صفحه اصلی | anis | مصاحبه | محمد کبير حقمل:دپوهني وزارت د روان کال له پيل څخه دمعلمانو په معاشونو کې دوه زره افغاني زياتوالي راوستي ده

محمد کبير حقمل:دپوهني وزارت د روان کال له پيل څخه دمعلمانو په معاشونو کې دوه زره افغاني زياتوالي راوستي ده

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
محمد کبير حقمل:دپوهني وزارت د روان کال له پيل څخه دمعلمانو په معاشونو کې دوه زره افغاني زياتوالي راوستي ده

معلم دټولني بنسټ ايښودونکي دي، معلم هغه څراغ ده چې په خپله سوځي خو نوروته رڼا ورکوي او معلم هغه څوک ده چې زموږ او بنسټ د راتلونکي ډبره ږدي د انيس دملي ورځپاني خبريال دمعلم دنړيوالي ورځي دنمانځلو په مناسبت دپوهني وزارت دنشراتو او اطلاعاتو له رئيس او وياند محمد کبیر حقمل سره مرکه ګړي چې خپريږي.

محمد کبير حقمل دپوهني وزارت دنشراتو او اطلاعاتو رئيس اووياند دمعلم دنړيوالي ورځي دنمانځلو په اړوند وويل: دپوهني وزارت هر کال دمعلم نړيواله ورځ په شانداره مراسمو سره په څو دلايلو نمانځی بل دا چې په علمي او ديني لحاظ سره پيغمبردخداي(ج) فرمايلي دي:... ژباړه: داچې زه الله(ج) معلم را ليږل شوي يم چې زه ټولو ته ښه اخلاق اوښيګڼي ور وښيم نو پدي لحاظ دپوهني وزارت ژمن دي چې سږ کال به هم که دخداي(ج) رضا وه د راتلونکي پنجشنبي په ورځ دتلي په ديارلسمه نيټه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې دمعلم نړيواله ورخ په شاندارو مراسمو سره نمانځو.

دنشراتو رئيس زياته کړه: دپوهني وزارت سږ کال دمعلم دنړيوالي ورځي په مناسبت دوه ښه پيغامونه لرو. يو: دولسمشري دعالي مقام دپيرزويني له مخي مونږ دمعلمانو په مسلکي معاشونو کې په هري علمي رتبي سره چې له ليسانس څخه تر دکتورا پوري دوه دوه زره افغاني زياتوالي راوستي ده.

دوهم: دسيمه ييزو معاشونو دطرزالعمل له مخي مو ټولو معلمانو ته دسيمه ييزو معاشونو ستونزه ورحل کړي او معاشونه مو ورته حواله کړي دي. همدارنګه هغه معلمان چې دپوهني په وزارت کې صادقانه او ډير خدمت کړي وي اوښه سابقه ولري په مډالونو، نشانونو، او تحسين نامو باندي به وستايل شي. بايد ووايم چې دمعلمانو په معاشونو کې دمسلکي معاشونو زياتوالي دوه ګټي لري يو خو هغه معلمان چې لوړي زده کړي لري هغوي به ډير معاش ترلاسه کړي. دوهم هغه معلمان چې دزده کړو درجه يي له ليسانس څخه ټيټه وي هغوي به ديته وهڅول شي چې دوي هم لوړي زده کړي وکړي يا په داخل دخدمت او يا هم له خدمت څخه دباندي او دايوه ښه هڅونه ده چې مونږ يي دمعارف په برخه کې دمعلم لپاره لرو.

پوښتنه: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په 1394 کال کې دمعلم دنړيوالي ورځي دنمانځلو په مراسمو کې وويل چې دهېواد ټولو معلمانو ته دي دهستوګني لپاره يوه، يوه نمره مځکه ورکړل شي آيا دولسمشر دغه حکم تراوسه پوري څو سلنه تطبيق شوي ده؟

ځواب: مونږ په ټول هېواد کې په يوه خاصه فيصدي کې دهېواد په ټولو ولايتونو کې څو سلنه حکم تطبيق شوي ده او داهم نشو ويلاي چې په ټولو ولايتونو کې به تطبيق شوي وي. مونږ په ټول هېواد کې 295000ښوونکي لرو خو دفيصدي په لحاظ نه بلکي تراوسه پوري 85000 ښوونکو باندي مو دهستوګڼي نمري په مختلفو ولايتونو کې ويشل شوي دي چې له دي جملي څخه څلويښت سلنه يي ښځينه معلماني دي. خو ستونزه داده چې په يوشمير ولايتونو کې هواري او دولتي مځکي لږ اويا نشته خو زمونږ هڅي رواني دي چې په دولتي ښار ګوټو کې او په مختلفو ولايتونو کې دهستوګني نمري ورکړو خو مونږ منتظر يو چې د دولت نوري اداري مونږ ته مځکي راکړي ترڅو هغه پرمعلمانو باندي وويشو خو مونږ متعهد يو چې معلمانوته دولسمشر دحکم سره سم دهستوګني نمري ورکړو.

پوښتنه: دمطبوعاتو په حواله په هېواد کې د 1009 بابه ښوونځيو دروازي تړلي دي که چيري دا روال دوام پيدا کړي دنالوستوالي کچه به زياته نشي دپوهني وزارت پدي هکله څه تدابير لري؟

ځواب: زمونږ دهڅو په نتيجه کې د زرګونو بندوښوونځيو دروازي اوس له سره پرانستل شوي دي خو دهغو 1009 ښوونځيو په اړه چې دروازي يي دشديدو نا امنيو له امله لکه هلمند قندهار، اوسهيل لويديخو ولايتونو کې په واقعيت سره تړل شوي دي خو زمونږ هڅي د نوموړو ښوونځيو دپرانستل کيدو په هکله هم رواني دي او که چيري موهڅي بريالي نشوي مونږ به محلي صنفونه په شخصي کورونو او مسجدونو کې ايجاد کړو ترڅو مو دنالوستوالي مخه نيولي وي او مونږ به لازمي لاري چاري ورته پيدا کړو او پرانيزو.

پوښتنه: د زده کوونکو دشکايتونو او دخولي خبره ده چې اووه مياشتي له تعليمي کال څخه تيريږي خو دپوهني وزارت پدي ونه توانيده چې زده کوونکو ته پوره کتابونه وويشي؟ آيا تاسو په تيرکال کې نوي کتابونه نه وه چاپ کړي څنګه ونه توانيدلي چې زده کوونکو ته ټول کتابونه ورکړي ستونزه موپه څه کې وه.

ځواب: مونږ د 1395 کال په ژمي کې 19 ميليونه کتابونه د افغانستان ښوونځيوته وويشل او سږ کال موپلان داوه چې 49 ميليونه نوي کتابونه چاپ کړو او پرښوونځيو باندي ووشل شي خو متاسفانه بودجه زمونږ په اختيار کې نه وه مګر يوسايدي له مونږ سره په 2016 م کال کې ژمنه کړي وه چې د 75 ميليونه ډالرو په لګښت به مونږ ته کتابونه چاپ کړي خو دژمنه شويو ډالرو لاري چاري دومره ستونزمني وي چې ايله سږ کال مونږ ته ددي اجازه راه کړل شوه چې له يادو ډالرو څخه استفاده وکړو. بايد ووايم چې تيره اوونۍ  ددي پيسو د استفادي سند لاسليک شو او مونږ خپلي پروژي تدارکاتوته ليږلي دي او دملي تدارکاتو له پروسي وروسته به مونږ د ضرورت وړکتابونه چاپ او په راتلونکي تعليمي کال کې به په کافي اندازه کتابونه خپلو زده کوونکو ته ورسوو او داخبره مونږ تاييدوه چې دبودجي دکمښت او تر ډيره حده پوري زمونږ بودجه له خارجيانو پوري تړلي ده نو مونږ واقعاً پدي ونه توانيدو چې سل سلنه کتابونه زده کوونکو ته ورسوو.

دپوهني وزارت دنشراتو او اطلاعاتو رئيس اووياند دپوهني په وزارت کې دخیالي ښوونځيو او خيالي ښوونکو په اړوند وويل: تراوسه پوري هيچ يوي تحقيقاتي اداري او په خپله دپوهني وزارت او هيچ يوي بلي مرجع په مستندو اسنادو سره دانه ده ثابته کړي چې دپوهني په وزارت کې دي خيالي ښوونځي اوياخيالي زده کوونکي شتون ولري.  

اختر محمد اکاخیل

               پاتی لری

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha