صفحه اصلی | anis | گزارش | څيړندوي حبيب الله رفيع: دپاکستان دخلاصون لاره يوازي داده چې له افغانستان سره سوله وکړي

څيړندوي حبيب الله رفيع: دپاکستان دخلاصون لاره يوازي داده چې له افغانستان سره سوله وکړي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
څيړندوي حبيب الله رفيع: دپاکستان دخلاصون لاره يوازي داده چې له افغانستان سره سوله وکړي

پوښتنه: د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني دکابل په کنفرانس کې چې د 25 ملکونو څخه زيات شمير دبهرنيو چارو وزيران سفيران، کور ديپلوماتيک غړي ديوناما، ناټو او د امريکا د متحده ايالاتو استازو په کې ګډون ګړي وو يو، واربيايي په طالبانو غږ وکړچې او طالبانو راشي د افغانستان له سولي سره يوځاي شي که نه نوبيا به دا فرصت دتاسو لپاره نه وي دتاسو په نظر به طالبان دپاکستان دحاميانو له خوښي او مشوري پرته بين الافغاني سولي ته غاړه کيږدي او دجمهور رئيس دغه اخلاصمندانه غږته به لبيک ووايي؟

 څيړندوي حبيب الله رفيع:

څيړندوي حبيب الله رفيع د افغانستان دعلومو اکاډمي عمومي مشاور ددي پوښتني په اړه وويل:

په افغانستان کې څلويښت کاله کيږي چې جګړه ده او په دغه جګړه کې دجګړي لوري بدل او را بدل شول. ليکن جګړه پاتي شوه، يوځل د افغانانو او روسانو جګړه وه، وروسته له هغه دطالبانو په دوره کې دعربو ډلي راغلي، دمجاهدينو په دوره کې هم دعربو ډلي راغلي وروسته بيا پاکستان ديخواته مخه کړه او بالآخره دتروريزم دنابودولو په خاطر ناټو، امريکا او متحدان يي دملل متحد ترنظر لاندي را غلل پدي اساس افغانستان په څلويښت کالوکې ډير وځپل شو افغانستان نور دجنګ توان نلري او دجګړي ځاي په کې نشته نو پدي اساس په افغاسنتان کې دسولي لپاره ډير اشد ضرورت دي چې سوله راشي او امنيت راشي پدي لړکې دحکومت فريضه هم داده چې دسولي لپاره ډير کار وکړي او په واقعيت سره ډاکتر محمد اشرف غني په ډير صداقت سره دسولي لپاره پدي دري کالو کې له ډيرو مصروفيتونو سره، سره ډيري هلي ځلي وکړي او لايي هم کوي او پدي کې شک هم نشسته ځکه ملت ټول ورڅخه سوله غواړي امن غواړي او کار غواړي.

حبيب الله رفيع زياته کړه: په طالبانو کې ډير پوه او با درايته خلک هم شته او آرزو لري چې په افغانستان کې سوله وشي او دوي دسولي په رڼاکې خپل وطن ته راستانه شي خو پاکستان د دوي کورنۍ يرغمل کړي دي او دپاکستان په ګروکې دي. که د افغانستان دولت يوه داسي لاره هواره کړي چې دوي ډاډه شي باور پيدا کړي دوي به په هغه صورت کې خپلي کورنۍ هېوادته راولي. وروسته به بيا کومي اړيکي چې له پاکستان سره لري او دوي را لمسوي او دناروا جګړی لپاره يي راليږي هغه هم ختميږي.

پوښتنه: د افغانستان دسولي عالي شورا رئيس محمد کريم خليلي پدي وروستيو کې دمطبوعاتو له لاري وويل: زه حاضريم په هرځاي کې چې طالبان وغواړي دسولي په خاطر ورزم او خبري ورسره کوم او که وغواړي دهېواد په دننه کې د  دفتر دخلاصولو زمينه هم ورته برابروم آيا طالبان به، به غير د پاکستان دحاکمانو له خوښي پرته دا جرئت او همت وکړاي شي چې دښاغلي انجنير ګلبدين حکمتيار په څير سولي ته راشي او دسولي لاره غوره کړي او د افغانستان له دولت سره يوځاي شي د افغانستان دعلومو اکاډمي عمومي مشاور دنوموړي پوښتني په هکله وويل:

دسولي عالي شورا ديو سلسله منافعو په اساس جوړه شوي ده او په راس دشوراکې، داسي کسان وه چې دجنګ لوري وه او دجنګ لوري نه شي کولاي چې په ملک کې سوله راولي. خو دپير سيد احمدګيلاني په وخت کې شوني وه چې سوله راشي خو دپير سيد احمدګيلاني داخلاص مندانه هلوځلو په نتيجه کې دسولي عالي شورا پدي بريالي شوه چې دحزب اسلامي له آمر انجنير ګلبدين حکمتيار سره يي سوله وګړه او رايي وست. اوس چې خليلی صاحب دسولي دعالي شورا نوي رئيس ټاکل شوي دي زما په نظر د، ده په وجود کې سوله نشي راتلاي ځکه دي په تيرو جنګونو کې، ښکيل وو. د دولت مخالف لوري دهغه چا سره سوله کوي اوسولي ته کيني چې هغه يو بيطرفه کس وي که دولت په رښتيا سوله غواړي دسولي مشر بايد له بيطرفه کسانو څخه وټاکي نوبيا هغه څوک کولاي شي چې له مخالف لوري سره خبري وکړي او د دولت او طالبان ترمنځ منځګړيتوب وکړاي، شي او دواړه خواوي ديته وهڅوي او قناعت ورکړاي شي چې دبين الافغاني سولي په وسيله کومي ناخوالي چې شتون درلود هغه تير په هير کړي او ملي منافع په نظر کې ونيسي او دغه فرصت چې دجګړي له امله بهرنيانو ته چې زمونږ په ملک کې ميشت دي برابر شوي داسي لاره پيدا کړي چې دغه پلمه له منځه لاړه شي، او داسي تيږه کيښودل شي چې دټول ملت په کې ګټه وي خيروي نو دولت پدي برخه کې بايد تحرک وښي او داسي پروګرام جوړ کړي چې د افغانانو پکي ګټه وي نه دپردو، او داشوني ده.

څيړندوي رفيع زياته کړه: زما په نظر قطر مناسب هېواد، ده دسولي لپاره دقطر دولت کولاي شي چې د دولت او طالبان ترمنځ، منځګړيتوب وکړي ځکه همدا، اوس دطالبانو ډلي په قطرکې ميشت او له قطر سره، اړيکي لري او مخکي هم څوناستي په قطر هېواد کې ترسره شوي دي په پاکستان کې طالبان نشي کولاي چې د افغانستان لوري هيئت سره په ازادانه توګه خبري وکړي او دخبروميزته کيني که طالبان دسولي لاره ومني هغوي او دهغوي کورنۍ له خطر سره مخامخ کيږي ځکه دطالبانو کورنۍ له پاکستان سره په ګروکې دي ټول پدي خبر دي چې ملابرادر غوښتل چې له حامدکرزي سره طالبان سولي ته کينوي او سوله وکړي همزمان کله چې دپاکستان آي اس آي پري خبرشو ملابرادر يي زندان ته ور واچا وو او څومره هلي ځلي چې حامدکرزي وکړي او پاکستان
 ته يي تګ راتګ وکړ ملابرادر يي له زندان څخه آزاد نشو کړاي. بيا حامدکرزي مطبوعاتو ته وويل چې د افغانستان دسولي کليد د امريکا او پاکستان په لاس کې ده. بايد ووايم که قطر وغواړي د افغانستان دسولي په هکله ګام واخلي ډير موثر ګام اخستلي شي او دابه يو ډير ګټور ګام وي.

پوښتنه: چين غواړي دپاکستان په واسطه دطالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ منځګړيتوب وکړي داڅو مره شوني ده نظر موغواړم؟

څيړندوي حبيب الله رفيع ددي پوښتني په ځواب کې وويل: چين له ډير پخوا، له پاکستان سره ډيرښه دوستانه روابط لري پدي اساس چين پرپاکستان ډير موثر دي علاوه له دي چين په افغانستان کې علاقه لري چې په افغانستان کې دکانونو د را ايستلو قراردادونه وکړي او صنعتي فعاليتونه پيل کړي زما په فکر که چين صادقانه مداخله وکړي له پاکستان او له طالبانو سره وغږيږي کولاي شي چې دارسالت ترسره کړي. ځکه دچين ګټي هم پدي کې نغښتي دي او که په افغانستان کې سوله تامين شي نوچين به بيا په خلاص مت په افغانستان کې فعاليت ولري.

نوموړي زياته کړه: دپاکستان لويه ستراتيژي دطالبانو په دوره کې داوه چې مونږ وليدل او پاکستان غوښتل چې افغانستان دپاکستان پنځمه صوبه شي، دوي دغه ستراتيژي ټاکلي ده او تراوسه يي نده پري يښي. طالبان په ښکاره په پاکستان کې فعاليت او دفترونه لري تنظيمونه لري او طالبان له هماغه ځايه وسلي او مشوري اخلي نو پاکستان لا تراوسه حاضر نده دغه موقعيت له لاسه ورکړي اوله طالبانونه لاس واخلي لاکن دابه يومجبوريت وي خو بالآخره پاکستان به سولي ته غاړه کيږدي او طالبان به ديته مجبوره وي چې د افغانستان له دولت سره سوله وکړي ځکه افغانستان وليدل چې د افغانستان دتباهي ترڅننګ دپاکستان تباهي هم په جګړه کې نغښتي ده خو دپاکستان دخلاصون لاره يوازيني هم داده چې له افغانستان سره سوله وکړي او د افغانستان دښمنان له خپلي غيږي وشړي اولري کړي پدي صورت کې پاکستان کولاي شي چې له افغانستان څخه ديو تجارتي تونل په حيث کارواخلي.

گزارشکر اکاخیل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha