صفحه اصلی | anis | پیام ها | د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني د تسليت او ډاډګېرنې پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني د تسليت او ډاډګېرنې پيغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني د تسليت او ډاډګېرنې پيغام

په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د جمهوري رياست ستر سلاکار، د هېواد سياسي شخصيت او جهادي مشر، خالد فاروقي د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو.

ارواښاد خالد فاروقي خپل ټول عمر د هېواد او ټولنې په خدمت کې تير کړ.
 لکه څنګه چې د جهاد په کلونوکې د يوه ډير تکړه مجاهد په څېر را څرګند شو، دغسې يې په وروستيو شپاړلسو کلونوکې په هېواد کې د سولې، ترقۍ او ټولنې د خير لپاره د قدر وړ هڅې وکړې.
دي چې د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې  د پکتيکا د خلکو استازي وو، نو د ولسي جرګې دغړي په توګه يې هم هېواد او ټولنې ته کار وکړ، د ده مړينه يوه لويه ضايعه ده.
د ارواښاد خالد فاروقي د مړينې په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو، د پکتيکا ولايت خلکو او ټولو وطنوالوته د تسليت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خداي تعالي په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته يې د جميل صبر هېله کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha