صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | دمحمد ګل نوري (ملي هندارې) ته يوه کتنه

دمحمد ګل نوري (ملي هندارې) ته يوه کتنه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

کله چې دمحمدګل نوري (1352 ل مړ) اوريدل کيږي. نو ورسره جوخت دپښتو ژبي دفولکلور(ولسي ادبياتو) پراخه، خونده ورهُ او په زړه پورې برخه هم راياده شي ځکه چې نوري دپښتو ادب په تيره بيا فولکلور په بډاينه کې يوله هغو تلپاتي (جاويداني) نومونو څخه دي چې هيڅکله هيريدلي نه شي ښايې وويل شي، اروښاد نوري لومړنۍ فرهنګي شخصيت دي چې د ژوند زياته برخه يې دشفاهي ادب څيړنې، راټولونې او شننې ته وقف کړيده او دژوند ترورويستي سلګۍ پورې دغې برخې ته په خدمت کې پاتي شوي دي او زيات کتابونه اورسالي يې پرکښلي دي.

 لکه: پښتو اصطلاحات او محاوري  ملي سندرې، متلونه، ملي بدلې  ملي دود، پښتو قاموس (دوه ټوکه) پښتو آهنګونه، دمينو رساله، دشين خالو نارې او داسې نور، خو دفلولکلور په برخه کې دنوري له ډيرو غوره خدمتونو څخه يو د(ملي هنداره) په نامه ديو ښه اثر تاليف دي چې په پښتو ژبه او ادب کې ديوي ستړي اونه پناه کيدونکي ولسي پانګي حيثيت لري.

نوري په قوم نورزي دي، پلاريي عبدالواحد صاحب زاده او نيکه يې ميانور محمد نورزي و، چې دکندهار دمنارې دکلي اوسيدونکي او په سيمه کې دعامو او خاصو د درناوي وړ شخصيت و.

د ارواښاد نوري دملي هندارې د وروستي چاپ (1393 ل) دسريزي ليکوال استاد محمد معصوم هوتک وايې چې دغه اثر، دپښتوشکلونو دثبت او راجستر په کارکې دنورو ورته فولکلوريکو آثارو سره په پرتليز ډول ښه امتياز لري او دغه امتياز هم ددې لپاره ورکول کيږي چې ارواښاد نوري پکي دفولکلوري آثارو د راټولولو اصول او موازين په پام کې نيولي او په هنداره کې شامل نکلونه يې په بشپړه امانت داري، له کوم تصرف او تثبت او تمي پرته لکه څنګه چې يې له راويانو څخه اوريدلي دي، رانقل کړي اوليږدولي دي، او په دي اړه يې تر زياته حده په خپله دنوري په يوه منظومه وينا تکيه کړيده چې وايې.

له اميانو څه ليکلي ماقصې دي

دمينو ښي خوږي نارې په کې دي

نه زيادت اونه کمبوت‎مې په کې کړي

دهماغه نقلچي دخولې جملي دي

استاد هوتک وړاندي زياتوي: په رښتيا چې دفولکلوريکو نکلونو په را انتقال کې د ارواښاد نوري دغسې دريځ يو اکاډميک ديانت دي او نوري هم همدا ديانت درلود. زه په داسي حال کې چې د استاد هوتک له برداشتونو اوڅرګندونو سره خپله بشپړه موافقه څرګندوم  داخبره کول غواړم چې: دا ارواښاد نوري له خوا را ټول شوي نکلونه چې شميريې ديرشو رسيږي  دفلولکلوريکو څيړنو داصولو له مخې يو څه وړي نيمګړتياوې هم لري، ښايې يادونه وشي چې دغه نيمګړتياوي دفلکلوريکو آثارو دخوندي کولو په اړوند دابتدايې هڅو ښکارندويه دي، نوځکه اکثره داسې بريښي چې د (ملي هندارې) نلکونه يا په خپله دده (ټولوونکي) په خپل ليکنې سبک ثبت شوي دي او يا هم دده دنږدي او محدودو پيژندويانو خپلوانو او انديوالانو په رواياتو اکتفاشوي ده او هيڅکله لرې سيموته نه دي پسي لالهانده شوي او دراټولو شويو قصونور وريانتونه يې نه دي اوريدلې. داخبره هم تري راښکاري چې دزياترو نکلونو راويان دارواښاد نوري دوينا خلاف  اميان نه، بلکي لوستي خلک بريښي، بله کوچني نيمګړتيايې داده چې دکيسو راويان، نه دي را پيژندل شوي او يوازي په دې خبره اکتفا شوي، چې: (له اميانو څه ليکلي ماقصي دي.

دمينو ښې خوږې نارې په کې دي) څومره به ښه واي چې مؤلف: دهري قصي دراوي نوم داستوګنې ځاي، دسواد سطحه او دهغه د اوريدو منبع او داسې نورې نښې هم راوړې واي، ځکه په دې کار سره به په بيلابيلو قومونوکې  داوريدل شويو قصووريانتونه هم راڅرګندشوي واي. دمعلوماتو له مخې زموږ دهېواد په بيلابېلو پښتني سيموکې، نه يوازې په ملي هنداره کې راغلې ټولې کيسې باب دي، بلکي تردې لازياتي نوري قصي هم په کې شته چې ښځي او نارينه يې له اوريدو او اورولو سره مينه لري، خو ددغو قيصو دکرکترنو په کړنو کې دبيلا بيلو راويانو په استناد، بيلابيلو وريانتونه ليدل کيږي. آن تردي چې مثلاً: د آدم او درخانۍ دقصې په يو روايت کې کرکترونه يو ډول کړنه لري او په بل روايت کې بل ډول کړنه ليدل کيږي. په دې اړه دارواښاد ميراحمد ګربز(دګربزونکلونه) کتاب يا دولي شو چې څو کاله وړاندي د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو دمرکزله خوا خپور شوي دي او فعلاً دلوستونکو په واک کې دي. ددغه کتاب له مطالعې څخه داسې بريښي چې يوازې په ګربزو ولسوالۍ کې يو نکل په څو څو وريانتو نو راغلي دي. په واقعيت کې (دګربزونکلونه) کتاب د زياتو وريانتونو دراوړلو له امله پړسيدلي او يو غټ کتاب ترې جوړ شوي دي. دکرکترونو دکړنو په اړوند دبيلا بيلو وريانتونويو مثال په ملي هنداره کې د (قطب خان اونازو) دقصې په يوه پای ليک کې هم ځاي شوي دي:  په دې قصه کې دراوي له قوله د آدم خان خدمتګار(بلو) دخپل رقيب (قطب خان) د وژلو لپاره داسې چم (چل) کړي دي: (لنډه داچې... بلو په قطب خان پسی څارو، چې په څه ډول يې مړکړی چې تريوی اندازی دی سم نه شی څويوه ورځ قطب خان په يوه خونه کې بيده دي، بلو راغي، سرته يې دوسپنې تيرې تيرې مېختبيلې اوتيره ميخونه ڼکوهل، يوواريې ناببره غيريږې وکړ، چې:(قطب خانه، پورته سه نازو مړه سوله، قطب خان چې صادق مين و، آه يې کړه په تلوار راوغورځيدي، پرسريې هغه ميخونه جګ شول، پورې وورې ووتل، قطب خان پرهغه ځاي مړشو. نازو هم له ډيره غمه باره راغله پرقطب خان وغوړيدله. خداي ته يې خواست وکه چې زه نور ژوند نه غواړم. څو آدم خان راپورته کوله ساه يې والو ته اومړه سوه.) دغه پيښه دهمدي قصې په پاورقي (پايليک) کې بيا داسې ځاي شوي ده: (څوک وايې قطب خان او نازو، چې باغ ته سره تللي وو، نوبلو، خو دباغ  ددروازي پيره دارو دباغ په دروازه کې يې څاه وکيندله ترې لاندې يې چړې او تورې وسپنې په کې سيخې کړي. مازيګر چې قطب خان دمخه او نازو په پسي ده چې ترباغ راووت قطب خان په څاه کې ولويد، ټکر ټکر شو، نازوهم قصداً ځان څاه ته پسې ووغورځاوه دمين سره يوځاي مړه سوه) دغه راز په ملي هنداره کې به د(فتح خان بړيڅي) له قصي څخه هغه جملي (غونډلې) را نقل کړو چې راوي په کې با سواده ښکاري: (يو باچاو، ددي باچانوم اسلم خان او په خټه بړيڅې و، پايتخت يې کلابس (قلعه بست) و، چې دکندهار ښار لمرلويديځ وخواته تقريباً څلويښت کروه بيرته دي...) که چيرې پورتنيو جملو (غونډلو) ټه ځير شو، داسې بريښي چې دابه دارواښاد نوري په شان ديو زده کړي او محقق ليکنه وي، نه ديو امي شخصي او له دي نه داسې مالوميږي چې دملې هندارې دليکلو سبک په خپله په (ټولوونکي) پورې اړه لري، خو دروايت شويو قصو اصطلاحات (ترمونه) يې خوندي ساتلي دي.

له بله پلوه داسې بريښي چې دملي هندارې په زياترو نکلونو کې راغلي منظوم ديالوګونه دهغو ديوازيني ليکونکې له خوا د (چې يعنې...) په ويلو سره واضح شوي دي اوله دي نه داسې هم ښکاري چې دهغو راوي هم يو کس دي، ځکه چې په يو سبک ويل شوي دي. په همدې ډول ملي هندارې ته په کتنه ديوراوي او يا هم دنږدي اويوشان راويانو مثالونه ډير دي، مثلاً: په زياترو قصو کې ښکاري چې پاچاه يا خان او يا مخور اولادنه لري او ددغې ستونزې دحل لپاره ددنيا ټول طبيبان عاجز بولي او يوازي او يوازي دملنګانو په دم او قدم دغه ستونزه له منځه تللې ده. دساري په ډول دفتح خان بړيڅي په قصه کې دپاچاه اسلم خان کورنۍ، وزيران، مينځې او نور چې شميريې شپيتو کورنيو ته رسيږي يوهم اولادنه لري. يوه ورځ دحرمسراي په دروازه کې يو ملنګ راڅرګنديږي، دپاچاه دکورنۍ له خوا ديو چاپه وسيله دغه ملنګ پوهول کيږي چې دوي له بي اولادۍ نه ځوريږي. ملنګ سمدستي ددغې کورنۍ يوې مينځې ته خپله لکړه په لاس ورکوي چې باغ ته ولاړه شي، دغه لکړه دمڼوونې ته وروغورځوي، او په دې سره دخداي په قدرت پوره شپيته مڼې ښکته راغورځي، ملنګ دغه ټولې مڼې دموي، نه يوازي يې دباچاه ماينه خوري، بلکې د دوي ټولو خپلو خپلوانو ښځو او نارينه ووته يې هم ورکوي چې په پايله کې له 9 مياشتو وروسته شپيته ښځي په يووار لنګيږي او له يوي مخې دزامنو خاونداني ګرځي... البته شک نه شته چې په کليوالي ټولنه کې ملنګانو او فقيرانو او يا هم صوفيانوته ډير خاص ارادت موجودوي او شاه او ګدا دخپل ژوند په بهيرکې دځينو ستونزو، بنديزونو او غوټو دخلاصولو په هيله دملنګانوله دمونو څخه ګټه پورته کوي، لکه په پورته قصه کې چې بړيڅې واکمنه کورنۍ دملنګ ددم له برکته په يووخت کې شپيته بچې دنياته راوړل، دغسې ستونزه د (ظريف خان اومابۍ) او انارژړان او سيب خندان) او داسې نورو قصو کې هم شته چې دملنګ له خوا دمڼو په دمولو سره داولادونو خاوند ګرځي. دغه راز به ځينو قصو مثلاً: دظريف خان او مابۍ په کيسه کې، راوي اوسمهال په شان دباچاهانو په دربارکې دداسې پهره دارانو يادونه کوي چې دشپې دنوم له يادولو پرته بل چاته اجازه نه ورکوي چې ممنوعه سيمې ته داخل شي، له دي نه داسې ښکارې چې راوي، داوسني وخت عسکري قوانين، دلرغونو زمانو په پهره دارانو کې هم ليدلي دي، چې له امکانه لرې خبره ده، په همدي ډول په همدي قصه کې راوي وايې چې، مابۍ پرخپل بدحال باندې دخپل مين ظريف خان چې په هندوستان کې دي دخبرولو لپاره، خط ليکي او دچاپه لاس يې ورليږي او په دې توګه هغه خبروي. له دي نه داسې ښکاري چې راوي دقصي په بيان کې کله کله دخپل وخت د ژوند پيښو تراغيزي لاندې دي او دشريف خان او مابۍ د ژوند دوران ترې هيردي، ځکه دمعلوماتو له مخې قصه دداسي دوران زيږنده ده چې په هېواد کې فيوډالي سيستم جاري دي چې په کې دليک لوست چاري داوس په شان دومره عامې شوي نه دي چې معشوقه دې خپل معشوق ته ليک ورواستوي، بلکې په قوي احتمال په پخوا زمانو کې دغه چاري دځينو نښو نښانو په ورليږلو سره ترسره کيدې او يو اوبل به يې پرخپل حال او احوال خبر اوه. له دغسې ورته روايتونو څخه داسي ښکاري چې دملي هنداري راويان په يوه محدوده کې دي چې کله دقصې وخت له ياده باسې او کله يې هم دبي اولادۍ دستونزې دحل لپاره دملنګ له خوا دمڼوله له دم پرته بله چاره نه ده اوريدلی قوی احتمال شته چې که چيری د قصو را ټولوونکی که خپلی محدودی څخه يوڅه ليری تللی وای نوکيداي شوای چې دمڼو ددم پرځای يې دبی اولادی چاری په بل ډول روايت کې اوريدلي واي. مثلاً: دملنګ پرځاي له تاويزګر، ملااو مولوي نه او دمڼو پرځاي دغنمو او يانورو حبوباتو څخه استفاده په کې اوريدل شوي واي، لګه د آدم او درخاني په کيسه کې چې دمڼو ځاي (خرما) نيولي دي. په هر صورت له پورتنيو يادونو څخه زموږ موخه دانه ده چې خداي مه کړه د ارواښاد نوري په ډير اوچت اوبې سارې کار، چې دده د ژوند تروخته پوري دپښتو ادب او فرهنګ په ساحه کې ساري نه لري، انتقاد وکړو، بلکې هدف دادي چې که چيري دفولکلوريکو آثارو د راټولونې عملي موازين په پام کې واي، نو دنوموړي اثر اعتبار به تردي لازيات اوچت شوي و. ځکه دغه موازين حکم کوي چې کيسې بايد له بيلابيلو قومونو او ټولنو څخه را ټولې اويوه له بلي سره له موازنې او مقايسي وروسته يې يو نسبتاً کره متن خپور شي.

سرمحقق نور محمد سهيم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha