صفحه اصلی | anis | پیام ها | دانجنير محمد خان دډاډ ګيرنی او خواخوږی پيغام

دانجنير محمد خان دډاډ ګيرنی او خواخوږی پيغام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دانجنير محمد خان دډاډ ګيرنی او خواخوږی پيغام

د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو د هېواد د وحشي دښمنانو له خوا د ترهګریز برید په سبب زموږ د ویاړلو امنیتي سرتېرو په شهادت او مرګ ژوبلې د زړه له تله خواشینی شوم.

د هيواد او ولس دښمنانو یو ځل بیا زموږ غیور او هېواد پال سرتېري په یو ناځوان مردانه برید کې په داسې حال کې چې د جمعې د لمانځه د اداکولو لپاره را غونډ شوي ووپه ډیر وحشت او دهشت سره شهیدان او ټپیان کړل.

د هېواد دښمنان تل په جوماتونو او مقدسو ځایونو کې پر دین پروره افغانانو بریدونه کوي چې دغه او دې ته ورته بریدونه د دوی په پردي پالۍ او له اسلام سره په ښکاره دښمنۍ دلالت کوي.

د هېواد دښمنان دې په دې پوه وي چې هېڅکله به هم د افغانانو په وژلو د ظلم او وحشت په څرګندولو سره ونه کړاې شی چې خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي؛ په دین او هېواد مین   افغانان به د دا ډول وحشي د ښمنانو پر وړاندې د فولادي غرونو په څېر ولاړ وي.

 

دغه غير اسلامي او انساني ضد عمل په کلکو ټکو غندم، شهیدانو ته د الله تعالی له عظیم دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم، ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د تعزیت اوخواخوږۍ مراتب وړاندې کوم .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha