صفحه اصلی | anis | مصاحبه | الله باز جم: سږکال 400000- نالوستي دليک لوست زده کړو ترپوښښ لاندي راغلي دي

الله باز جم: سږکال 400000- نالوستي دليک لوست زده کړو ترپوښښ لاندي راغلي دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
الله باز جم:  سږکال 400000- نالوستي دليک لوست زده کړو ترپوښښ لاندي راغلي دي

که چيري يو با سواده کس په کال يونالوستي کس با سواده کړي ددي امکان شته چې دشل کالو په موده کې به دنالوستوالي ټغر زمونږ له هېواده څخه را ټول شي او کومي ستونزي چې همدا، اوس دنالوستوالي له امله زمونږ ټولنه ورنه زوريږي او زيانمنه کيږي مخه ښه وکړي د انيس دملي ورځپاڼي خبريال دسواد زده کړي دنړيوالي ورځي په مناسبت دسواد زده کړي د معينيت دبرنامو له لوي رئيس الله باز جم سره مرکه کړي چې خپريږي.

الله بازجم لومړي دسواد زده کړي دنړيوالي ورځي په مناسبت وويل: په افغانستان کې دسواد نړيواله ورځ هر کال دوږي دمياشتي په 17 نيټه چې دسپتمبر له اتمي نيټي سره سمون خوري په شاندارو مراسمو سره په ټول افغانستان کې نمانځل کيږي دهغه دليل داده چې مونږ غواړو دنوموړي ورځي له طريقه د افغانستان ټولو خلکو ته پيغامونه او مسيجونه ورسوو ترڅو خلک پوه شي چې سواد دهر انسان په ژوند کې يوه ډيره مهمه اړتيا ده بل هغه مرکزونه، پروګرامونه او نوي برنامي چې مونږ لرو له هغو سره دوي آشنا کړو او ورته ويي رسوو. نومعينيت دسواد آموزي سږ کال غواړي چې دسواد نړيواله ورځ دمرکز او ولاياتو په کچه ونمانځي بايد ووايم چې په مرکز کې دچهارشنبي په ورځ د اماني ليسي په تالارکې به يوه غونډه وي چې دحکومت لوړ پوړي چارواکې به په کی ګډون وکړي او دموضوع په اړوند به لازمي خبري. وشي اولاسته راوړني او ستونزي به پکي مطرح شي همدارنګه به دپنجشنبي په ورځ په کانتيننټال هوټل کې يوه غونډه وي. چې په دغه غونډه کې به زياتره دخصوصي سکتور خلک ګډون ولري. البته برسيره په دولتي او دموسسو او نورو نهادونو چارواکې به دسواد زده کړي دنړيوالي ورځي په اړه به خبري او بحثونه سره وشي.

دسواد زده کړي دبرنامو لوي رئيس زياته کړه: دسواد زده کړي دنړيوالي ورخي دنمانځلو څخه موخه داده چې په ولايتونو کې به هم دواليانو له خوا چې زمونږ دکميټي مشران دي او سکتوري ريسسان يي غړي دي دولسواليو ترګچي پوري به نوموړي ورځ ونمانځل شي.

بايد ووايم چې ددغي ورځي دنمانځلو څخه موخه داده چې حداقل دليک لوست نړيوالي ورځي په پاملرني سره د افغانستان لومړيتوب قبول شي او د افغانستان دحکومت په ملي کاري آجندا کې شامله شي ترڅو مونږ وکولاي شو هغه تشه چې په هېواد کې همدا، اوس موجوده، ده يعني داچې يوشمير هېوادوال مو ليک لوست زده کړوته لاس رسي نلري او مونږ غواړو چې حداقل وکولاي شو په څو راتلونکو، کلونو کې دسواد زده کړي دپوښښه سطح زياته کړو حال داچې همدا سږ کال مونږ څه دپاسه څلور سوه زره نالوستي کسان مو دليک لوست زده کړي ترپوښښه لاندي راوستي دي. خو که چيري مونږ پدي انډول پرمخ لاړشو شايد نوربه هم تر 25 کلونو پوري اړتياوي چې زمونږ په هېواد کې نالوستوالي پاي ته ورسيږي نو غوښتنه او تدابير مو دادي چې حداقل مونږ په کال کې يوميليون نالوستي دليک لوست زده کړو ترپوښښ لاندي راشي او مونږ د دوي لپاره د زده کړي فرصتونه برابر کړو.

الله بازجم دهغو نالوستو خلکو په اړه چې دجيک عمر خاوندان دي وويل: هغه دجيګ عمر کسان هم کله چې زمونږ له کورسونو څخه فارغ شي په هغو کې دلوړ عمر کسان هم شته خو متاسفانه دا ډول خلک تعقيبي درسي موادوته لاس رسي نلري نو هغه څه چې يي زده کړي هم وي هغه يي هم له ذهن او له ياده وځي. بل هر کال په حدود، د 200000 هغه ماشومان چې دبيلابيلو لاملونو له مخي دښوونځيو له تعليمي پروګرام څخه بيرته پاتي شوي دي هغوي هم زمونږ کورسونوته مخه کوي نو لازمه به وي چې مونږ دپوښښه کچه بايد زياته کړو.

پوښتنه: شايعات اوريدل کيږي دليک لوست زده کړو دکيفيت کچه ډيره ټيټه ده آيا تاسو د زده کړو دکيفيت په هکله څه پاملرنه کړي؟

الله باز دنوموړي پوښتني په اړه وويل: مونږ سږکال په پام کې لرو چې دخدماتو کچه هم لوړه کړو او ددي په څنګه کې هم مونږ غواړو چې د زده کړو کيفيت ته هم جدي پاملرنه وکړو ترڅو دمنطقي او دمارکيت له غوښتنو سره سم مونږ تيار واوسو همداوجه ده چې سږ کال مونږ د زده کړو نوي نصاب رامنځته کړ او په پخواني نصاب باندي موکلکه کتنه وکړه او اوس مونږ د زده کړو لپاره نوي نصاب لرو بله داچې دسواد زده کړي ترڅنګ زمونږ کوښښ داوه چې په څنګ کې دسواد آموزانو لپاره يوه حرفه هم وي او شغلي مهارتونه هم تقويه کړو ترڅو يو سواد آموزه شخص پدي پوه شي چې نه يوازي داچې زه به پدي کورسونو کې ليک لوست زده کړه وکړم بلکي په څنګ کې به يي يوه حرفه هم زده کړم چې عملاً به ورنه حلاله ډوډۍ دبچو لپاره لاسته راوړم، بلآخره به دمدني ټولني دجوړولو لپاره کرار، کراربه زمينه برابريږي.

پوښتنه: که چيري دخصوصي سکتور او نړيوالي ټولني مرستي پرتاسو راکمي شي او يا په ټپه ودريږي تاسويي په بديل باندي هم فکر لري کنه؟

الله باز جم يي په اړه وويل: په واقعيت سره که چيري دا دخارجيانو مرستي نه وي بيا به مونږ څه کوو؟ پدي باب مونږ ډير عميق فکر لرو او همدا اوس مويوه برنامه په لاره اچولي ده هغه داچې درضا کارانو پروګرام پرمخ بوزو او همدا سږ کال په حدود د 130 بابه کورسونه موپه رضا کارانه ډول تدريس کيږي حال داچې مونږ ته دولايتونو دلروپرتو ولسواليو څخه دتخنيکي امکاناتو دنه لاس رسي له امله چې راپورونه په ځنډ سره مونږ ته رارسيږی. خو پلان لرو چې دغه پروګرام پلي کړو بل داچې دتک فردي پروګرام چې يوکس، يو کس ته زده کړي ورکوي اوبل داچې هغه څوک چې زمونږ کورسونوته رسيدلي نشي او په خپله کورني کې له بل چانه زده کړي کوي هغوي ته هم مونږ کتابونه ورکوو اوکله چې زمونږ دپروګرام په اساس قابليت ولري هغوي ته مونږ سرتيفکيت ورکوو ترڅو هغوي واجد کسان دښوونځيو په څلورم ټولګي کې شامل او لوړي زده کړي پرمخ بوزي موخه مو داده هرهغه فرصت چې کولاي شي دليک لوست زده کړو مخه ډب کړي وي هغه مونږ مهار کړو او هغه فرصتونه رامنځته کړو ترڅو دغه ستونزه چې نالوستوالي ده په هېواد کې هغه مهار شي.

دليک لوست زده کړو دبرنامو لوي رئيس دخپلو لاسته راوړنو په اړه وويل: سږ کال مونږ 13000 کورسونه ايجاد کړي دي او 7000 کورسونه مو دهيلي دپروګرام په چوکاټ کې ديونسکو له خوا ايجاد شوي او پرمخ ځي چې پدي کوروسونو کې څه دباندي 400000 نالوستي هېوادوال زده کړي کوي. ورسره مو دنظارت برخه قوي کړي ده ځکه په تيرو کلونو کې زمونږ څارنه اويا نظارت حکومتي وه اوس مونظارت مشارکتي کړي ده يعني نظارت په کورسونو دخلکو له خوا دولسوالي دشوراګانو له خوا تر سره کيږي همدارنګه په هره برخه کې دجمهور، رئيس له دوهم مرستيال او دهېواد دلومړي ميرمني سره مونږ جلسي لرو معني داچې سواد آموزي ته يوڅه پاملرنه شوي ده او منحيث ديوي ملي ستونزي په حيث قبوله شوي ده او مونږ په سيستمونو باندي کار وکړو يعني د کار ګر لپاره دباغدار لپاره بايد جلا، جلا تعليمي نصاب ولرو خو اوس مونږ ټول دغه کسان په يوه محور کې سره را ټول کړي دي خو دهري برخي دجوړولو لپاره اقتصادته اړتيا ده مونږ په هر کال کې دښاروالي، دکرني د وزارت او په خپله دخلکو له خوا په ميليونو نهالکي ږدو خوبدبختانه چې هغه ديو شمير نالوستو کسانو لخوا استل کيږي، ماتيږي او له منځه ځي چې ملي شتمنيوته زيان رسيږي که چيری نالوستوالی په ملی ستراتيژی بدله شي بيا به دغه ستونزه حل شوي وي همدارنګه دولت زمونږ لپاره سرک جوړوي خو مونږ يي ورانوو چې داد نالوستوالي ستونزه ده چې دا ذهنيت سازي دلويانو په برخه کې دسواد اموزي له طريقه وشي.

زمونږ يوشمير هېوادوال پدي فکر کې دي چې زه دي ښه موتر ښه تعمير او بلدنګ ولرم اما پدي فکر کې ندي چې زما وطن دي ښه روغتون، سرک، فابريکه ښوونځي او پوهنتون ولري خلک بايد پدي فکر کې شي چې زما ښه ژوند د افغانستان په آرامي، آبادي، شکوفايي او اقتصادي پراختيا کې دي او که پدي فکر کي نشو زما خيال نه راځي چې مونږ دي لدي شته ستونزونه دي خلاص شو مونږ بايد پدي فکر وکړو چې زما ماشومان دي ښوونځي ته لاس رسي ولري په ملي منافعو تمرکز نشته بلکي يوازي پدي فکر کوي چې زه دي يم ليلا دوي يوه څټه اوړه دوي که نور څه نه وي خو ندي وي. حال داچې دايو ډير خام فکر دي خو زما په فکر دسواد زده کړي پروګرام او دملي برنامي او دستراتيژي پلي کول دنورو پروګرامونو په حمايت کولاي شي په ټولنه کي تغيير رامنځته کړي ځکه زمونږ برنامه دتغيير برنامه ده او دا د افغانانو دوسي کاردي نه داچې له وسي څخه سوا، او که چيري مونږ افغانان هوډولرو ډير کارونه مونږ په خپله کولاي شو که چيري هرباسواد شخص يو، يو کس له خپلي کورنۍ نيولي بيا ترباندي پوري با سواده کړو نوسږکال به پنځه ميليونهُ، کال ته لس ميليونه دوه کاله وروسته 15-20 ميليونه، خلاصه نالوستوالي ختميږي.  بايد ووايم چې لما او تاسو پوري هريوه روشنفکر دهېواد په ملي دارايي باندي په داخل او بهر کې تحصيل يافته شوي دي خو اوس راځي چې دخلکو پور ادا کړو او خلکو ته خدمت وکړو هغوي خو مجرم ندي خوله دوي سره ظلم وشو او په زور له تعليم څخه بي برخي پاتي شول جګړه پرمونږ وتپل شوه ښوونځی مو وسوځيدل او مو ښوونځی ته مو دمرګ   له وِيری شاه کړه او پرديو ملکونو ته مومخه کړه پردي ملکونه پر افغانانو آباد شول او اوس هم زمونږ ځوان قشر دکار کولو په موخه بهرنيو هېوادونوته روان دي څوک ورسيږي. او څوک دلاري په اوږدوي کې دمافيايانو او قاچاقبرانو په دام اولومه کې لويږي او حتا ځينی لادما هيانو او نهنګانو خوراک شول.

اختر محمد اکاخيل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha