صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | سوله او سمون

سوله او سمون

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

شاه محمود درویش

نه چاته سمه، نه هم ډاک ورکــــوو

نه نور وړیا هم چاته څښاک ورکــوو

بس چې کلونه یې دوکه کړو مــونږه

نور نو بیا کله بل ته واک ورکــــوو

لرو څپاند څپانــــد سیدونـــه

جوړوو مـــونږه پــری بندونــه

نوریې وړیا پـــریښودای نه شوبل ته

ټول دی پری خلاص کړی خپل غوږونه

څنګه چې نور هـم خپلی ګټی غواړی

داسی هم مونږښه اقتصـــاد غواړو

څنګه چې نور هم خپل هېواد جوړوی

مونږ هم آباد تل خپل هېواد غــواړو

اوس په دی هر افغان پوه شویدی چې

پردی زمونږ منځ کې بیلتون راولــی

دتربګنی او ځان ځانی لــــه پاره

نوم دتاجک او دپښتون راولــــی

خو دوی دی پوه شی چې مونږ یـو یو سره

زمونږه دین زمونږ ایمان یـــو دی

هم سره یو موټی او یو قـــوت یو

زمونږ هېواد افغانستان یـــو دی

درویشه مونږه سوله پال ملت یــو

سوله کې تل هوسا ژوندون غوــاړو

له جنګ جګړونه ستړی شوی یو مـون

ټولو ته سوله او سمون غـــــواړو

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha