صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | افغانستان په شاهنامه کې

افغانستان په شاهنامه کې

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغانستان يولرغوني ملک دي چې اوږد تاريخ لري او د خپل دغه لرغوني تاريخ په مختلفو پړاونو کې د آريانا ٬خراسان او افغانستان په نومونو ياد شوي دي خود موقيعت له لحاظه همداننني افغانستان دي چې پورتني نومونه يې د ځمکنۍ پراختيا له مختلفو ضمايمو سره مل د تاريخ په اوږدوکې د اوږو ځنډي کړي او شاته يې پرايښي دي.

د فردوسي په شاهنامه کې دافغانستان يادون ټول د اشعارو په قالب کې شوي او دغه يادون د واقعيتونو اوافسانو يوه داسې ګډه مجموعه ده چې په ځينو ځايونو کې يې له اساطيروسره هم کلکه ګنډه خوړلې خو بياهم ددغه ملک په اړه داسې کره تاريخي روايات او معلومات پکې سجل دي چې په بشپړ ډول له ميلاد د مخه زمانې د اريايانو د دود دستور ٬ کلچراو فرهنګ څرک ترې را لګيږي ځکه دشاهنامې په رواياتوکې د افسانواو واقعيتونو دغه ګډه مجموعه يوبل ته په ممد واقع کېدو سره دافغانستان پخواني څيره د جم د جام په څير دلوستونکو سترګو ته ورغبرګوي .

که د شاهنامې له رواياتو سره قرينه ٬ څړنيزسلوک او نور تيت پرک تاريخي روايات ملګري شي نود اوسني افغانستان د پخوانيو مدنيتونو٬ ستر واکيو ٬ د تيري کونکو په مقابل کې ددوي د ميړانې ٬ شهامت شجاعت اوددغه ملک د جغرافيايې موقيعت  په اړه  زموږ تصور دحقيقتونو پړاو ته رسوي ٬ ددې خبرې يادول هم اړين دي چې اوس څوک افسانې نه اوري او په محتوي يې د بابولالو په عنوان باور نه کوي ٬خو له افسانو سره تل يوڅه واقعيتونه هم ملګري وي اود واقعيتونو تشخيص هم په افسانو کې هم کومه اسانه خبره نه ده خو بيا هم لکه د مخه چې وويل شول د يوه څيړونکي لپاره دقرينې او سلوک اهميت هغه وخت مهم دي  چې له افسانو سره ضميمه ٬ واقعيتونه تشخيص کړاي شي .

نوفي الجمله حاصل د کلام دادي د فردوسي د شاهنامې د افسانو او واقعيتونو په لوستلو سره موږ د خپل ملک د پخواني تاريخ په اړه داسې نتيجې ته رسيږو چې په دغه ملک کې له ميلاد نه د مخه  د اريايانوپه نوم يو شمير وګړو ژوند درلود چې د افغانستان په اوسني جغرافيايې محدوده کې يې يو لوي او ځلانده مدنيت جوړ کړي وو ٬چې فردوسي هم په خپله منظومه شاهنامه کې له اسلام نه دمخه د اريائې زمانوډير نومونه ذکر کړې چې ټولې له اسلام نه دمخه زمانې پيښې پکې بيان شوې دې خوجالبه داده چې يوازې د اشخاصو  نومونه د نن زمانې دخلکو له نومونو سره  بشپړتو پيرلري خودسيمو نومونه بيا ټول ننني دي.

د شاهنامې په لومړيو کې د البرزکوه ٬ سيمرغ ٬ د بلخ دنوبهار معبد ٬ د بلخ د پيشداديانو٬ د اسپه د کورنۍ ٬ سيستان ٬ زابلستان ٬ زرنج او نيمروز نومونه را غلي دي چې د البرزکوه او سيمرغ ذکر يې تر يوه بريده له اساطيرو سره ګنډه خوړلې او بشپړه افسانه ده ٬ خود سيمو نور نومونه  هغه واقعيتونه دي چې نن هم دا سيمې لکه د مخه چې وويل شول په پورتنيو نومونومسمي دي ٬ دمحراب شاه کابلي د لور (رودابې ) د مينې بيان له جهان پهلوان زال زر سره د افغانستان د پخوا نۍ زمانې دمعاشرې بل يادون دي چې په شاهنامه کې د کابلستان د نورو ولايتونو له نومونه سره ضميمه راغلي دي  د لوګر د سجاوند معبد  بل متن دي چې د يفتليانو د واکمني له څرنګوالي سره په يوه باب کې ذکر شوي دي .

د بلخ د لهراسپ شاه ٬ ګشتاسب او زرير او د ګشتاسب په بلخ کې دسترواکۍ او  د  زردشت اودهغه ددين او آئين څرنګوالي  ٬ د لهر اسپ وژل کېدل د بلخ د (مهر برزين ) په اورتون کې  ٬ همدارنګه د اريانا او توران د جګړو په اړه د شعر په ژبه بشپړ معلومات راغلي دي .

د آريانا (آريانان انتي کوا)  پخوانۍ اريانا نومونه هم په تفصيل سره د فردوسي په شاهنامه کې توصيف شوې دي چې دافغانستان د هغه زمانې ښه بڼه ترې را څرګنېداي شي د رستم کابلي چې په هغه زمانو کې په جهان پهلوان مشهورو د شاهنامې د متن بل قهرمان دي چې تر څنګ يې د رستم سهراب د سمنګان د باچا د لور تهمينې کيسې هم د اشعارو په بڼه لوستونکي د هغه زمانو په لور د خيال په وزرونو بيايې .کوشانيان د اريايې کورنۍ يو بل دودمان دي چې شاهنامې يې په اړه وضاحت ورکړي دي چې په هغه د کوشاني کورنيو د واکمنانو (کدفيزس) او دکنيشکا د کورنيو يادونه په خپل وار سره د افغانستان له پخوانۍ تذکرې سره لو ستونکي بلدوي او ديته ورته نور د افغانستان يادونه راغلي چې لو ستونکوته د خپل هېواد د تاريخ په اړه په ډيرو لرغونو تيارو کې د پيژندګلوي مشالونه لګوي .

خوله ټولو نه مهمه داده کله چې فردوسي خپله شاهنامه ليکله نو ترهغه وخت پورې پورتني ټول روايات او يادونه د ځيرکو خلکو په ذهنونو کې بالکل تازه موجود  وه او د افسانو او يا پند نامو په بڼه نورو ته اورول کېده دوهمه مهم ټکي دادي چې په هغه زمانو کې دا يادونه ديوه کلک ضرورت له مخې اورول کېده او ځانګړي ريښتني راويان يې درلودل چې په اوس زمانو دغه پروسې خپل ځاي په ښوونځيو کې تاريخ  مضامينو ته پرايښي او عام خلک ترې لاس په سرشوې دي.

لنډه داچې د فردوسي په شاهنامه کې ۹۰ په سلو کې د پخواني افغانستان نومونه ياد شوي دي چې دا ټول هغه څه دي چې شاهنامې د ماضي په هسکو ټيټوکي بيان کړي او د افغانستان په اړه يې يو ړندوکي نه بلکه بشپړتصويري  موخذ دتاريخ ليکونکو په لاس ورکړي دي که چيرې د فردوسي شاهنامه د ځيرکو عينکو له شا ولوستل شي نو د افغانستان په اړه به ډير هغه ګونګ واقيعتونه را برسيره کړي چې نن ورځ يې د نورو هېوادو فرهنګي او لرغون پيژاندي چالاکان دخپل هېواد ارزښتونه بولي تر ټولو لويه خبره داده چې فردوسي  فارسيانو دخپلو شاعرانو په ډله کې نه حسابه !ځکه هغه د افغانستان ارزښتونه بيان کړي وه  اواوس يې هم ددغه لوي او نړيوال شاعر شخصيت  په اړه داسې مطبوعاتي ارتاويزې باد کړې چې ددوي کينه او نفرت له فردوسي سره له ورايه پکې څرګند دي . که چيرې په دې اړه پراخه څيړنې وشي نو بشپړه به جوته شي چې فردوسي خپل دغه فعاليت د افغانانو لپاره کړي دي  او بل لوي دليل دادي کله چې د فردوسي شا هنامه ليکل کېده نو د اوسني افغانستان ستر واکي د سلطان محمود غزنوي په لاس کې وه چې فردوسي هم د هغه له څنګ سره په غزني کې دا شاهنامه ليکلې ده او دده دسترواکۍ  حدود اربعه يا پولې يې د ايران له ري نه د هند تر سومنات پورې ذکر کړې ده او له شمال نه د سهيل پلو له امو دريا نه دهند تر بحر پورې سجل کړې ده چې دا د فردوسي په شاهنامه د فارسيانو بله نيوکه ده چې ايران يې د لوي محمود غزنوي په قلمرو کې سجل بللي دي.

خوپه هرصورت پخوا تاريخ ليکونکي اوڅيړونکي کم وه او اکثرتاريخي داسې تاريخي پيښې نه سجل کېدې او آن چې په ځينو ځايو کې تاريخې پيښې سجل کېدل بدعت ګڼل کېدې او ځينې تاريخونه بيا د پيامبرانو له زمانو چې هغه هم په اعتقادي ارزښتونوثابت وه را پيل شوي او زموږ تر زمانې رارسيدلې دي ٬ د يونان د فلاسفه روايات د تاريخونو بله سرچينه ګڼل کيداي شي خو دافغانستان د لرغوني تاريخ په اړه شاهنامه که څه هم يو فولکلوري افسانوي تخيلي او نيمه تاريخي  اثر دي ٬ بيا هم لوي خدمت دي چې فردوسي تر سره کړي  دي ٬ که سلوک ورسره ملګري شي په دغه داستاني او تاريخي اثرکې د پخواني اريايې زمانې د باچاهانو د تاريخونو دتشريح او تثبيت لپاره يو داسې معتبر موخذ ګڼل کېداي شي چې هيڅکله سترګې ترې نشې پټيداي .

د اوسني افغانستان ډير ځايونه د نومونو په يو څه تغيراو بدلون (بطليموس او پليني ) هم ذکر کړي ٬ اريانم ويجو٬  د هېواد اوسنۍ شمالي برخې چې پامير او فرغانه احتوا کوي  ٬ سغده سغديان ٬ مورو د مرغاب سيند حوزه ٬ بخدي اوسني بلخ اوباختر ٬ نسايا ميمنه ٬ هريوا د هريرود دسيند حوزه ٬ هريواتي دارغنداب د سيند حوزه ٬هيتومنت د هيرمند(هلمند) او دپشت رود حوزه ٬ ويکرتا د کابلستان د رود حوزه ٬ کخره د غزني ککرک ٬ کروخ دهرات سيمه٬ اوره د پکتيکا ځمکه ٬ره ګه د بد خشان راغ او داسې نور سيمو ذکرچې د پورتنيو ټولو رواياتو نه پوره څرګنديږي چې اوسني افغانستان له ميلاد نه د مخه هم خپل جغرافيايې موقيعت ساتلي وو او همدارنګه يوناني جغرافيا ليکونکو افغانستان بيا له دې نه هم په پراخه ابعادو ذکر کړي دي چې که دا ټول سره را ټول شي ښايې کتابونه پرې ډک شي .

حیات الله حلیم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha