صفحه اصلی | anis | پیام ها | د جمهوررييس د سلاکار او د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي خالد فاروقي د مړينې په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د تسليت پېغام

د جمهوررييس د سلاکار او د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي خالد فاروقي د مړينې په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د تسليت پېغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررييس د سلاکار او د حزب اسلامي  د رهبرۍ شورا غړي خالد فاروقي د مړينې په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د تسليت پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د حزب اسلامي د رهبرۍ غړي او د جمهوررييس سلاکار خالد فاروقي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

خداي بښلي خالد فاروقي د سره پوځ د يرغل پر مهال د سپېڅلي جهاد يو له مخکښو څېرو څخه و، چې د سره پوځ  د يرغل پر وړاندې يې نه ستړې کيدونکې مبارزه وکړه. نوموړي د ولس د يووالي، پرمختګ او په هېواد کې د يوې سراسري سولې لپاره ډېرې هڅې وکړې.

خالد فاروقي يو هېواد پال، خيرخوا، سوله خوښي او د خلکو خدمتګار شخصيت و چې مړينه به يې بې له شکه د هېواد، د جهاد سترې کورنۍ، د ملي يووالي حکومت او د افغانستان وياړلي ملت ته لويه ضايعه وي.

مرحوم فاروقي ته د الله تعالي جل جلاله له دربار څخه د فردوس جنت، د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د حزب اسلامي ټولو غړو او د افغانستان ټول ملت په ځانګړې توګه د پکتيکا ولس ته د تسليت مراتب وړاندې کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha