آزادی

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

گرندی

ازادي د ژوندون حق دهــرانسان دی

قرآن کړی ځکه ځان پرې هر افغان دی

الهی انعام کې ویــــاړ دمسلمان دی

مونږ سره ځکه سرلـوړ افغانستان دی

حال د زړه مې آزادۍ کـې په څپو دی

مبارک دغسې ژوند تل پـــه پښتو دی

دالله رحــــم میراث دمیړنــو دی

ګډ شهکار زمونږ دپلار او دنیکـــودی

آزادي د ژوندون حق دهــرانسان دي

قربان کړی ځکه ځان پرې هر افغان دی

ړنګیدل که یرغلګر مو دوطــــن کړی

ننګ غرت به مودا ځاي ورته کفن کړی

دلته ورک شي که نیت بدور ته دښمن کړی

یونه ډیربه بریدن اومیکناټن کــــړی

آزادی د ژوندون حق دهــر انسان دی

قربان کړی ځکه ځان پرې هـر افغان دی

خوارغریب که یم همت کې آزاد پــایم

ویاړدسیمې آزادۍ ندی فـــــدایم

ږلۍ واورې، باران، باد، نه بې پروایـم

یا دووکې ملالۍ امان بــــه ستایم

آزادۍ د ژوندون حق دهــر انسان دی

قربان کړې ځکه ځان پرې هـر افغان دی

امن سوله (ګړندیه) دتن ســــــاده

نوریووالی خپلواکې دوطــــن ساده

یاد باغ اوراغ، بیدیا اوچمن ســــاده

یا خپلواکه ژوند او ځواک بــدن ساده

آزادۍ د ژوندون حق دهر انســان دی

قربان کړی ځکه ځان پرې هـــر افغان

الهی انعام کې ویــــاړ دمسلمان دی

مونږ سره ځکه سرلـــوړ افغانستان دی

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha