صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | با عزته ښځه

با عزته ښځه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

شاه محمود درويش

چې غميزي يې زغملي هغه داده
پت عزت نه چې ځاريږي دارښتياده
د افغان هسکه شمله يې تل ساتلي
بي مثاله يې په دې لارکې وفاده
ميړنتوب کې يې رښتيا چې څاري نه شته
دميوند کارنامه ياده دهر چاده
داسې هر افغانه ښځه توريالۍ ده
لامدام سينګار په حسن دحيا ده
له پخوانه تردې دمه هڅه او هاند کړي
نن په هرڅه پوهيدلې ددنيا ده
علم او پوهې ته ليواله له هرڅه ده
هم دنوي عصر ژوند سره آشناده
                                                                         ***

نن د دوي په وړاندې ښايې پاکه مينه
څو د ژوند کيسه زمونږوي پري رنګينه
تاوتريخوالي مو په زړونو کې هيڅ نه وي
څو د زړه وينامو يو بل ته شي سپينه
ځکه ژوند وصلت تل په محبت وي
دانفرت دي چې يوبل جلا کوينه
راشئ ژوند موپه خوږي مينې سينګار کړو
داترخي خبري ژوند تباه کوينه
                                                                    ***

انسانيت ښايې مدام دهر چاشان ته
بل ته غواړه هغه څه چې غواړي ځان ته
نارينه که ښځينه دي خداي هست کړي
دهو سا ژوندون لپاره دي جهان ته
برابر حقوق يې دوي ته دي ورکړي
خو که هريو نظر وکړي خپل وجدان ته
نن ديو اوبل حقوق ته درنښت ښايې
ځکه دا دنيا يې پريښې امتحان ته
دانړۍ خوهستي تلونکي اوفاني ده
دي نيکمرغه چې نظر يې وي ايمان ته
لاپه دي خوهر انسان دي پوهيدلي
چې عزت غوره له هرڅه دي انسان ته

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha