صفحه اصلی | anis | مصاحبه | اکاډمسين سليمان لايق: کرار، کرار به دپاکستان پخواني ملګري او دجهاني ائتلاف دوستان ورنه مايوسه کيږي

اکاډمسين سليمان لايق: کرار، کرار به دپاکستان پخواني ملګري او دجهاني ائتلاف دوستان ورنه مايوسه کيږي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اکاډمسين سليمان لايق: کرار، کرار به دپاکستان پخواني ملګري او دجهاني ائتلاف دوستان ورنه مايوسه کيږي

اکاډمسين سليمان لايق د افغانستان دعلومو اکادمي علمي سلاکار د افغانستان دسولي په اړه وويل: پدي، وروستيو کې دغرب په سياست کې دپاکستان په اړه مطلق تغييرات راغلي دي. او د امريکايانو او غربيانو نظر دپاکستان په اړه اوس مشخص شوي ده. زه ګمان کوم چې کرار، کرار به دپاکستان پخواني ملګري او دجهاني ائتلاف دوستان ورنه مايوسه کيږي که پاکستان ته هرڅومره چې دده په غوږکې چې شپيلي ورکوي چې ته له افغانانو سره، يوه لاره ونيسه، تروريستان مه تقويه کوه او د افغانستان له حکومت سره بدنيت مه ښيه او حداقل خو دتروريزم په ځپلو کې خوله دوي سره مرسته وکړه. مګر پاکستان هميشه امريکا، ناټو او نورو متحدانو ته يي په ښکاره سمي خبري کوي خو په حقيقت کې پريوه خبره هم عمل نه کوي. دروغ ورته وايي او حقايق تحريفوي، اوبلي صاحب د، دوي عادت دي.

د افغانستان دعلومو اکاډمي علمي سلاکار، زياته کړه: پدي وروستيو کې په کورنيو، او بهرنيو رسنيو کې دپاکستان په اړه، زه وينمه هغه څه چې خپريږي په واقعيت سره يي زه ډير اميدوار کړي يمه. هغه داچې ځني غربي مقاماتو په صراحت سره ويلي دي: چې دا پاکستان، نه سميږي. خو د افغانستان ملاتړو هېوادو يعني، امريکا او ناتو ته يي مشوره، ورکړي چې پاکستان بايد ترجدي فشار لاندي ونيسي، خوله لهجو او قرايينو څخه معلوميږي چې دوي ساده فشارنه مطالبه کوي بلکي يو مجازاتي او دوهم فشار پرپاکستان دبين المللي مرستو بندول او هم په بين المللي دپيلوماسي کې له پاکستان څخه حمايت اخستلو پيشنهادونه کيږي او دا ددي معنا ورکوي چې پاکستان نور په غرب کې خپل نفوذ، حمايت او اعتبار له لاسه ورکوي.

سليمان لايق دطالبان په اړه وويل: طالبان خو دچا بندګان دي خو هغوي د افغانستان په دننه کې خپلي طرحي لري چې هغه دعملي کيدو وړندي، دوي اساسي قانون نه مني، وايي خارجي قوتونه دي له افغانستان نه ووځي، د طالبانو داخبري او دانظر د افغانستان د دولت لپاره منظوري ندي. بل داچې دطالبانو داڅو کلني جنګي تګ لاري د افغانستان خلک په تشويش کې اچولي دي.

او دغه باور د افغانستان په روښان فکرانوکې، د افغانستان په پارلمان کې او آن داچې د افغانستان په امنيتي ارګانونو کې ډير کمزوري شوي دي چې دوي له طالبانو داهيله وکړي چې  په ساده ګې به دوي سولي ته کيني بله داچې اوس دطالبانو جنګي ډلي او ګروپونه سره ويشل شوي دي.

پوښتنه: پاکستان ولي حقايق تحريفوي او د ايتلاف ملکروته حقايق نه څرګندوي چې دتروريزم ډلي په پاکستان کې روزل کيږي او تمويل کيږي؟

سليمان لايق دپورتني پوښتني په رابط وويل: پاکستان له امريکا او غرب نه دمرستو په اخستلو کې خورا نرمه ژبه، چلوي او په غياب کې د افغانستان په ورانولو او حتا دمنطقي په ورانولو کې پلانونه لري، په هند کې په افغانستان کې په عربي هېوادوکې هم دوي لاس لري، طرفداره او بيطرف لري، خويو منافق سياست چلوي. خو د اروپا د پارلمان دمرستيال خبره کاملاً صحت لري چې ويلي دي: ترهغو چې د افغانستان خاوره بيرته افغانستان ته تسليم نشي دا پاکستان به له دي سيمي پرافغانستان تيري او تجاوز کوي. پدي ورځو کې د امريکا يو سرباز هم يوي ورځپاڼي ته وويل که پاکستان امريکا نه مني  امريکا دي دپاکستان دبلوچستان له آزادي غوښتونکو سره دي مرسته وکړي او دهغوي حمايت دی وکړي پاکستان بايد مجازات شي زمونږ ددي خبرو معني دا نده چې ټول پاکستان دي دوزخ ته ور واچول شي ترټولو دمخه دپاکستان ټول عوام خلک دپاکستان دنظام دظلم، ناروا، او غدري سياست زغمي او متضرر کيږي.

پوښتنه: دچين هېواد دکابل کنفرانس پربنياد غواړي چې دپاکستان په واسطه طالبان سولي ته کينوي دا څومره شوني ده چې چين به پدي اراده کې بريالي شي ځکه د افغانستان دسولي په رابطه څلور ګوني ناستي په افغانستان پاکستان، چين او روسيه کې وشوي خو نتيجه يي نه درلوده؟

سليمان لايق پدي اړه وويل: ددي ضمانت هيڅوک نه شي کولاي چې سباته به څه پيښيږي په عظيم الشان قرآن کې راغلي دي: ژباړه: هيڅوک پدي نه پوهيږي چې په کومه مځکه کې به خښ شي. راغلوديته چين په نړي کې يولوي سوپر طاقت هېواد، دي او يولوي تاريخ لري مونږ دغه هېواد په تيرو کې له پامه غورزولی وه زه باورلرم چين د افغانستان سولي لپاره ښه نيت لري او بدنيت نلري که چيري په افغانستان کې سوله راشي او امن راشي دچين ګټي به هم دلته خوندي شي او چين به په خلاص مټ په افغانستان کې صنعتي چاري ترسره کړي او دوريښمو لويه لاربه هم خوندي وي او راکړه ورکړه به وي زه اميدواريم چې چين پرپاکستان ميشت اثرات لري او دپاکستان په وسيله طالبان هم سولي ته را دعوت کولي شي. خو پاکستان بايد د افغانستان خلکوته فرصت ورکړي چې خپل هېوادته په سوليزه توګه راستانه شي ترڅو خپل هېواد او خپل اقتصاد جوړ کړي. بايد ووايم چې پرپاکستان باندي هم يوه داسي استخباراتي دسيسه کاره دستګاه چې يوه مقننه او توطېه ګره ډله مسلطه ده چې هغه خپل خيرپدي کې ويني چې روانو جنجالونوته دوام ورکړي.

پوښتنه: د امريکا دسنا مجلس سناتور جان مکين ديو پلاوي په مشري افغانستان ته راغلي وه چې لومړي يي له ډاکتر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس سره ليدني وکړي دجان مکين راتک به ستاسو په نظر د افغانستان دجګړي په ختمولو اثر ولري؟

سليمان لايق دنوموړي پوښتني په ځواب کې وويل: دا خو څرګنده ده چې په امريکا کې ديوي، نوي ستراتيژي خبري کيږي او دهغو تر ټولو مشر مقام رياست جمهوري مقام ده چې ټرامپ يي په راس کې دي ټرامپ په خپله وايي چې زه د افغانستان دپاره نوي ستراتيژي جوړوم چې د افغانستان جګړه ختمه شي نو ددي خبري معنا داده چې دغه هيت هم دامريکا دحکومت دپاليسي په رڼا کې دلته راغلي وه نو جان مکين او ورسره ټيم به يي پاکستان او د افغانستان حکومت ته ويلي وي چې تاسو د ډيورند په کرښه شاوخوا کې په ګډه د تروريستانو ځالي محوه کړي پاکستان وايي چې مونږ هم له تروريستانو صدمه وينو او مونږ خو دهغه وطن يو چې خلک موټول په وينو سره دي مونږ خو دتروريزم په جګړه کې دومره قرباني شوي يو که سړي دنړي ټولي اوښکي پري توي کړي کمه ده.

اکادمسين سليمان لايق دپاکستان په اړه وويل: پاکستان به هم خپلي خبري جان مکين ته کړي وي خو جان مکين او د ده ټيم دومره ساده خلک ندي هغه له پاکستان څخه تجربه لري او پاکستان ښه پيژني منځګړيتوب کوي خو منځکړيتوب نشي کولاي چې ژرناري کړي چې څوک ملامت دي خو زمونږ دمطبوعاتو څخه داسي معلوميږي چې جان مکين به د افغانستان جمهور رئيس ته ډا ورکړي وي چې پاکستان حاضر ده چې دتروريزم په وهلو کې له تاسو سره خپل معلومات شريک کړي خو د افغانستان دجمهور رئيس موقف هم معلوم ده او هغه پرله پسي چغي وهي چې پاکستان دروغ وايي او دوه مخي سياست کوي.

پوښتنه: د افغانستان دسولي شورا رئيس استاد محمد کريم خليلي پدي وروستيو کې مطبوعاتوته وويل: زه حاضر يم چې له طالبانو سره دسولي په رابطه هرچيري چې وغواړي زه ورزم او خبري ورسره کوم اوکه وغواړي د افغانستان په دننه کې ورته خلاسوم پدي هکله مونظر غواړم؟

لايق وويل: زه به په خليلي صاحب باندي داغږ وکړم که ته د افغانستان دپاره سوله غواړي او طالبانو ته خطرمني او په هرځاي کې ورسره کيني زه هم تاته وايم: پل کيږده، چې سترګي درته کيږدمه. مونږ تا پسي يو هغه څه چې پرمونږ جوړدي مونږ دسولي له نهضت سره يو، او دخليلي صاحب دښه نيت ملابه ورتړو. خليلي صاحب چې طالبانوته دوروري لاس ورغزوی دايي يو شجاعت کړي، ځکه په هېواد کې په اوسنيو حالاتو کې چې ډيري ويني توي شوي دي او بي باوري، بي اعتمادي رامنځته شوي دي کور دده ودان وی دوي واقعاً  ددوستي دنهضت شخصيتونه دي. 

 

اختر محمد اکاخيل 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha