صفحه اصلی | anis | مصاحبه | احمد وحید ویس: سږ کال دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت يوازي د افغان پُست اداري 800 ميليونه افغاني عوايد د دولت خزاني ته تحويل کړي دي

احمد وحید ویس: سږ کال دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت يوازي د افغان پُست اداري 800 ميليونه افغاني عوايد د دولت خزاني ته تحويل کړي دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
احمد وحید ویس: سږ کال دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت يوازي د افغان پُست  اداري 800  ميليونه افغاني عوايد د دولت خزاني ته تحويل کړي دي

د انسان په کوششونو سره نن سبا به نړي کې دمخابراتو او معلوماتي عصري تکنالوجي په رامنځته کيدو سره د انسان په ژوندانه کې ډير، پرمختګ او بدلون راغلي دي. دتلي 18 مه نيټه چې داکتوبر له نهمي نيټي سره برابره ده. دغه ورځ دپُست نړيواله ورځ ده چې هر کال په افغانستان کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي د وزارت له خوا نمانځل کيږي د انيس دملي ورځپاڼي خبريال دپُست دنړيوالي ورځي دنمانځلو په مناسبت د افغان پُست له رئيس احمد وحيد ويس سره مرکه کړي چې خپريږي.

پوښتنه: سږ کال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت دپُست  نړيواله ورځ دکوم شعار ترعنوان او په کومو لاسته راوړنو سره يي نمانځي؟

ځواب: سږ کال دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت دپُست  نړيواله ورځ چې دتلي دمياشتي 18 مه نيټه، چې داکتوبر له نهمي نيټي سره برابره ده هر کال په نوموړي ورځ يي نمانځي بايد ووايم چې سږکال دپُست  نړيواله ورځ ددی شعار: پُست  بحيث عامل انکشاف فراکير و عنصر حياتي در اقتصاد جهان ترنامه لاندی دتلی دمياشتی په 23 مه نيټه په کانتيننتال هوتل کې نمانځي.

بايد ووايم چې سږکال د افغان پُست  خدماتي اداري 800 ميليونه افغاني عوايد دپُستي خدمتونو دعرضه کولو له امله د دولت خزاني ته تحويل کړي دي چې دغه سږني عوايد  د افغان پُست  د اداري په 110 کلن خدمت په لرلو سره بيساري عوايد لاسته راوړي دي. خو دغه عوايد په وړيا او آسانه ندي ترلاسه شوي بلکي دا زمونږ د اداري دټول پرسونل دهلوځلو، جامع طرحو او دپلان په تطبيق کولو سره ترلاسه شوي دي حال داچې تير کال او په وړم کال کې زمونږ د اداري عوايد 150 مليونه افغاني وي.

د افغان پُست  رئيس زياته کړه: مونږ يونيم کال وړاندي دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت له اداري سره يو قرار داد لاسليک کړمانا داچي دپاسپورټونو رسول او توزيع کول به له مرکز څخه تر ولايتونو پوري، زمونږ دپُسته خانو له لاري ترسره کيږي مونږ پلان او اراده لرو چې دپاسپورټ رسولو خدمات دهېواد په پنځو ولايتونو کې پيل کړو ترڅو د 1397 کال په کلني عوايدو کې موله دي هم زياتوالي راشي.

پوښتنه: تاسو د افغان پُست  د اداري دخدمتونو دلابهبود او پراختيا په خاطر څخه ارزولري؟

ځواب: مونږ د 1397 کال لپاره په پلان کې د دوه نيم ميليونه ډالرو وړاندوينه کړي ده اميد لرم چې د ماليي وزارت او دحکومت کابينه له مونږ سره مرسته وکړي ځکه مونږ په تيرو پنځه کلونو کې پراختيايي بودجه نه درلود، اوس چې مونږ دپسټ دخدمتونو د سريع عرضه کولو پلان لرو چې دسورتينګ د مرکز، جورړول، دپوستي کود انکشاف، د آنلاين چاپينګ موضوع او همدارنګه دپلاني کورونو او دولتي ادارو ترشاه دپوسترونو نصبول او بل غواړو چې مرکزي پُسته خاني له ولايتي پُسته خانو سره وصل کړو خو شرط به داوي که چيري مونږ ته دولت انګشافي بودجه راکړي او زمونږ پلان لوړ مقامات منظور کړ. نوپدي صورت کې به مونږ خپل فعاليتونه شروع کړو پرته له دي ما 19 طرحي د افغان پُست  د فعاليتونو په خاطر د افغانستان دجمهوري رياست مقام ته استولي دي اميد لرم چې ولسمشر زمونږ طرحي منظوري کړي. بل دا چې مونږ دحکومت هريوي اداري ته بيلابيلي طرحي لرو او ما په خپله دبودجي په دفاعيه غونډه کې د وزارت ماليي له معين سره خبري وکړي او غوښتنه مي تري وکړه که چيري دماليي وزارت د افغانستان پُست  پر خدمتونو باندي يوه افغاني مصرف وکړي زه جوابګويم چې يوپرشل يي عوايد دولت ته جبران کړم خولازمه ده چې دماليي وزارت د افغان پُست  پرخدمتونو باندي پانکونه وکړي ځکه کومه تجربه چې زه لرم او کوم راتلونکي چې زه وينم مونږ کولاي شو له هغو لويو او قوي وزارتونو نه چې ډيره بودجه لري د افغان پُست  اداره به وکولاشي چې دياد ووزارتونو په پرتله لوړ کلني عوايد ولري.

پوښتنه: د افغان پُست  د ورځنيو فعاليتونو پروړاندي څه ستونزي شته؟

ځواب: دپُست  دفعاليتونو پروړاندي يوه ډيره عمده ستونزه دپُست  د اهميت موضوع ده دوهم دپُست  دمراسلاتو دليږد موضوع ده چې پدي کې هم څه ستونزي شته که څه هم دا زمونږ دنده او مکلفيت دي چې مراسلات بايد ډير ژر ټاکلي آدرس ته ورسوو. بل مونږ ټول افغانستان په کور کې لرو مونږ پدي برخه کې هم له ځينو ستونزو سره مخامخ يو چې دا د امنيت موضوع ده بل غټه ستونز زمونږ آدرس ده بل دځينو دولتي ادارو عدم همکاري له مونږ سره ده دبلګي په توګه ويلاي شم چې دبهرنيو چارو، وزارت دپوهني وزارت او دلوړو زده کړو وزارتونه يي يو مثال بلل کيږي. حال دا چې مونږ دنوموړو وزارتونو لپاره ځانګړي طرحي او برنامي لرو خو متاسفانه ياد وزارتونه زمونږ له طرحونه سو استفاده کوي مانا داچي طرحي زمونږه دي خو دوي له خصوصي شرکتونوته مراجعه کوي حال داچې مونږ يوه دولتي اداره يو او عوايد مو د دولت خزاني ته لويږي نه شخصي جيبونوته. هيله مي له دغو وزارتونو څخه داده چې مونږ د دوي شهادت نامي، دپيلومونه او ترانسکريپونه دخپلو مرکزي او ولايتي پُسته خانو له طريقه د هر وزارت دروازي ته په ډير لږ وخت او له انتظار او په قطارونو کې له دريدو او دخلکو دستونزو درا کمولو سره مرسته کړي وي مانا داچې دخلکو قيمتي وخت به نه ضايع کيږي ځکه وخت طلا ده او بل به دموټرو دکرايه پيسي به دهېواد والو په جيبونو کې پاتي شوي وي. مونږ دا ډول خدمت کولو ته چمتوالي لرو خو متاسفانه دا دري يا دشوي وزارتونه او دبرشنا شرکت چې پروپوزل مو دوه مياشتي وړاندي ورکړي دي چې د دوي بل برق به مونږ دبرشنا د هر مشتري دکور په دروازه کې ورسوو خو متاسفانه دوه مياشتي تيري شوي خو دبرشنا شرکت نه مونږ ته مثبت او نه هم منفي ځواب نه راکوي خو زه لدي وضعی څخه ډير خواشيني يم. زه وايم چې ولي يو هېوادوال مو ديوي تذکري، ديو جلد پاسپورت ديوي شهادت نامي، ديپلوم او ترانسکريب لپاره له ډيري لري سيمي څخه د مربوط وزارتونو دروازي ته په ورځو ورځو راتک او انتظار ايستل او دوخت ضايع کيدل حيف کيږي. حال داچې دغه امکانات مونږ لرو چې د دوي ستونزي مونږ د خپلو پُسته خانو له طريقه د دوي دهستوګني په سيمه او دکور دمخه ورحل کړو لکه چې مونږ دپاسپورت د اداري ستونزه مو ورحل کړي ده او خلک له مونږ څخه پدي برخه کې مننه کوي، اووايي اي کاشکي دغه خدمات څوکاله مخکي په لاره اچول شوي وايي.

احمد وحيد ويس زياته کړه: که چيري دکورنيو چارو وزارت د افغانستان لويه څارنوالي او نوري   دولتي اداري همدا ډول ستونزي ولري دوي کولاي شي چې خپلي ستونزي له مونږ سره شريکي کړي او په ارتباط کې و اوسي مونږ به د دوي ستونزي به هم دپلان له مخي ورحل کړو همدارنګه مونږ د 1397 کال په پلان کې لرو چې حتا نکاح خطونه او دپيلومونه دهر هېوادوال کورونوته د دقيقي پتي په ويلو او درلودلو سره ور ورسوو.

 

د افغان پُست  رئيس دبهرنيو چارو وزارت په هکله وويل: دبهرنيو چارو وزارت خپل ځان له مشکل څخه خلاص کړي له شخصي شرکت سره يي قرار داد کړي خو زمونږ هېواد وال له هماغه ستونزو سره مخامخ دي مونږ برعکس دخلکو ستونزي په خپل ځان اخلو خو خلکوته آسانتياوي او سهولتونه برابروو لکه څرنګه چې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غنی دغه ديد لري چې خلکوته بايد په هره برخه کې سهولتونه برابرشي او هم داشتغال زايي زمينه ورته برابره شي ترڅو د دولت دعوايدو کچه لوړه شي. مونږ په دغو دري ټکو باندي ټينکار کوو او پرمخ زو.

د افغان پُست  رئيس احمد وحدی ویس د وزارت معارف او دلوړو زده کړو د وزارتونوپه هکله وويل: مونږ وزارت معارف او دلوړو زده کړو وزارتونو ته رسماً مکتوبونه ورليږلي دي چې د دوي شهادت نامي، ديپلومونه او ترانسکريپونه په ارزانه بيه دکابل لري پرتو سيمو او ولايتونوته ورسوو خو هيله مي د دولت له لوړو مقاماتو څخه داده کوم نظر چې زه دپُست  دپرمختګ لپاره لرم زما له طرحو او برنامو څخه استفاده، حمايت او سپوټ مي کړي. او زه ژمنه کوم چې ديوه وزارت دتوانمندي په اندازه کولي شم چې دولت ته عايد او خلکو ته سهولتونه او اشتغال زايي مطرح کړم.

د افغان پُست  رئيس د 1397 کال دعوايد د زياتوالي په هکله وويل:

مونږ په روان کال کې 800 ميليونه افغاني عوايد د دولت خزاني ته تحويل کړل او په تيرکال کې مو 150 ميليونه افغاني عوايد کړي وه بايد ووايم چې دسږ نيو عوايدو د زياتوالي لامل يي داوه چې زمونږ طرحه دپاسپورت اداري مسؤلو کسانو په ورين تندي ومنله چې مونږ دهر جلد پاسپورت په بدل کې 200 افغاني محصول او دپاسپورت په انتقال باندي 500 افغاني ورنه اخلو خوزه يوځل بيا خپله هيله څرګندوم چې د افغانستان ولسمشر او دماليي وزير ماسپوت کړي ځکه زما طرحي ملي او د افغانستان په سطح دي او دفساد په مخنيوي کې ډير مهم رول لوبولي شي.

 

اختر محمد اکاخيل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha