صفحه اصلی | anis | سیاست | جمهور رئيس غني د پاکستان لومړي وزير سره په کتنه کې: د دواړو هېوادونو د مشرانو تصاميم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولاي شي

جمهور رئيس غني د پاکستان لومړي وزير سره په کتنه کې: د دواړو هېوادونو د مشرانو تصاميم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولاي شي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئيس غني د پاکستان لومړي وزير سره په کتنه کې: د دواړو هېوادونو د مشرانو تصاميم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولاي شي

د افغانستان د حکومت په رسمي بلنه، د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په موخه د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي چې د ياد هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني ورته پرون له غرمې مخکې په ارګ کې ښه راغلاست ووايه.

جمهور رئيس غني په ګلخانې ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير او راغلي پلاوي سره په کتنه کې له دې امله  مننه وکړه چې کابل ته د راتګ رسمي بلنه يې ومنله.

په دغه کتنه کې جمهور رئيس غني او د پاکستان لومړي وزير د دوه اړخيزو اړيکو، تروريزم سره د مبارزې، منطقوي اتصال، د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت دسولې د مذاکراتو، د ډيورنډ کرښې  په اوږدو کې د سرغړونو، په عزت سره د کډوالو د راستنېدو، د سړک جوړولو او ريل پټلۍ د پروژو، د زندانيانو د تبادلې او د ”سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ د نهايي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئيس غني له هغې غاړې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو موضوع په جدي توګه د پاکستان لومړي وزير سره مطرح کړه او هغه ته يې په ټينګار وويل، اوسني وضعيت د هيچا په ګټه نه دي او بايد هر راز تشويش د رسمي مراجعو، بحث او مذاکراتو  له لارې شريک او حل شي.

 همدارنګه دواړو غاړو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسيا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کويټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ريل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لويې لارې د جوړولو د عملي کار په پيلولو بحث او خبرې وکړې.په دغه کتنه کې موافقه وشوه چې هېواد ته په عزت سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره دې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي واضح مهال‌وېش او ميکانيزم ترتيب کړي. دغه راز له منځنۍ اسيا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوي موظف شو.  همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې لپاره د يو سند چمتو کولوپه اړه د  بحث او موافقې ترڅنګ  پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران او د بهرنيو چارو وزارتونه به د ”سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي.  جمهوررئيس غني، په افغانستان کې سوله د سيمې د ثبات کيلي وبلله او زياته يې کړه موږ او تاسې په داسې حساس پړاوو کې قرار لرو چې د  دواړو هېوادونو د مشرانو تصاميم د راتلونکو نسلونو ژوند او سوکالي خوندي کولاي شي.

دغه راز په اندونيزيا کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د ديني علماوو په جوړېدونکي کنفرانس هم بحث وشو.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي طالبانو ته د جمهوررئيس غني د سولې د وړانديز هرکلي وکړ او د افغانانو په مشرۍ يې سوله د حل يوازينۍ لاره وبلله او په دې برخه کې يې د خپل هېواد په استازيتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د پاکستان لومړي وزير د دغې کتنې په پاي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې ياد هېواد ته رسمي سفر وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha