صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | دغزل بابا حمزه شينواري لنډ ياد

دغزل بابا حمزه شينواري لنډ ياد

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دغزل بابا حمزه شينواري لنډ ياد

سرلوړي افغانان په خپل ګران هيواد كي له ډير پخوا څخه، هاغه له 1200 تر 1400 ق/م څخه بياتر اوسه ډير لوي شخصيتونه، كوم چي دغټي كوپړي لوړو خيالونو او ژور فكرونو څښتنان درلودل، موجود وو اودي.

دمرحوم حمزه شينواري

دلوړ شخصيت په اړه:

استاد ابوالمرداد امير حمزه شينواري دملك باز ميرخان شينواري زوي په كال 1907 م = 1273 ل د ډيورند دفرضي كرښي آخوا غاړي دپيښور په لواړګي كي پيدا شوي دي. دپښتو درني ژبي دغزل بابا امير حمزه شينواري خپلي لومړني زده كړي دخپلي سيمي په يوه كليوالي مدرسي كي او لوړ تحصيلات يي په اسلاميه كالج پښور كي سرته رسولي دي.

-   هغه لاتراوسه تنكي ځلمي وخو په پنځم ټولګي كي يي سبق لوست او په اردو ژبه يي په شعر (پاړكي) ويلو پيل كړي و، خو دمعلم سيد عبدالستار پاچا كوم چي په لواړګي د چشتي پاچا په نوم مشهورو په دستور يي په خپلي مورني ژبي (پښتو) دشعر په ويلو پيل وكړ.

-   د امير حمزه دليكوالي او شعر او شاعري وروستي حالات: استاد حمزه دشعر او شاعري دښكلي بڼ يو وياند او خوږ ژبي بلبل او غزل بول په توګه، سربيره پردي يوښه نقاد، ماهر ډرامه ليكونكي او ښه مؤلف و. حتا له هغه څخه په 1941 م كال كي دهندوستان فلمي كمپني چي NFI يا دهند فلم ملي كمپني وه، هيله وكړه ترڅو په پښتو ژبه د (ليلي مجنون) فلم وليكي او كمپني يي په هنري توګه ضبط كړي خپورا و ننداري ته وړاندي كړي، چي ځيني ديالوګ  متون يي هم ورته وليكل، چي دغه ليك (په اصطلاح ښه فورم او عالي منځپانګه (كانټنټ) درلود، خودكار كړنه يي په اسنادوكي دقيق نه ده، چي عملي كار پري شوي ده كه نه.

-   هغه په شعري اندازكي له د دو ادبي سبكونو څخه چي به رياليزم وي اوبل يي سوررياليزم وي انديښمن او اغيزمن و هغه به په غزل بڼ كي رښتيا ويلي حقيقت به يي څرګندوه او يا هم خپل پټ ضمير او نهاني درك او لوړو انګيرنو ته يي په شعري ښكلي او كله ګلايه آميزه اوكله په انتقادي بڼه تجسم موندلي دي.

-    له حمزه څخه پاتي آثار:

له حمزه شينواري څخه ځيني ديوانونه راپاتي دي لكه: د زړه آواز، بهير، نوي څپي، دهغه دغزل ديوانونه دي.

يوشمير نور كتابونه لكه: تجليات محمد(ص) دخوشال خټك يوشعر يون، ژوند اويون، ژور فكرونه تسخير كاينات يي ليكني دي او چاپ شوي دي.

يادونه: حمزه بابا په خپلو شعرونو كي دلويونو درنو شخصيتونو لكه دميرزاخان انصاري او خوشال خټك 1022-1100 هـ.ق له شعري متونو او شعري پانګو او انګيرنو څخه اغيز من و.

-   وروستي حالات! حمزه بابا په 1937 م كال كي د (رڼا) په نامه يو مجله په پيښور كي ايجاد كړه او خپروله، بالآخره دغه نازكخيال شاعر يوي غزلوال او دغزل بابا ډرامه ليكونكي داستان ليكونكي او نقاد له 87 كاله ژوندانه وروسته په 1994 كال په پيښوركي ومړ.

هغه ويلي دي:

وايي اغيار چي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته دپښتو سره ځم
او دادي ددغه شريف افغان چي په لري او بري پښتونخوا كي د غزل دباچا په نوم هم شهرت لري، دغه بيت ليكو!

حمزه ډيره مسلمانان شته هم كافر په دنيا كي
زه آشنا دهغه كسي يم چي روشن يي د انسان وي.
چي په ژوره توګه ډيري لوړي ماناګاني او هم له انسان او تقوا او انسانيت سره مينه پكښي نغښتي ده.

او بالآخره په دغه خبره خپله ليكنه پاي ته رسوو!

ستا په اننګوكي دحمزه دوينو سره دي
ته شوي دپشتو غزله، ځوان زه دبابا كړمه
د اخيستلو ځايونه!

1- سيال مومند، ميراجان، غازي نامور 1387 كابل

2- رشاد، عبدالشكور، پوهاند، پښتولوست 1340 كابل

3- قريشي، عبدالهادي، نوميالي شاعران، علمي تحقيقي مقاله 1390 كابل

4- قريشي، عبدالهادي غزل او شاعران (خوشال بابا، حميد بابا، حمزه بابا، پسرلي) 1390 كابل

5- دايرة المعارف او ادبي مكتبونه تهران 1345

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha