مـــور

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

شاه محمود درویش

دپاکی مور پاکه لمن کې زیږدلی یمه
دپت عزت سپیڅلی غیږی هم پاللی یمه
خپله مدام دکړاوونو سره لاس او ګریوان
خوزه یی تل ژړا ژړا کې خندولی یمه
دی دی زغملی تل نادودی ناکردی د زمان
خو زه یی تل په مینه مینه نازولی یمه
خپله بی خوبه ناسته لاترسهاره پوری
خو زه یی خپل غیږه کې تل خوبولی یمه
لوست یې دمینی ماته مدام راکړی دی هم
لایی ازاد ژوندون ته تل هڅولی یمه
خپله که نه پوهیده په لیک اولوست باندی هیڅ
خویې ښوونځی ته مدام زه رالیږلی یمه
اوس به یې څنګه نو زه لاتر درنښت نه کوم
چاچې په هسکه غاړه مدام روزلی یمه

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha