صفحه اصلی | anis | پیام ها | د افغانستان د نامتو لیکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام

د افغانستان د نامتو لیکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د نامتو لیکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد لوي ليکوال، شاعر، مورخ او محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د ور پېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

انالله و انااليه راجعون

استاد بختاني په خپل ۹۳ کلن ژوند کې په لسګونو کتابونه وليکل او د هېواد د فرهنګ په وده کې يې لويه ونډه واخيسته. استاد بختاني د يوه اجتماعي مصلح په حيث په افغاني ټولنه باندې لوي حق لري، د ده مړينه لويه ضايعه ده.  د ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د هغه کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د هغه همکارانو او د هېواد ټولو فرهنګيانو ته تسليت وايم. الله تعالي دې وبښي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس

محمد اشرف غني

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha