صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د سولي پلوي

د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د سولي پلوي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د سولي پلوي

د خان عبدالغفار خان شخصيت او تاريخي پړاوونه:

په  1890م –کې د پيښور د هشنغر د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان محمدزي، په کور کې وزيږيد. د ترنکزو د حاجي فضل احمد  په ملګرتيا يې د استعمار په ضد د افغانانو راويښول او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامې په سر رسولي دي. خان عبدالغفارخان په ( 1920 م کې د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تګ په وخت کې يې د (انجمن اصلاح الافاغنه) ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په 1929 مکې د (خدايي خدمتګارانو په ټولنه ) بدله شوه، نوموړه په  1931 م کال کې د کانګرس به ملګرتيا د هند د نيمي وچي د آزادولو له پاره هم زياتي مبارزي وکړي او له 1310 څخه را په ديخوا د استعمار سره مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.

په لومړي نړيوال جګړه کې د انګلستان سره نه ملگرتيا په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې وو او د (1326) کال را پدي خوا د پښتنو ملي خوداراديت د غوښتلو په جرم د هغه وخت پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وارجيل ته ليږل شوي ؤ. خان عبدالغفار خان په خپل يوه تاريخي ليک کې د (1935 م ) کال د مي په پنځه ويشتمه چې د سابرمني، مركزى زندان احمد آباد څخه ېې د خليق په نامه په يوه ليکلى ؤ داسې ليكى:

" له بمبيي نه د جدا کيدو په وخت کې مي وعده کړي وه چې زما په ذهن کې چې هر وخت ستاسو په اړه څه خبر راشي نو تاسو به پري خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتارشوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوي او خدايې خدمتګار مې هم هير نه وو. ليکن داسې څه خيال مې پيدا شوي نه وو چې تا سو ته مي ليکلي واي تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلي يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او د خدايي خدمتګارانو په اړه خلكو ته لږ غوندي حالات څرګند کړي وو.

د هندوستان د خلکو د سرحد او خدايې خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دي چې زه په دوره، هري صوبي ته تللي يم، نو د خلکو او له مطالبه دا وه چې موږ د سرحد او خدايي خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړ.

خدايي خدمتګاران ورونو چې د بنديخانو بي اتفاقۍ يى، بهر د ځان سره راوړي وي، هغه يې پريښودي که لا هغه شان پکښې اخته دي؟ که چيرې په صداقت سره يې دا بد عادتونه پرې نه ښودل او رشتينې خدايي خدمتګاران نه شوو، نو دا ټولي قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت شوي پښتون به بيا پريوځي ولي چې زمونږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي خدمتګارانو کې دي.

د افغانستان استقلال:

په کال 1298 کښې د افغانستان سياسي خپلواکې تر لاسه کړې شوه، په همدې وختونو کښې د خلافت کميټې له خوا د هجرت اعلان، وشو باچا خان يي طرفدار نه ؤ، مګر د نورو د جذباتو رعايت سره په کال 1299 کښې د ځوانانو د يوې ډلې سره افغانستان ته ولاړ.

په کابل کښې ئي د امان الله خان غازي، محمود طرزي او د دولت نورو مشرانو سره ملاقاتونه وکړل د نورو خبرونه علاوه دوي د پښتو ژبې د پرمختګ په هکله هم خبرې وکړې چې په هغوي يې مثبت اثر وکړو.

فکري انقلاب ( انجمن اصلاح الافاغنه )

د ذکر شويو حالاتو، هلو ځلو نه وروسته باچا خان د ژور تفکر او فکري انقلاب يوه ځانګړي پړاو، او مشخصي مرحلي ته راورسيد

له هجرت نه پس پاچا خان په دي نتيجوته ورسيدو:

دټولونو اول افغانانو ته دعلم او تعليم ضرورت دي.

افغان دترقي اوسولي له پاره په اتفاق وي اوبي اتفاقي خنډ دي.

او دغه مهم عناصر ديوبنه معنوي تيزس په توګه وه چې د افغانانو له پاره دسولي محتوي يې درلوده ښايې چط په هغه مثال پيل څخه بياتر اوسه د خان عبدالغفار خان دغه ارزښتمنه وينا آرامان او هيله پلي شوي واي او په ګران افغانستان کې دسولي زړي زرغون او اوس تاندي واي، ويلي شو چې پاچا خان په افغانستان کې دسولي ښه طرفدارو. ¾

 عبدالهادي  قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha