وطـن تـه

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

آقا محمد ګړندی (خوږیاڼي)

آرمـــان ستر د آبادۍ دی لرم زړه کې

قندنبات غوندی خواږه لری هـــرڅه کې

ایماندار بچي دې ټول به خدمت بوخت دي

مور دټولو ځان نه ګران یې ژوندانه کــې

حال د زړه د ټولو سترګــــې راته وایې

ماسختن نه کار کوي هم لـــمرخاته کې

درد او غم دې ټول بچیان په غاړه اخلـــو

ګور او کور د مرګ او ژوند مویې هرپله کې

ړوند او کوڼ که دې خدمت کړمرهم ویاړم

نورانی دې له رب غواړم هـــرلمانځه کې

دنیا ټوله ستا ښکلا ته هـــــــوسیږی

یار او دوست مې هـم تا غواړي سترکاته کې

خوندور خواړه او زیرمــــې دکانودی

ووړاوزوړیې لټویې په هـــر خواړه کې

بدلۍ څه واورې باران او توپانــــوکې

یا دوم دی په کـــــور به اومیلمانه کې

آخرت او دنیا دواړه مـــــــاته ته یې

نوم دې لوړ شه دهر امــــن راوسته کې

یوزه څه هر افغان تا (ګړندي) ســــاتی

یرغلګروته دې یو یو هــــــر کاله کې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha