صفحه اصلی | anis | سیاست | اجرائيه رئيس:د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوسني وضعيت اساسي بدلون ته اړتيا لري

اجرائيه رئيس:د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوسني وضعيت اساسي بدلون ته اړتيا لري

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس:د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوسني وضعيت اساسي بدلون ته اړتيا لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله، « راځئ هيڅوک هېر نه کړو» تر عنوان لاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په نمانځ غونډه کې ګډون وکړ.

د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله غونډې ته په خپله وينا کې وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه ده، نو د ټولنې د ټولو وګړو مسووليت دي چې د دې پديدې پر وړاندې ودرېږي.

اجرائيه رئيس وويل: له بده مرغه چې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د فجيع پېښو شاهدان وو. نو په دې صورت کې زموږ مسووليت په مراتبو جدي او ډېر دي.

اجرائيه رئيس وويل، چې په دې برخه کې ډېر مېکانيزمونه رامنځته شوي، د قوانينو د اصلاح په برخه کې پرمختګ شوي؛ خو ټولې ادارې هم په مرکزي او هم په ولايتي کچه بايد د هغوي په پلي کولو کې د مسووليت احساس وکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په وينا، سالمه ټولنه هغه وي چې په جنسيتي لحاظ برابره او د ښځو پر وړاندې په کې تاوتريخوالي نه وي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ولسي تړون پروګرام په ګډون په ټولو ملي برنامو کې د ښځو وضعيت بهبود او توانمندۍ لپاره پام شوي؛ خو بيا هم د نننۍ ورځې په وياړ هڅه کوي چې دا ونډه زياته کړي.

اجرائيه رئيس واليانو ته هدايت ورکړ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې جدي ونيسي، د هغوي لپاره د کار کولو ښې زمينې برابرې کړي او هم ترې ملاتړ وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل: په ټولو ادارو کې د ښځو لپاره د فعاليت او کار کولو د مناسبې زمينې برابرول حتمي دي. په ځانګړي ډول په امنيتي ادارو کې. د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت رياست بايد په دې برخه کې کوټلي او جدي اقدامات وکړي. کورنيو ته بايد دا ډاډ حاصل شي چې خپلې لوڼو او خويندو ته اجازه ورکړي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې فعاليت وکړي. دا ډاډ هغه مهال برابرېږي چې د کار کولو لپاره ښځو ته مناسب فرصتونه او زمينه برابره وي.

اجرائيه رئيس په تېرو 16 کالو کې شته لاسته راوړنو ته په اشارې وويل، چې يو مهال پر افغانستان داسې رژيم حاکم و، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي يې لاسته راوړنه باله. هغه زياته کړه، چې اوسني وضعيت له شپاړلسو کالو وړاندې سره د پرتلې وړ نه دي؛ خو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوسني وضعيت هم د منلو وړ نه دي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې د قوانينو پلي کول يوه مساله ده؛ خو مهمتره له دې ښځو ته د کار او فعاليت د سالمې فضا رامنځته کول دي، چې حکومت ورته ژمن دي او ټولې ادارې بايد په دې برخه کې اقدامات وکړي.

هغه په دې برخه کې د ملي شورا، مدني ټولنو، رسنيو او نورو فعالانو څخه مننه وکړه، چې تل يې د ښځو د حقونو په اړه غږ پورته کړي او داد خواهي يې کړې ده.

اجرائيه رئيس هيله وښوده، چې د اوسني 16 ورځني کمپاين ديالوګ او بحثونه لامل شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې ټول افغانان دخيل شي او پر وړاندې يې مبارزه وکړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، د ټولو خلکو په برخې اخيستنې او دې مسالې ته يې په پام راګرځولو سره کولاي شو چې دا پديده راکمه کړو.

اجرائيه رئيس د افغان مېرمنو ستاينه وکړه، چې له يوې خوا په سختو شرايطو کې ژوند کوي؛ له بلې خوا يې خپل زامن د افغان امنيتي ځواکونو ليکو ته د وطن او ناموس د ساتنې لپاره استولي او په خپله د خپلو ورونو ترڅنګ د هېواد د ابادۍ، رغونې او ثبات لپاره هڅې کوي.

اجرائيه رئيس وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي يوازې شعار نه بلکې عملي اقداماتو ته اړتيا لري او دوي ژمن دي چې په عملي اقداماتو سره په راتلونکي کال کې يو اساسي بدلون راغلي وي.

په همدې حال کې د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري وويل، چې نننۍ ورځ دې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره په ملي کمپاين بدله شي. هغې زياته کړه، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه دي کمې شوي؛ خو لاسرسي يې رسنيو او وزارت ته کم شوي دي.

هغې زياته کړه، چې 87 سلنه مېرمنې په رواني، فزيکي او جنسي ډول له تاوتريخوالي سره مخ دي او کابو اوه لس سلنه مېرمنې له سواد برخمنې دي.

دلبر نظري فقر، بېسوادي او ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه ياد کړل.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha