صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | تا ته وايم

تا ته وايم

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

قضاوتپوه عبدالرحمن ممنون

نه دچاپه پل روان یي
نه دځان نه دجهان يې
نه دپلار او نه دمور شوی
نه دکلي نه دکورشوی
نه دورو شوی نه دخور شوی
انسانی ژوندته پیغور شوی
دفساد او دشراو رشوی
دشيطان په هاتي سپور شوی
داجهاد نه دی فساد دی
مسلمان ورنه برباددی
پيغلي وژني ځوانان وژني
دهېواد وارثان وژني
مکتب سیزي قرآن سيزی
آبادي او عمران سیزی
ځان ته واي چې انسان يې
هي افسوس څومره نادان يې
دقرآن وجدان نه لری
د اسلام آيمان نه لری
دبي لارو لاره پريږده
او شرعي قدم کيږده
دترورنه لاس په سرشه
په خدمت دخپل ټبرشه
دپردو دلمسون ښکار شوی
انساني ژوندون ته عارشوی
د اسلام ليکوته راشه
ځان او خلکوته رڼاشه
اسلام سوله او امان دی
کفر شخړه او طغيان دی
دټوپک پر ځای قلم شه
دپرهر پر ځاي ملهم شه
له جګړي شبخون نه تيرشه
ليونتوب جنون نه تيرشه
يورښتينی مسلمان شه
يو سا ووپتمن افغان شه

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha