صفحه اصلی | anis | سیاست | جمهوررئيس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئيس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې سره وکتل

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئيس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئيس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازې زبينه شپاروسر، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه دواړو لورو له تروريزم او نشه يي توکو سره د مبارزې او د افغانستان او سيمې د مسايلو په اړه بحث اوخبرې وکړې.

جمهوررئيس وويل، نشه يي توکي يواځې د افغانستان نه، بلکې بين المللي ستونزه ده. هغه زياته کړه، طالبان  او نورې تروريستي ډلې غواړي په هغو سيمو  تمرکز ولري چې د نشه يي توکو کښت پهکې زيات دي.

جمهوررئيس غني زياته کړه ، نړيواله ټولنه بايد د نشه يي توکو د توليد، پروسس او قاچاق د شبکو په لمنځه وړلو کې ګډې هڅې وکړي.

جمهوررئيس وويل، طالبانو او نورو تروريستي ډلو ته درندې ضربې او زيانونه اوښتي دي او په دې وروستيو مياشتو کې يې يو شمېر قومندانان هم وژل شوي دي.

د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه: حکومت ژمن دي چې ولسمشريزې ټاکنې له کوم ځنډ پرته پر ټاکلي وخت ترسره کړي او سږکال د ولسي جرګې ټاکنې هم لرو.

محمداشرف غني وويل، د افغانستان حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين کلک تعهد لري  او حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه د دې تعهد ښکاره بېلګه ده. هغه زياته کړه، هغه افغان طالبان چې سولې ته تيار دي، د سولې دروازه يې پرمخ پرانېستې ده، ځکه په هېواد کې دايمي سوله زموږ اساسي غوښتنه ده.

جمهوررئيس په دې کتنه کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان دولت د هڅو په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي د هېواد په امنيتي بنسټونو کې د مثبتو تغييراتو په اړه وويل، موږ څلور کلن امنيتي پلان لرو او په دې اړه زموږ موخې مشخصې او معلومې دي.

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې زبينه شپاروسر په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د تروريستي پېښې له امله جمهور رئيس او د افغانستان خلکو ته د تسليت او همدردۍ ترڅنګ وويل، د افغانستان ستونزه بايد د مذاکراتو او بين الافغاني سولې له لارې حلوفصل شي او موږ دا درک کوو چې د افغانستان حکومت د سولې او ثبات په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدين حکمتيار راتګ هم د همدغو هڅو پايله ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha