صفحه اصلی | anis | سیاست | دملي امنيت سلاکار د افغانستان او پاکستان له پاره د بريتانيا له ځانګړي استازي سره وکتل

دملي امنيت سلاکار د افغانستان او پاکستان له پاره د بريتانيا له ځانګړي استازي سره وکتل

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دملي امنيت سلاکار د افغانستان او پاکستان له پاره د بريتانيا له ځانګړي استازي سره وکتل

د کابل پروسې کنفرانس په څنډه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د افغانستان او پاکستان له پاره د بريتانيا د شاهي دولت له ځانګړي استازي ښاغلي ګريت بيلي سره پر سيمه ييزو اړيکو خبرې وکړې.

دملي امنيت دشورامطبوعاتي دفترباختراژآنس ته خبرورکړ.

په سر کې ښاغلي بيلي، د کابل پروسې د بريالۍ ناستې له امله افغان لوري ته مبارکي وويله او د کابل پروسې  د پريکړو او راتلونکو برنامو له تعقيب سره يې ملاتړ څرګند کړ. ښاغلي بيلي  د افغانستان او پاکستان پراړيکو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې درغنده مناسباتو پر ښه وآلې خپل نظر څرګند کړ. نوموړي همدارنګه  د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د سولې له پروسې سره د همکارۍ په موخه جوړيدونکي کنفرانس ګټور وباله او د دې کنفرانس له محتوا سره يې خپل ملاتړ وکړ.

دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د افغانستان او پاکستان له پاره د بريتانيا له ځانګړي استازي ښاغلي ګريت بيلي څخه په کابل پروسې ناسته کې
 د ګډون له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د بريتانيا د خلکوهمکاري به د دې کنفرانس له برياليتوب سره مرسته وکړي
.

دملي امنيت سلاکار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په آړه وويل چې افغانستان د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر رغنده او صميمي اړيکو باور لري، خو هغه هېوادونه، چې له ترهګرۍ سره
د مبارزې په لاره کې صادقانه اقدام نه کوي په وړاندې به يې افغانستان چپ پاتې نه شي
.

په دې ناسته کې همدارنګه له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو پر بيرته راګرځيدو او د سولې په پروسه کې د دوي پر رول او ونډه خبرې وشوې. ¾

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha