صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | دښوونکي مقام

دښوونکي مقام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

مؤلف آقا محمد (ګړندي خوږياڼي)

نن، پرون اوپه سبـاکـې                 دنړۍ په هره خـــواکې

دجهان په هريو ګـوټ کې                  ځکه څه چې په هــواکې

کروندې که فابـرېکې دي                  که ماڼۍ دي پـه دنـيا کې

پرمخـتګ دساينس تخنيک دي                  ياچې څه زيږي بريښنا کې

څه بهبود چـې پـيدا شوي                  په ژوندون زما اوستـاکې

دمعلم دعقل زوردي غټ واړه پرې افتخار کړي

سموي کاږه فکرونه څوک پوهاند او څوک ماليار کړي

هـــريـوچـاته رهنمادي    ښه مشفق په هرهرچـــا دي

خپل پردي او که هرڅوک وي      يوشان ټولـوته ګـــويا دي

د انسان په نــــوم بشرته            نژدي دوست تـرخپل ابادي

په هرچا باندي ځـــوريږي      دچا پلار دچا بـابــــا دي

د روزنې پــــه مېتود کې        تل ريښتني بې ريــــا دي

سم او غرپي رڼا شوي چې معلم يې ابتکار کړي

سموي کاږه فکرونه څوک پوهاند او څــوک ماليار کړي

پراحساس څومره عالي دي                په بدن څومره قــوي دي

نه بيمار نه ستړي کيــږي                کاروبار يې مــاشيني دي

سپين او سره ورکـره نشته                زړه يې لوي لکه غنـي دي

دوړې ګرداوتباشيرخـوري            داخوراک يې فرمايشي دي

سرلوړي يې کمه مـــه شه           تفکر يې سلطــــاني دي

هرنظر يې برکت دي ټول بي لاري به په لارکړي

سموي کاږه فکرونه څوک پوهاند او څـوک ماليار کړي

ربه ستاپه لوي دربار کـې                   په زارۍ يم هر سهار کـې

چې سرلوړي مې استاد کــړې                       هرمحفل او هر ديارکـې

چې په نوم استاد ياديـږي               ورسره مل شې په هرکار کــې

ترينه لرې درد او غم کړې                  په هر وخت او هره لارکې

لايې لوړ په سرلوړۍ کړې                   دپوهانو په قطار کـــې

تل پري وياړم (ګړنديه) چې تـــرمرګه پورې کار کړي

سموي کاږه فکرونه څوک پوهاند او څــوک ماليار کړي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha