صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | تصوف او اسلامي فرهنګ کي دامنيت نقش

تصوف او اسلامي فرهنګ کي دامنيت نقش

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دتصوف او صوفي ګړدودونه (اصطلاح ګاني) دلومړۍ پېړۍ په پاي او ددوهمي پيړۍ په پيل کي لومړي ځل دابوهاشم کوفي له لوري او بيا دخواجه شمس الدين محمد حافظ له خواپه (البيان- والتبين)کي يادشوي دي . دغه راز لومړي ځل د عرفاني شعر پلار ابوالمجد مجدود بن آدم سنايي له لوري په عرفاني او صوفي مشرب شعرونوکې او هم د حضرت رحمان بابا او د خوشحال بابا له لوري يې ذکر شوي دي.

     په تحقيقي آثاروکي صوفي له (صُفه) څخه مشتق شوي چي صاف ، پاګ او پاک زړي شخص په ماناده . او اهل صفه دحضرت پيغمبر(ص) له اصحابانو څخه وول چي په زهد، سپيڅلتيا او ګوښه نشيني سره مشهور وول، يا دصوفي ويي (کليمه)له sophia  يوناني  لغت څخه چي دحکمت اودوستدار په ماناده، اخيستل شوي دي.

دصوفي – صوفيانو او پاک زړو ذواتو (پاک طبيعت) کسانو اوصاف اوخصلتونه:-

صوفي دپاک الله مخلوق، له خپل ځان څخه مقدم ګڼي.

صوفي دخداي دمخلوق په چوپړ کي وي.

صوفي انصاف کوي ،محبت کوي اود نورو وګړوحقوقو ته درناوي کوي ،عاشق اوخدمتګاروي .

 په زړه کي رُخه (کينه) نه لري – ځان به زحمتوي خو نوروته يي خير رسيږي . بخيلي اوبد څولي نه لري څوانمرد ، وفادار، دعاګوي او هره شيبه دخداي دبنده ګانو په خدمت کي وي ښې چارې سرته رسوي  او هم عبادت کوي.

دغه راز خير خواه –اخلاصمند- متواضع –ريښتوني د امن غوښتونکي امانتدار- قانع حياناک،مهذب مؤدب –انسان پالونګي- زړه ور –دنرم زړه څښتن (حليم –عالم)باورمند عفوکوونکي- صله رحم والا –او دخدمت په لاره کي سرتير(ايثارګر) او ژمن او نورومخلوقاتو ته په درنه سترګه ګوري لوړيي ګڼيٍ اودچا سپکاو نه کوي. صوفي شخص پاک خداي مطلق وجود ګڼي ،هستي اونيستي له الله سره ده او (الله نورالسموات والارض) دي.په همدې اندوي

که يکي هست ونيست جزاو

وحده لاشريک الاهو

يا

جز خدا نيست در جهان احدي

به جزازوي زکس مجو مددي

صوفيان او صوفي مشرب کسان خپل روزګار په جهاد کي چې هماغه نفسي جهاد دي بوخت ساتي ، ځکه چې نفس مکار دي .

ياداښت :

دلته له جهاد څخه دکوښښ کوونکي چي له دښمن سره جګړه کوي ،له مکارڅخه دحيله ګر اوغولونکي غايه اوهدف دي .

يادونه :

دتصوف په مشرب کې لاندي توکي ديادښت وړدي .استقامت، امين دامن ټينګښت – محکم والي – دسختيو په وړاندې جداوجهد اوزيار ګالل . دبرياليتوب اصلي رمز يې د(حق داوامروڅخه پيروي پايداري اوداستقامت درلودل دي (۴)  کوم چې دفکر اوذکر- بيان اولويو شخصيتونو  چې اسلامي ذکر اوتصوف لري دعالي ثقافت يوه څنده بيانوي .

په اسلامي فرهنګ کې دامنيت ځايګي اونقش:

لومړي :

په ټولنيزو چاروکې دتعادل درلودلوله پاره (امن – امان – ټيکاو سلم سوله ) اړين اوضروري توکي ګنل
کېږي .

(أ‌-      م – ن  Aman) اودامنيت ويي (لغت ) مصدر دي او د(امن ايمان – امانت په مانا راغلي دي چې ايمن – ايمني سلامت ، سوکالي اودتره يانې ډاراوترهګرۍ څخه بې انديښنې پاتې کېدل چې بسياينه - سوکالۍ (آرامش ) بې خلله ژوند او دامنيت درلودلوڅخه عبارت دي (دلسان العرب ۱۲- ۱۳ القاموس المحيط دابعاد در قرآن کريم دعلمي تحقيقي مقالې دلومړي څپرکي دپاي پره ګراف د (جايګاه امنيت دراسلام) په حواله – دښاغلي کلانتري ليکنې څخه )

اخيستنه ، په دوهمه خبره کې امنيت له هرډول مقابلې ګواښ (تهديد) يرغل (حملې ) څخه پرته ژوند کولوته وايي .

اوپه سياسي ، حقوقي برخوکې دسياسي – فردي – سيمه ييزاونړيوال امنيت په نومونو هم ياد اوشننه يې شوېده .

د(ملي حاکميت اودولت ) کتاب ۱۲ مخ ( ع ، هـ قريشي ) ليکنې څخه اقتباس .

دوهم – امن امنيت په اسلامي لوړو سپيڅلو نصوصو کې

امن – امنيت په پاک قرآن کې

د(امن ) کليمه چې هماغه دامنيت په ماناده په قرآن شريف کې کابو۲۷ ځلي دامن کلمه ياده شوي البته په بيلا بيلو(متعددو ) اخيستنو (اشتقاقاتو) سره ذکر شوي ده .

-             دمصدرپه بڼه څلور ځلي لکه په البقره مبارک سوره – ۱۲۵ ايات کې (۱)

-             دفاعل په بڼه (صيفه ) چې دصفت ښکاروندويه ده لکه دالبقره مبارکه سوره – ۱۳۶ پاک آيت (۲) دغه راز دنوم (اسم ) په توګه (صيفه ) څلور ځلي لکه د (النسا)مبارکه سوره ، ۸۳ مبارک آيت کې

-             څوارلس ځلي کړ(فعل ) په دود ، لکه په البقره ۱۹۶ کې (۴)  يې ذکر راغلي دي .

يادونه : په ټوله کي دخبرې دتوضيح ماناداسې ده چې دامنيت ويې داسې سيوه مقوله ګنل کېږي چي په عام
ګړ دودکې دګواښ نه والي – له ډاروېري څخه پرته دذهني جسمي فزيکي سلامتيا اود ارزښتونو خوندي توب – په يوازيني (فردي ) اوټولنيز (جمعي) توګه دګوا ښونو رفع پکښي ځاي لري .

چي ښه سياسي – دفاعي او سم پوځي (نظامي ) تدبيرونو پواسطه يو بل سره را نغاړل       کېږي او په ټوله کې دټولنې دپياوړتيا – سلامتيا غښتلتيا اوتقويت لامل ګر ځي ، کوم چې انسانان پکښې ژوند کوي او داسلامي ټولنې او دهغي دلوړ عالي فرهنګ شاسيته توکي بيا نوي .

داسلامي لوړ فرهنګ (ثقافت )ځخه دجناب رسول الله صاحب د کړنواودهغه حضرت دلوړوانديښنويادښت ته پاملرنه :

په هغه کتاب کې چې  (په مشرتابه اوانسان سازۍ کې دنبوي سيرت ونډه ) نوميږي ، په ۹ مخ څلورم پره ګراف کي داسې را ځي :

 

ب- له يهودانو سره دسولې – سياسي اوپوځي مرستو اوپريوبل ديرغل نه کولو تړون – چي ځان له دسيسو ډاډ من (په امان کې وويني ) اوهم د دولت بنسټ لاپسې پياوړي کړي چې دحديبېې له تړون څخه په اوم هجري کال = ۶۲۸ م څخه وروسته يادونه شوېده (۶) .

خاطره :- حضرت محمد (ص) له کوچينوالي څخه د امين په نامه مشهور وو.

کوم چې امن او امين والي دجنګ فريب درواغو – جګړو پرخلاف اصطلاح ده ، داد اسلام دنازولي پيغمبرمحمد (ص) دشخصيت يوه مهمه رڼايي ګڼله کيږي . چي همدا موضوع د (افتخاربشريت ) په رسالي په ۱۶- ۱۷ مخونو دجلا جلا اسلامي سرچينو(ما خذونو) څخه نقل قول شوي دي لکه (ابوداود ، ادب ) څخه چې دهغه لوړشخصيت په امين والي باندي څرګند دي .په همدې ډول (په بخاري ، ۲۴) کې دامانت اوامن په اړه يادښت شوي اوامانت د هستي يوه برخه ګڼل شوې ده .

- په همدي ډول په يوه بل روايت کې دشبلي نعماني ، دعمربن خطاب اود اداره للدوت 213-۲۱۴- کې هم دپورته توکي ياد او مکرراْ تاييد شوي دي .په همدي ډول په هغه کتاب کې چې (نبوي سيرت ) نوميږي په ۳۷۵ مخ کې دجناب رسول الله (ص) له لوري دامين والي او دامن اومصونيت چارو ذکرشوي (۷) اوله دې وروسته (دبيعت رضوان ) اوبيا په ۳۷۹ مخ کي د حديبه دسولي پروګرام او د دواړو لوريو ترمنځ دامن راوستو بحث شوي چې دامن مقام عالي او لوړتعريف شوي دي .

- دغه راز دامن امنيت لوړه ويي داسلامي فرهنګ ديوې مهمي اوتل پاتي برخې په توګه د(صلح وامنيت) په کتاب ۱۰۰- ۱۰۱ مخونو په څرګنده کښل شوي دي چې : اي پيغمبره ! خپل قوم ته دڅرګنده کړه کله چې ابراهيم ( دکعبي د ودانۍ په اړه ويل ! پرودګاره ! دغه ښار(دمکې نوم ) دامن اوامان ځاي وګرځوې ....)

- دغه رازپه بله برخه کي راځي – دامن بل ارزښت په دې کې دي چې حضرت رسول الله (ص) فرمايي من اصبح منکم امافي سربه ،معافي في جسده عنده قوت يومه وليلته فکا نما حيزت له الدنيا بحذا فيرها ( دترمزي په روايت ، هماغه اثر ۱۰۱ مخ څخه ژباړه – ( هغه څوک چې په بشپړه سوکالتيا ( امن اوآرامش سره ) شپه تېره کړي او دروغتيا (صحت) له نعمت څخه هم برخمن وي اوديوې شپي ورځي اوبه  اوډوډۍ هم ولري – په دې مانادي چې ټوله نړۍ يې ورته راټوله کړې ده )) (۸)

- اسلامي ښکلي فرهنګ کې دامنيت لنډ بحث او دنا امنيتي جوړلودبدامنيتۍ جوړونکو غندنه :-

دبي ګنا ه خلکو د وژلو لاملونه ( سببونه ):-

لومړي – دشرعي علم لږوالي:-

کله چې يوسړي ناپوه وي اويا لږي شرعي – حقوقي پوهه ولري نو قضاياووته سمه پاملرنه نه کوي – دښواوبدو او دحرامو اوهغو شيانو چي دي ورباندې مامورشوي ، توپيرنه شي کولاي .آن تردې چې دي هم نه پوهيږي ، چي دبي ګناه خلکووژل مباح عمل دي که ناروا؟

يادونه ! که په ټو لنه کي دمستر همفر انګريز دفرمولاجوخت (فقر – مرض اوبيسوادي ) وي نو خامخابه ستونزي زياتي وي اووګړي به په ربړو – تنګسو – بد مرغيو اونا امنيو کي ژوند کوي اوهره شيبه به دتر هه ګواښ – او په ناحقه وژلو لامل موجود اودبدامني اوناامني تورسيوري به پر جامعي خپوردوي کله چي ناامني وي نو دعبادت څخه نيولي بيا ترذکرحداو شرعي اصولو پوري نه تطبيق کيږي اودايوه غټه ستونزه ګنل کيږي اوس زموږ په مسلمانې ټولنې کې داسي ناوړه شرايط شته . ښايي چې داسي ناوړه فرهنګ اضمحلال شي او د امن فضا را منځته شي چې دا زمونږمسلمانانوپه سعي – کوښښ ، صداقت امين والي ترسره کيداي شي .

دوهم – د ژوند په اړه بسنده (کافي ) معلوماتو نه درلودل .

کوم چې ژوند دپاک الله يوه ستره مهرباني اوموهبت دي بايد هغه وساتل شي اوسمه استفاده ترې وشي چي ژوند مهم دي اوپه سوله او – امنيت کي خورا ارزښت لري .

دريم – ديني علومو زده کړې ته نه پاملرنه – نوبنايي چې ټول مسلمانان په تيره بيا زمونږ ښاغلي ځوانان څه نارينه او څه ښځينه په دې اړه سمه او معقوله  پاملرنه وکړي اوخپله پوهه ، نيمګړي نه کړي – بلکي پوهه (دانش ) بشپړه کړي .

څلورم – له دين څخه زموږ پوره خواخوږي موجوده وي .

داسلام په دين غيرت وکړو ، وپالو اوعزت يې وساتو .

پنځم : له خداي پاکه څخه ووېرېږو او هره شيبه پاک الله حاضراوناظر وګڼو اودخداي پاک بندګانو ته مرستي ورسوو او رحم ولرو، ( داسلام دمبارکو احکامو درناوي وکړو اوعملي کاندو .

ښپږم – فتوا بايد په علمي – شرعي اواسلامي توکو اومراجعو برابره وي نه دا چې باوري علمي سر چينو ته يي مراجعه نه وي کړي .اوسم برداشت ونه لري اوداجتماع حکم وکړي چي په اوسني مهال کې دطالبانو دکړووړو يوه برخه ده .(۹) چې دناورين اوستونزولامل ګرځېدلي دي .

دغه راز د(سلطنت عشق رحماني ) کتاب په ۱۶۰ مخ کي د ذکرطريقو څوبرخي بيان شوي اوپه ټوله کې يې دايمان اوامن اوتصوف خبري په مصوونيت اوعبادت يي په لوړايمان کې کښلي دي چې شايسته ثقافت څرګندوي (10)

پايلې :- پرمسلمان باندې دوسلي اوچتول حرام دي ، که يو سړي په مسلمان باندي وسله (اسلحه ) پورته کړي ګناهکاريږي .......، په دې آړه رسول الله (ص) فرمايي ! من حمل علينا السلاح فليس منا بخاري ۷۰-۷۱ ، مسلم ۱۶۳ ژباړه – څوک چي پرمونږ وسله اوچته کړي ، هغه زموږ له ډلې څخه نه دي )) ابن ملقن وايي – نوموړي حديث دمسلمان دوژنې پرحرمت دلالت کوي اوداعمل يي ډېربد معرفي کړي دي .هغه کسان چې له دې وجې ځان ووژني په (انتحار) لاس پوري کوي په دې نوم چې ګواکې امنيتي مسوولين وژني داتصويريې هيڅ شرعي حيثيت اوجواز نه لري – امنيتي کسانو وژل که څه هم غيرمسلمان وي ، جواز نه لري (۱۱) دا داسلامي فرهنګ اولوړثقافت پرخلاف عمل اونامشروع دي .

 ليکنه او څيړنه: عبدالهادي قريشي 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha