دلړم په 17 مه نيټه په شمشاد راډيو تلويزيون باندي چې ددوه تنو تروريستانو له خوا وسله وال بريدوشو په دي اړوند دانيس دملي ورځپاڼي خبريال دخلکو نظرونه راټول کړي چې خپريږي.

مولوي صاحب ريحان په شمشاد راډيو تلويزيون باندي دتروريستانو وسله‌وال بريد په اړه وويل: زه لومړي دشمشاد راډيو تلويزيون کار کونکي چې دخپلي دندي پرحال کې شهيد شو ده ته دشهادت مبارکي ووايم او اهل بيت ته يي د الله(ج) له دربار څخه دجميل صبر غوښتنه او ټپيانو ته يي دښي روغتيا هيله کوم.

مولوي ريحان زياته کړه: شمشاد يوه رسني نه، بل که يو فکر او ددعوت يوه ښه وسيله ده داځکه چې دشمشاد ټولي برنامی د الله(ج) دګران پيغمبر په احاديثو باندي شروع کيږي. په شمشاد تلويزيون بريد څو اړخه لري يوهغه کسان چې ددغه بريد ترشا لاس لري هغه نه غواړي چې اسلام په واقعي مانا خلکو ته ورسول شي او دا ډول بريدونو سازمان ورکول دا دهغه چاکار دي چې له اسلام سره، له قرآن سره او له دين سره هيڅ رابطه نلري. اودپيغمپر له اقوالو سره دښمني کوي.

دواخان مينه پال د افغانستان دجمهوري رياست دعالي مقام دوياند مرستيال پرشمشاد راډيو تلويزيون باندي دوسلوال تروريستي بريد په اړوند وويل: په رسنيو باندي بريد دايو جنايت دي او پدي باندي د افغانستان دخلکو دښمنان غواړي چې دخلکو اواز خاموش کړي. خو په هيڅ صورت به د افغانستان دښمنان پدي ونه توانيږي چې دوي دولس غږ خاموش کړي د افغانستان ملت بايد دهغو دښمنانو چې هغوي غواړي د افغانستان دخلکو غږ خاموش کړي په يوصف کې ودريږي.

ښاغلي مينه پال زياته کړه:
د افغانستان حکومت درسنيو دبيان آزادي خپله لاسته راوړنه بولي او دغه لاسته راوړنه په هرقيمت ساتي.

په ولسي جرګه کې دپکتيکا دخلکو استازي نادرخان کټوازي وويل: په شمشاد راديو ټلويزيون باندي وسله‎ول بريد دا د افغانستان په ملي ارزښتنو باندي بريد شوي دي زه دغه بريد په کلکو ټکو غندم او د افغانستان دښمنانو ته داخبرداري ورکوم چې دتاسو پدي وحشي او بزدلانه بريدونو باندي به هيڅ وخت خلک ونه غوليږي.

ښاغلي کټوازي زياته کړه: زه دشمشاد تلويزيون ټولو کارکوونکو ته سلام کوم چې خپلي خپروني بي دځڼډه ډيري ژر پيل کړي چې پردښمن باندي يو ډير قوي ګزار وه.

په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي مولوي صاحب محمدي تره‎خيل وويل: نن د افغانستان ټولو ولسونو،مدني ټولنو د امريکا دبهرنيو چارو وزارت، ناټو او ملل متحد پرشمشاد راډيو تلويزيون د تروريستانو وسله وال بريد وغانده.

مولوي محمدی زياته کړه:
هغه څوک چې بي ګناه مسلمانان وژني او خاصتاً هغه ژورناليستان چې
حقاِيق خپروی دوي به دخداي تعالي په سخت ترين عذاب اخته شي لکه چې اخته شول. شمشاد هغه رسني ده چې بي پري واقعيتونه خپروي او دهېواد له ډيرو لري پرتو سيمو څخه لکه واخان رپوتونه برابر کړي دي.

د ژورنالستانو د اتحاديه رئيس ښاغلي بارکزي دشمشاد تلويزیون باندي وسله‎وال بريد په اړه خپل نظر داسي بيان کړ: د افغانستان دښمنان نه غواړي چې په ملک کې دي دبيان آزادي وي. اورسني دي دحق چغه پورته کړي خو رسنيو هميشه د دوي ګټي ننګوني دي. دوي پدي لټه کې دي چې خبريالان تهديد کړي پرشمشاد تلويزيون بريد يو مغلق بريد دي او ددي ترشا استخباراتي لاسونه دي پرشمشاد دهغه چاله خوا بريد شوي چې هغه هميشه په افغانستان کې دبي نظمي او ګډوډي غوښتونکي دي او دوي افغانستان ديو نيابتي جګړي په توګه يي کاروي.

بارکزي زياته کړه: زه دشمشاد دتلويزيون له رهبري څخه هيله کوم چې وروسته له دي، دي دخپلو کار کوونکو بشپړ امنيت ته پوره پاملرنه کړي.

دانش کړوخيل دپژواک دخبري آژانس رئيس وویل: په شمشاد تلويزيون وسله‌وال بريد نه ديني صبغه لري او نه ملي صبغه لري مګر دبيان آزادي له هر ډول تعرض څخه مصونه ده. خو رسني د افغانستان ددښمنانو په نزد پدي ګرم بولي چې دوي ولي حقايق نشر کوي او ولي دمظلومو خلکو چغه پورته کوي.

آقاي مجيب خلوت ګر ژورناليست سرشناس کشور پيرامون حمله برتلويزيون شمشاد گفت: تروريستان هميشه مخالف آزاد انديشي مردم هستند حمله بر تلويزيون شمشاد خطرناک ترين حمله ولي بدون اينکه گذشته تاريخي داشته باشد بود ما شاهد چندين حمله تروريستي درکابل بودیم هنگامی که بر تلويزيون شمشاد حمله مسلحانه تروريستي صورت گرفت يکتعداد شاگردان مکتب هم جهت ثبت برنامه يي آمده بودند که طي سه ساعت شاگردان در تهکاوي تلويزيون گيرمانده بودند
که اين اعمال تروريستان يک جنایت است. و ما آنرا محکوم مي کنيم.

رحيم الله سمندر رئيس اتحاديه آزاد رسانه ها پيرامون حمله برتلويزيون شمشاد گفت: تلويزيون شمشاد يکي از جمله تلويزيون هاي جهاني است که 34 ولايت افغانستان تحت پوشش آن قرار دارد و اين رسانه جهاني نه تنها مردم افغانستان بل که بيرون از کشور مردم را گرويده و بيننده خود ساخته است و هيچ گونه حقايق را کتمان نکرده بل که آنرا با صداقت و بی طرفی به نشر سپرده است.

وی اضافه کرد: حمله برتلويزيون شمشاد براي ما جاي سوال است که چطور دوتن تروريست در روز روشن از موتر پياده مي شود و بدون ترس و با اطمينان حمله بر مسئولان امنيتي تلويزيون شمشاد انجام مي شود در حاليکه موقعیت تلويزيون شمشاد دريک کيلومتري ارگ رياست جمهوري قرار دارد ما حمله برتلويزيون شمشاد را محکوم مي کنيم.

ګزارشګر اکاخيل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha