صفحه اصلی | anis | پیام ها | د خواشــینۍ پیغام

د خواشــینۍ پیغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خواشــینۍ پیغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د خواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د دولت يو پخواني مقام، امير محمد صالحي د ورپيښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

ارواښاد امير محمد صالحي په هند کې د افغاني سفارت د مرستيال، د وزيرانو شورا د ولايتي چارو د رييس په توګه او په نورو بېلابېلو پوستونو کې په لسګونو کلونه هيواد ته خدمت وکړ. د ده مړينه يوه ضايعه ده.

 د ارواښاد امير محمد صالحي د مړينې په مناسبت د هغه کورنۍ، همکارانو او د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکو ته تسليت وايم. الله تعالي دې يې وبخښي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha