صفحه اصلی | anis | پیام ها | د یتیمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمایت د ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس پیغام

د یتیمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمایت د ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس پیغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د یتیمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمایت د ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس پیغام

د خوشحالي ځای دی چې د کابینې د ۱۳۹۵ کال د چنګاش د ۲۶ نېټې له فیصلې سره سم د افغانستان په رسمي تقویم کې په اول ځل، د یتیمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمایت ورځ مشخصه او د روژې د مبارکې میاشتې پنځلسمه نېټه په همدې نوم ونومول شوه.

په افغاني ټولنه کې چې له اوږدې مودې راهیسې له تحمیلي جګړې سره لاس و ګریوان ده، د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو شمېر کم نه دی او دا د دولت، خیریه ادارو، او خیرمنو کسانو مشترکه دنده ده چې د ټولنې دغه خورا محروم او اسیب پذیر قشر ته لازمه توجه وکړي. 

د یوې ټولنې راتلونکې نېمکرغي له دې سره رابطه لري چې نن له خپلو ماشومانو سره څنګه چلند کوي. هغه ماشومان چې د کور د مشرانو د حمایت او محبت له سیوري محروم دي، د ښوونې او روزنې او سالمې ودې لاره یې اغزنه ده او د دوی د ښې آیندې د تضمین لپاره پکار ده چې ټوله ټولنه خپل اسلامي، انساني او وجداني مسولیت ادا کړي.  

له نېکه مرغه د اسلام په مقدس دین کې د یتیمانو په حقونو باندې ډېر زیات تاکید شوی دی. موږ باید د اسلام د مبارک دین له ارشاداتو سره سم، د یتیمانو حقونو ته پوره پوره توجه ولرو او بې کسه او بې سرپرسته ماشومانو ته د ډوډۍ له برابرولو رانیولې د ذهني سکون تر ورکولو پورې، د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې برخه واخلو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت ځان ژمن ګڼي چې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې او د افغانستان د قوانینو او بین المللي میثاقونو مطابق، د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو او په تېره بیا د بې سرپرسته، یتیمو او ناخوندي ماشومانو د حالت د بهتري لپاره خپلې هلې ځلې لا زیاتې او چټکې کړي. توقع ده چې د یتیمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمایت ورځ به زموږ په ټولنه کې د بې کسه ماشومانو د حمایت احساس لا عام او پیاوړی کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس

محمد اشرف غني

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha