صفحه اصلی | anis | مصاحبه | حکومت بايد د ژورناليستانو ژوند او مصونيت ته جدی پاملرنه وکړی

حکومت بايد د ژورناليستانو ژوند او مصونيت ته جدی پاملرنه وکړی

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حکومت بايد د ژورناليستانو ژوند او مصونيت ته جدی پاملرنه وکړی

د افغانستان د ژورناليستانو شورا د (مي) دريمه چې دبيان د آزادي نړيواله ورځ چې دبشري ټولنو او د دموکراسي دلوړو ارزښتونو څرګندوي کوي دغوي په مياشت کی دحکومت درسنيو په تالار کې دهېواد د 33 ولايتو د ژورناليستان او مرکز، دحکومت دعالي رتبه کارمندانو دولسي جرګي دغړو دمدني ټولنو د استازو او مطبوعاتو دوستانو په ګډون په ډير درنښت سره ونمانځل شوه. د انيس دملي ورځپاني خبريا ل ياد کنفرانس څخه رپوت برابر کړي چې خپريږي.

لومړي حفيظ الله بارکزي د افغانستان د ژورناليستانو شورا رئيس دمطبوعاتو دنړيوالي ورځي او دژورناليستانو د مصونيت او خونديتوب په اړه وويل: دغوي دلسمي نيټي دترورئيستي حملي شهيدان دخداي وبښي کورنيوته يې دجميل صبر غوښتنه کوم او ټپيانو ته يې عاجله شفا غواړم. بايد ووايم چې رسني او ژورناليستان دحکومت ژبه دحکومت او خلکو ترمنځ ارتباطي پل او د ژورناليزم داصولو په رڼا کې يو بيطرفه عنصر او وسيله بلل کيږي نو پدي اساس خلک او حکومت او وسلوال مخالفان بايد درسنيو ژورناليستانو ته په درنه سترګه وګوري حمايت او مصونيت يې وکړي ځکه همدارسني او ژورناليستان دي چې په هر ډول شرايطو کې دسرپه بيه ټولني ته ورځني دقيق او بي پري اطلاعات په امانت داري سره رسوي نوهيله ده چې خلک او حکومتي مسؤلان دبيان د آزادي دقانون په رڼاکې خپل اطلاعات له رسنيو سره شريک کړي، همدا ژورناليستان دي چې دنړي له ګوټ، ګوټ څخه تازه خبرونه او رپوټونه برابروي او ټولني ته يې په ډير سپيچلتيا سره رسوي. متل دي چې وايې: حقيقت تلخ است ولي بر شيرين دارد.

بارکزي زياته کړه: زه د افغانستان د ژورناليستانو دشورا درئيس او مدافع په توګه له حکومت څخه غواړم چې د ژورناليستانو ژوند او مصونيت او امنيت ته پوره پاملرنه وکړي که څه هم پدي وروستيو کې ډاکتر محمد اشرف غني مجدداً حکم ورکړي چې اطلاعاتو ته لاس رسي د ژورناليستانو حق دي د افغانستان ټولي اداري سولي دي چې ژورناليستانو ته اطلاعات ورکړي. او هرهغه څوک چې ناغيړي وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

حفيظ الله بارکزي د ژورناليستانو دمصونيت او لاخونديتوب په اړه دحکومت په آدرس څو اصلاحي وړانديزونه بيان کړي اوله دواخان مينه پال څخه يې هيله څرګنده کړه چې ددوي وړانديزونه دجمهور رئيس دوهم مرستيال حضورته ورسوي ځکه چې استاد سروردانش د ژورناليستانو دمصونيت دکميتي مشري په غاړه لري. بل هغه بين المللي اداري اونهادونه چې د ژورناليستانو دحقوقو مدافعان دي دوي هم بايد حداقل د دري څلور کالو په موده کې د شهيدانو ژورناليستانو کورنيو ته معاشونه ورکړي ترڅو دشهيدانو کورنۍ ورباندي اعاشه او اباطه شوي وي هغه څه چې مونږ ته اهميت لري هغه د ژورناليستانو مصونيت او خونديتوب دي مونږ نبايد دي ته مجبور شو چې موضوع دملل متحد امنيت شوراته يې ورسوو.

دواخان مينه پال دجمهور رئيس دموطبعاتي دفتر دوياندمرستيال وويل: لومړي زه دټولو ژورناليستانو اوشهيدانو کورنيو ته تسليت وړاندي کوم خداي(ج) دشهيدانو ته جنت فردوس ورپه نصيب کړي او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم. بايد ووايم چې لسم دثور يو بشري جنايت وه. او د افغانستان دښمنانو داوښوده چې د افغانستان د ژورناليستانو غږ خفه کړي اما د افغانستان حکومت ددغي پيښي عاملين تعقيبوي او دبشردجنايت پروړاندي مسؤليت لري اوزه به ستاسو وړانديزونه به دجمهور رئيس دوهم مرستيال حضورته ورسوم.

مينه پال زياته کړه: د ژورناليستانو پر 1000 دوسيو کار شوي دي. بل حکومت له ژورناليستانو سره دوه ګوني توپيرنه کوي. دثور دلسمي نيټي وروسته جمهور رئيس دولاياتو امنيه قوماندانيو ته جدي هدايت ورکړي چې د ژورناليستانو مصونيت ته بايد جدي پاملرنه وکړي همدارنګه دشهيدانو له کورنيو سره بيړنۍ مرستي شوي دي. ددي دپاره چې دا دوام داره شي. اولا به هم دمصونيت په کميټه کې په راتلونکو ناستو کې ورباندي کار کيږي.

مينه پال وويل: زه د دولت له آدرسه تاسو ژورناليستانو ته اطمينان ورکوم چې دبيان آزادي چې يوه لويه لاسته راوړنه ده هغه به په ټول توان اوقوت سره ساتو.

عبيدالله بارکزي دولسي جرګي دشکايتونو داوريدلو کميسيون غړي دمطبوعاتو دنړيوالي ورځي په مناسبت وويل: مطبوعات زمونږ دټولني سترګي دي په تأسف سره بايد ووايم يو خو دغويي دلسمي دغميزي چې دا دتول ملت پرخوله باندي ددښمن يوه کرغيړنه څپړه ده البته خوزه د افغانستان ټول ملت ته تسليت ووايمه او ددي په څنګ کې دامبارکې هم ورکړم چې زمونږ مطبوعات څومره پرمخ تللي دي چې دښمن دومره متوجه شوي دي خو  پدی کی هيچ شک نشسته چې دا زمونږ د مطبوعاتو دخاندان لاسته راوړنه ده چې زمونږ ګرغيړن دښمن دوي ته متوجه او بيدريغه يې د دوي ويني توي کړي. زمونږ دښمن پر هر نهاد خپل تروريستي اعمال ندي سپمولي بلکي ترسره کړي دي خو دا واريې زمونږ دملت سترګي واخستي زمونږ دولس ژبه او زمونږ د ولس قلم يې واخسته هغه قلم چې ددي ولس لپاره چليده پرهغه باندي هم ويني ، هغه کامره چې دي ولس ته يې امانت رسول پرهغي باندي هم ويني توي شوی او هغي ژبي چې ملت ته يې حقايق رسول هغه هم پري شوي خو زه ډاډمن يم چې زمونږ دمطبوعاتو دغه عزت من کهول او خاندان ته داچې وبيره وي بلکي نور به هم په جديت اورساقدمونه واخلي. او په دغه امانت کې به هيڅ راز ستړيا او زيارونه سپموي. زه دولسي جرګې په استازيتوب تاسو ژورناليستانوته ددي ترڅنګ چې دغويي لسمه دثور دشهيدانو تسليت وايم.

بارکزي وويل: زه دولسي جرګي په نمايندګي ستاسو دژورناليستانو دمي د دريمي ورځي په مناست متل دي چې وايې: برگ سبز تحفه درويش اما په معنوي لحاظ دتاسو ديوشمير مطبوعاتيانو چې ليست يی مونږ ته راليږل شوي وه مونږ تقدير کړي دي خداي دوکړي چې تاسو داپه ډيره ومني.

 عبدالخليل رسولي نمايند شوراي ژورناليستان زون غرب به مناسبت تجليل از روز جهاني مطبوعات گفت:

در ولايت هرات کميته مصونيت خبرنگاران را به چند دسته تقسيم کرده در حالي که همين کميته در ولايت هرات هيچ مؤثريت ندارد زيرا وقتيکه خشونت عليه خبرنگاران صورت مي گيرد از جانب کارمندان دولت و نهاد هاي امنيتي متأسفانه همه به باد فراموشي سپرده مي‎شود و با اندک معذرت خواهي موضوع حل مي شود اگر قرار باشد که موضوع درساير ولايات به همين گونه باشد همين کميته ها بايد ملغا شود بهتر خواهد بود.

رسولي اضافه کرد: در حادثه ترورئيستي دهم ثور که جان 9 تن ژورناليستان را گرفت و شهيد شدن در رسانه هاي معتبري مانند راديو آزادي آريانانيوز که از لحاظ مالي وضع آن خوب است نسبت به ساير رسانه هاي که وضع مالي خوبي ندارد.

در حاليکه ما در طرز تأسيس رسانه ها در ماده 16 بند پنجم آمده و گفته شده اگر يک خبرنگار در جريان وظيفه شهيد و يا زخمي و متضرر مي شود رسانه مربوط بايد برعلاوه از معاش ماهوار خبرنگار ده ماه معاش به گونه اکراميه به خانواده آن پرداخته شود در حالي که تا اکنون هيچ رسانه اين کار را نکرده اگر کسي سراغ دارد بگوييد.

سيد ياسين بهزاد رئيس شوراي ژورناليستان تخار به نمايندگي زون جنوب شرق گفت: در ولايت تخار و در کل در زون جنوب شرق ژورناليستاني که در برابر خشونت قرار مي گيرند يعنی لت و کوب و به مرگ تهديد و زخمي مي‎شوند از طرف هيچ يک از ارگان هاي مسئول به حمايت ژورناليستان رسيدگي صورت نمي گيرد و نگرفته است يگانه مرجع و  شخصي که از خبرنگاران در هرگونه شرايط حمايت و رسيدگي کرده جناب حفيظ الله بارکزي رئيس شوراي ژورناليستان افغانستان مي باشد که مابه نمايندگي زون جنوب شرق از ان تشکر مي کنيم.

بهزاد گفت: اکنون در ولايت تخار دوازده راديو وشش تلويزيون و اخبار فعاليت نشراتي دارد اما دولت به آن توجه ندارد و نشرات شان در حال سقوط قرار دارد. ژورناليستان سربازان و افسران که در راه آزادي بيان و دفاع مسلحانه از وطن شهيد و زخمي مي شوند از آنان سراغي وجود ندارد که وزيران کابينه نسبت تسليت به فاميل هاي داغدار شان برود و آنرا کمک مالي نمايند.

ژورناليستان که در جريان وظيفه به حادثه ترافيکي مواجه گرديده پول تداوي ندارد.

اختر محمد اکاخيل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha