صفحه اصلی | anis | سیاست | په هند کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر اغيزمنتوب خبرې وشوې

په هند کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر اغيزمنتوب خبرې وشوې

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په هند کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر اغيزمنتوب خبرې وشوې

د افغانستان داسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د خپل کار په دفتر کې، د دوست هېواد هندوستان له سفير ښاغلي من پريت هورا سره وکتل.

دملي امنيت دشورا دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. 
په دې کتنه کې د سيمې پر سياسي او امنيتي حالت سربيره د هندوستان د دولت او خلکو له خوا د افغانستان د ځوانانو له پاره په هندوستان کې د لوړو زده کړو له وړيا فرصتونو څخه د سالمې ګټې اخيستو او اغيزمنتوب په اړه هم خبرې وشوې.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د هند له حکومت او ولس څخه مننه وکړه، چې په تيره يوه نيمه لسيزه کې يې د هغه هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې د افغانستان د ځوانانو له پاره د لوړو زده کړو وړيا فرصتونه برابر کړي. اتمر وويل، چې حکومت په پلان کې لري، چې د هندوستان له خوا د وړيا بورسونو د اغيرمنتوب او ګټورتوب پر مکانيزم کار وکړي. ده زياته کړه، چې د يوه عملي مکانيزم  له مخې به لومړۍ هغه ځوانان، چې د هند په پوهنتونونو کې يې لوړې زده کړې کړي د کاري فرصتونه د ايجاد له پاره زمينه برابر شي. د دې ترڅنګ به نور وړ ځوانان په ګوته او وهڅول شي چې د هندوستان له خوا له وړاندې کيدونکو علمي فرصتونو څخه د هېواد ابادۍ په لاره کې

 ګټه پورته کړي.

د دې دوه اړخيزې ناستې ترڅنګ د کابل پروسې پر دويمه جوړيدونکې ناسته هم خبرې وشوې، دواړو لور د کابل پروسې پر لومړنيو ترتيباتو خبرې وکړې، په سيمه ييزه او نړيوالو کچه يې د کابل پروسې اهميت او اغيزمنتوب د پام وړ وباله.  په افغانستان کې د هندوستان سفير، وويل، چې هېواد يې په افغانستان او سيمه کې د سولې د بهير ملاتړ کوي او په دې لاره کې يې د همکاريو د دوام ډاډ ور کړ.په دې ناسته کې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د هندوستان د نظامي مرستو په اړه هم بحث وشو، دواړو لورو د نظامي همکاريو د دوام او پرمختګونو څخه خوښي ښکاره کړه او د عملي چارو د ښه والې پر يو لړ اقداماتو يې ټينګار وکړ.¾

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha