صفحه اصلی | anis | گزارش | لغمـان او رغـونـه

لغمـان او رغـونـه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
لغمـان او رغـونـه

شين لغمان کې د پسرلي د پيل شيبې، ښکلې او تازه هوا پراخه سمسورې شنو فصلونو پوښلې کرهنيزې ځمکې، شنه باغونه، شنې درې، په نښترو او چارمغزو پوښلي غرونه، د عليشنګ او علينګار مستو او څپاندو سيندونو تر خوا د دغه ولايت کليوالي سيمو کې د رغونې او جوړونې کارونه هم په درز سره روان دي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي او پرمختيايي پروګرامونو په ډله کې يو هم د ساحوي انسجام پروګرام دي چې  د وزارت د پلان او ستراتېژۍ سره سم يې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ولس د غوښتنو او اړتياوو په پام کې نيولو سره د رغونې او جوړونې پرمختيايي کړنو او فعاليتونو د هڅو لړۍ روانه کړې او ټولګټې پروژې يې يوه په بلې پسې بشپړه او د کليوالو محيطي شته ستونزو د اوارولو په خاطر د خلکو  ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي. دغه اصل ته په پام سره د لغمان ولايت مرکز مهترلام خوا و شا او د دغه ولايت د عليشنګ او قرغه يي ولسواليو بېلا بېلو کليو کې د ساحوي انسجام پروګرام، ۱۷ مختلفې رغنيزې او ټولګټې پروژې، چي هغو کي د ۲۰۵۰ متره استنادي ديوالونو، ۳۶۶ متره کانالونو، ۲۰ متره ترناب او ۵۹ متره سربندونو جوړول شامل دي، د آسيايي پرمختيايي بانک په مالي مرسته او د کليوالو په لس سلنې ونډې، څه د پاسه ۵۶ ميليونه او ۴۱۵ زره افغانيو په لګښت يې کار در لغمان د مرکز مهترلام د  ده زيارت، اول غونډې، دوهم غونډي، تيګري، کړاهو ، قلعه شګي، پاس مسکوره، قلعه نبور کليو، د عليشنګ ولسوالۍ د صبرآباد، ده قاضي، شمرام، اسلام آباد او د قرغه يي ولسوالۍ د قلعه برهان  لوګرلام، د هاندر اول، د هاندر دوهم او سنګېړي کليو کې يې کار بشپړ  شوي او څه د پاسه ۳۶۰۰ جريبه کرنيزه او باغي ځمکه د موسمي سيلابونو د ګواښونو له زيان څخه په ژغورل کېدو سره د اوبو لګولو د مناسب پوښښ لاندې راغلي، ځايي اوسېدونکو ته ېې د ته خپل کور کلي تر خوا د کار زمينه برابره کړې او د نږدې ۲۴۰۰ کورنيو د زراعتي  او باغي حاصلاتو د توليد کچې په لوړتيا کې يې رغنده رول لوبولي دي.

  د لغمان ولايت کليو او بانډو کې د دغو ټولګټو او پرمختيايي پروژو د پرانيستې په موخه د هغه ولايت، والي عبدالجبار «نعيمي»، د ساحوي انسجام پروګرام مرستيال بريالي «هلالي»، په دغه ولايت کي د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس انجنير امين الدين «بېدار»، د ولايتي او کليوالي پرمختيايي شوراګانو ځينو استازيو او ځايي اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د لغمان د مرکز مهترلام پورې اړوند د زيارت کلي، د کليوالي پرمختيايي شورا رئيس طلا محمد، د خپل کلي د بشپړې شوې پروژې به اړه داسې وويل: د دغه محافظوي ديوال له جوړېدو وړاندې زموږ د کښت ځمکې او باغونه به طوفاني او ويجاړونکو موسمي سيلابونو  د شنو فصلونو سره يو ځاي وړې او تر شا به يې په کاڼو ډکه او شاړله خمکه  په ميراث راپرېښوده. نن موږ ډېر خوشحاله يو چې په کلي کې مو د ساحوي انسجام پروګرام له خوا د ۲۱۱ مترو په اوږدوالي پوخ استنادي ديوال جوړ شو او زموږ په سلګونو جريبه کرنيزه او باغي ځمکه  د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شوه. 

د ساحوي انسجام پروګرام بله پروژه ددغه ولايت د مرکز پورې اړوند د کړاهو کلي کې د ۲۱۰ مترو په اوږدوالي د پاخه استنادي ديوال جوړول و چې د ځايي اوسېدونکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ددغه کلي د کليوالي پرمختيايي شورا مرستيال نصرالله، د يادې پروژې په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: دغه استنادي ديوال چې نن يې موږ په کلي کې  پرانيسته وکړه، د کليوالو په لس سلنې ونډې سره څه د پاسه ۲ ميلونه او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د ساحوي انسجام پروګرام له خوا راجوړ شوي دي او د کار په بشپړتيا سره يې زموږ د استوګنې کورونه، زراعتي ځمکې او باغونه د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شول. د کليوالو په استازيتوب د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د رهبري هيئت او کارکوونکو څخه مننه کوم.

د مهترلام د غونډې کلي د کليوالي پرمختيايي شورا رئيس حاجي سيد آغا بيا خپل نظر داسې څرګند کړ: په رڼو سترګو به مو کتل، قهرجنو موسمي سيلابونو به د کليوالو کرنيزې ځمکې، باغونه او شنه فصلونه له ځان سره وړل. ددغه ديوال په جوړېدو سره اوسمهال کليوال په هوسا توګه خپلو کرنيزو ځمکو کې کار کوي او د حاصلاتو د توليد کچه مو هم لوړه شوې ده. د کليوالو په استازيتوب د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام د مسوولينو ددغه شان پر ځاي اقدام څخه ډېره مننه کوم چې زموږ کلي کې يې داسې ګټوره پروژه تطبيق کړه.

د پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار «نعيمي» هم ګډون کړې و، هغه په دغه ولايت کې د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت ارزښناکه فعاليتونه، په ځانګړې توګه د دغه وزارت د ساحوي انسجام پروګرام، پرمختيايي کارونه وستايل او لغمان کې د دغه پروګرام د رغونې او جوړونې د لا نورو  بېلابېلو پروژو د پلې کولو غږ هم وکړ.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام مرستيال بريالي «هلالي»، ددغه پروګرام د بشپړو شوو پروژو د پرانيستي، د پروژو د کار له څرنګوالي، د محلي چارواکو او کليوالو سره د نږدې ليدنې په خاطر لغمان ولايت ته په تلو سره د پروژو د افتتاح په وخت داسې وويل: لغمان يو زراعتي ولايت دي، موږ د کليوالي پرمختيايي شوراګانو او ځايي اوسېدونکو له غوښتنو سره سم کليو او بانډو کې پرمختيايي کارونه مخ ته وړو او نن چې د لغمان کليو کې زموږ د پروګرام د ۱۷ بشپړو شوو پروژو له ډلې څخه څو پروژې د بېلګې په توګه پرانيزو، ځايي اوسېدونکو او په ټوله کې د لغمان ولس ته يې ډېره مبارکي وايم او تر څنګ يې هيله کوم چې دا پروژې خپل مال وګڼې او په ساتنه او څارنه کې يې پوره پاملرنه او برخه  واخلۍ.

«هلالي»، د خبرو په ترڅ کې زياته کړه: همدارنګه دم ګړۍ زموږ د پروګرام له خوا د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ د دهمزنګ او شهيدان کليو کې، ۱۲۱۰ متره سړک او يو ۱۰۰ متره پله، د علينګار ولسوالۍ د ملک افضل اول، ملک افضل دوهم او تپاک کليو کې د ۲۳۳ متره استنادي ديوالونو او ۱۶ متره ترناب او د عليشنګ ولسوالۍ د شيخان شکرمان کلي کې ۳۰ متره ترناب په شمول، د نږدې ۶۷ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو پروژو کار ښه په درز سره روان دي او د کار په بشپړتيا سره به يې تر ډېره بريده د کليوالو بېلابېلې شته محيطي ستونزې راکمې شي.

د ساحوي انسجام پروګرام مرستيال بريالي «هلالي»، د خبرو په پاي کې وويل: د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې زموږ د پروګرام له خوا د لغمان ولايت د مرکز په ګډون د علينګار، عليشنګ او قرغه يي ولسواليو د قلعه جوګي، پجکي او ميلان، دين دکانونه، شاهي، ټينګور، کولک بديلا، ده زيارت، رهين، سنګش، الوخيل پړوايي، باغ  سراج، کنده ، قاضي، لمټي او سليمان خيل کليو کې، د کانالونو، سربندونو، کيبلي پلونو، استنادي ديوالونو، د سراج تاريخي باغ د احاطې ديوال او ترنابونو د ۱۳ پروژو تخنيکي، ټولنيزه او اقتصادي سروي تر سره شوې او د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د رهبري هيئت  له منظوري وروسته به يې په نږدې راتلونکي کې د جوړولو کار پيل شي.

 د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام ژمن دي چې د لغمان ولايت په شان د هېواد د نورو ولايتونو د اوسېدونکو په ملاتړ، همغږي او سلا مشورو سره، د هغوي د شته محيطي ستونزو د اوارولو په خاطر اوچت او کوټلي ګامونه پورته کړي

نقيب الله شيرزي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha