صفحه اصلی | anis | مصاحبه | محمدالدین قانع: دشهيدانو او معلولينو معينيت په کال کې 15 مليارده افغاني شهيدانو او معلولينوته حقوق ورکوي

محمدالدین قانع: دشهيدانو او معلولينو معينيت په کال کې 15 مليارده افغاني شهيدانو او معلولينوته حقوق ورکوي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
محمدالدین قانع: دشهيدانو او معلولينو معينيت په کال کې 15 مليارده افغاني شهيدانو او معلولينوته حقوق ورکوي

شهيدان او معلولين په حقيقت کې دهېواد، دخپلواکۍ، ارضي تماميت او دملي نواميسو، ساتندويان او پاسداران دي چې دخپلو وينو په تويلولو سره يي دهېواد دخپلواکې بيرغ ربانده کړي دي د انيس دملي ورځپاني خبريال دشهيدانو او معلوليو دلوي رياست څخه ګزارش برابر کړی ده چې خپريږي.

محمد الدین قانع د روان مالي کال دکړنو اولاسته راوړنو په اړوند وويل: دايو څرګنده حقيقت دي چې دشهيدانو او معلولينو ډيري معززي کورنۍ نه يوازي پر دولت بل کې د افغانستان پرټول ملت باندي حق لري خوهغسي چې لازمه ده مونږ نه يو توانيدلي چې دوي ته لازم خدمات وړاندي کړو خو بياهم د افغانستان حکومت ديته ژمن دي چې دټولو ميثاقونو په پام کې لرلو سره او د افغانستان دنافذه قوانينو او امکاناتو په لرلو سره دخدمت جوګه شي. دغه کار مونږ کړي دي. بايد ووايم چې له مونږ سره څه باندي 130000 تنه معلولين او څه باندي 170000 تنه شهيدان ثبت او راجستر دي چې د دوي کورنۍ او وارثينوته په هره مياشت کې 5000 افغاني حقوق ورکول کيږي او دغه حقوق د افغانستان په 34 ولايتونو کې دبانکي سيستم لاري بي دکوم ځند څخه ترلاسه کوي.

پوښتنه: څو مياشتي مخکي دخبري منابعو په حواله دشهيدانو او معلولينو معينيت دبايومتريک سيستم افتتاح وکړه اوس دبايومتريک دسيستم په فعالولو سره دتاسوپه ورځنيو چاروکې څومره شفافيت او بدلون رامنځته شوي او تراوسه مو څومره هغه وثايق چې په تيرو کلونو کې په جعل او تذوير سره ترتيب شوي دي څيړنه مو کړي او څومره رونټيا رامنځته شوي ده.

محمدالدین قانع، پدي اړوند وويل: زمونږ په اداره کې لا تراوسه دبايومتريک سيستم بيخي نده تطبيق شوي متاسفانه زه په خپله له دي راضي نيم. ځکه په هغه وخت کې چې دمطبوعاتو له لاري اعلان وشو دهغه وخت رهبري د وزارت دبايومتريک يوماشين له خزينه تقاعد څخه راوړ، او يونمايشي کار يي وکړ، خلکو او حکومت ته يي وښوده چې مونږ پدي برخه کې داکاروکړ حال داچې لاتراوسه هم دبايومتريک سيستم ابتدايي وسايل هم اخستل شوي ندي. زه نه پوهيږم چې له مسؤلانو سره څه مفکوره وه. دا موضوع بايد هغه وخت له مطبوعاتو څخه نشرته سپارل شوي وايي چې دوي هرڅه آماده کړي وايي.

محمدالدین قانع زياته کړه: رهبري د وزارت دوقت خويو ماشين دبايومتريک دتقاعد دخزيني څخه راوړ او د  دوو کسانو ګوتي پري کيښودي او مطبوعاتو ته يي وښوده چې مونږ دبايومتريک سيستم عملاْ فعاله کړ. خو اوس دشهيدانو او معلولينو وزارت پخواني وزيره نشته خو يو غټ جنجال يي معينيت دشهيدانو ته پريښود خو مونږ مسؤليت لرو چې دغه سيستم به، په کال 1397 کې وتوانيږو او فعاله به شي او دايوښه کارده. خو داکار دبانک جهاني پروژي پوري مربوط خبره وه. ډيره اهمه موضوع بيا داده چې وي وايم هغه داچې سږکال د افغانستان دحکومت کابيني دزمري دمياشتي په غونډه کې ومنله او اعلان يي وکړ چې دشهيدانو او معلولينو معينيت به، په کال 1397 کې ديومستقل ارګان په ټوګه کار وکړي. خو هغه اداره به ځانګړي ستراتيژي برنامه او ځانته پروګرامونه ولري. او مونږ ژمن يو چې ترنهايي حده پوري زمونږ په ټولو چاروکې شفافيت او روڼتيا رامنځته شي بلی، څرنګه چې تاسو وپوښتل په واقعيت سره په وظايفو کې ستونزه شته، کاپي دوثايقو او حتا جعلي وثايق شته دغه ستونزه د افغانستان په 34 ولايتونو کې شتون لري. خو مونږ دوثايقو په برخه کې يوه کړنلاره جوړه کړي ده او هغه مو دجمهور رئيس حضورته وړاند کړي ده هرکله چې د افغانستان دجمهوري رياست دمقام څخه مونږ ته هدايت راورسيږي دهغه حکم مطابق به مونږ اجرا آت وکړو.

پوښتنه: دکار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلوينو پخواني وزيره دپلان دنه تطبيق له امله له دندي څخه کوښه شوه تاسو دروان مالي کال څوسلنه پلان تطبيق کړي ده؟

قانع دپلان دتطبيق په اړه وويل: دشهيدانو او معلولينو چارو معينيت د روان مالي کال دشهيدانو په برخه کې 65 سلنه او دمعلولينو په برخه کې مو 90 سلنه پلان تطبيق کړي ده خو البته دا په مرکزکې تطبيق شوي دي مګر دهېواد په هغو ولايتونو کې چې امنيتي وضعه يي ښه ده مونږ ته ګزارشونه راغلي دي چې په ولايتونو کې له 50 سلنی پورته پلان تطبيق شوي دي.

پوښتنه: شکايتونه اوريدل کيږي، اپارتمانونو کومه سهميه چې دکور جوړوني او مسکن وزارت له خوا دشهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته په تيرو کلونو کې ورکړل شوي وه مستحقو معلولينو او ورثه دشهيدانو ته نده ورکړل شوي تا سو پدي هکله ځه ويل لري؟

محمد الدین قانع دآپارتمانونو دويش په اړه وويل: په تيرو کلونو کې 233 بابه آپارتمانونه په قصبه دکار ګري کې چې دعربي متحده اماراتو له خوا جوړ شوي وه يوشمير معلولين په نظرکې ونيول شول خو يوشمير ناراضه معلولينو چې خپل ځانونه يي مستحق ګنل شکايتونه يي لوي څارنوالي او آن داچې دکار او ټولنيزو چارو وزارت ته کړي دي خولويه څارنوالي لگِيا ده چې شکايتونوته رسيدگې وکړي او زه هم متيقن يم چې شکايتونه به رسيدګي وشي او حق به حقدار ته ورکړل شي  او په راتلونکي کې به مونږ دتير په څير مشکلات ونلرو ځکه هغه حق چې په قانون کې شهيدانو او معلوينوته په نظر کې نيول شوي ده هغه به تطبيق کيږي.

پوښتنه: ځيني معلولين د 1395 کال دمعاشونو له اخستلو څخه شاکي دي ستونزه چيرته ده؟

ځواب: ځيني معلولين اوياهم دشهيدانو وارثين په مياشتو، مياشتو او حتا په يوکال کې هم دخپلو حقوقو دترلاسه کولو په خاطر مراجعه نه کوي يا په بهرکې کاروغريبي کوي کله چې بيا راشي هيله لري چې ژر دي زما کار خلاص شي. زمونږ په اداره کې هيڅ قانوني کار له دوه ورځو څخه زيات نه معطل کيږي. هغه هم چې مکتوب ليکل کيږي ديتابس ته رسول کيږي او ديتابيس ته مراجعه کيږي خو کله برښنا او کله انترنت نوي بل په تيرو کلونو کې ملي دفاع وزارت خپلو شهيدانو او معلوينوته حقوق خپله ورکول هغه اوس مونږ پوري مربوط شوي هغه هم مونږ ورکوو مونږ د 1396 مالي کالي لپاره 18 ميليارده افغاني وزارت ماليه ته وړانديز کړي وه خو هغوي څه کم 15 ميليارده منظور کړي دي مشکلات خو به خامخاوي ځکه چې زمونږ په ملک کې جګړه روانه ده او ورځ تر ورځي دشهيدانو او معلولينو کچه زياتيږی. په اخر کې هيله لرم له هغو کسانوڅخه چې د دوي دکار مانع ګرځي او يا نا مشروع غوښتنه تري شوي ما په جريان کې واچوي.

يو معلول او سپين يږري سړي چې دشهيدانو او معلولينو معينيت په انګړ کې ولاړوو د انيس خبريال ته يي وويل: زه ښايسته ګل نوميږم دلغمان ولايت يم: دوه زامن مي درلودل چې يو يي تورخان نوميده په وزارت دفاع کې افسرواو دنده يې په هلمند کې وه هغه سږکال شهيد شو. بل زوي می سيد محمد نوميده هغه هم په اردوکې سرباز و هغه هم سږکال په هلمند کې شهيد شو دواړه ښځي او بچيان لري خو ټول واړه ماشومان دي بل څوک زما نشسته چې زما غور وکړي دلته راغلي يم دري ورځي کيږي چې شهيدانو او معلولينو معينيت ته چې د دوي وثيقه تياره کړم دا بوډا ښځه مي ګوره چې هغه هم راسره ده هغه هم لماسره سرګردانه ده ما په ډيري خواري دا دوه زامن لوي کړي و, چاته وژاړم او چاته فرياد وکړم الله پاک دي هغه کسان چې داجنګ يي زمونږ ملک ته راوړي زماله زړه خبر کړي.

يوبل ډير ځوان هلک چې عمر به يي په 21 کلو کې وو اوپه دواړو پښو معيوب وه دانيس خبريال ته يي وويل: زه خپل نوم پدي نشم در معرفي کولي چې بيا زما کارونه پدي اداره کې او په کميسيون کې چې تثبيت دمعيوبيت د درجی کوي ماته ضرر رسيږي خو دومره به درته ووايم په چا تهمت نه وايم په خداي قسم کوم چې په کميسيون کې را ته وويل چې 40000 افغاني را کړه 70 فيصده به دي ونيسم په خپله دمعينيت په اداره کې يو بل کس چې هغه هم دلته کار کوي راته وي ويل چې 30000 افغاني راکړه زه به دي کارونه خلاص کړم. ماورته وويل چې زه دفراه ولايت څخه دلته راغلي يم چې حتا شل شپي شوي چې يو دوست هم نلرم چې دشپي ورکره ورشم دومره پيسي نلرم چې په هوتل کې ډوډي پري وخورم خو وعده به درسره وکړم کله چې دی زما کار خلاص کړ او بيا مي معاش واخيست تاته به شيريني درکړم. نور قضاوت به خلک کوي. په اخر کې وايم چې دا دکورنيو چارو وزارت دجنايي او کشف کار کوونکي او دملي امنيت دکشف او جرايمو کار کوونکي چيري دي چې داخاين افراد نه نيسي د دوي وظيفه څه ده يوازي ډبل معاشونه اخستل اوبس.

گزارشگر اختر محمد اکاخیل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha