صفحه اصلی | anis | فرهنگ و هنر | دښوونکي مقام

دښوونکي مقام

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

مؤلف آقا محمد (ګړندي) خوږياڼي

ګرانه استاده يې ښـــوونکي زما

دمعنوي برخې روزونکـــي زما

له وړکتوبه يې پالـــــونکي زما

په هرقدم کې لوړوونکـــي زما

ښوونځي او کور کې يې پالونکي زما

په هر تعليم سمبالوونکــــي زما

يي فرشته عمل ليکونکــــي زما

بدن ته وده ورکـــــوونکي زما

املا انشا کې رســـــوونکي زما

په هريو علم پوهـــــوونکي زما

ګرانه! واکمن ځواکمن باداريـې زمونږ

ښوونکيه! ته معنوي پلار يې زمـونږ

ستاپه قلـــم اوکتاب رنځ کميږي

نړۍ کې جهـل او تورتم ختميږي

مل يې د ژوند په کار و بارپوهيږي

په هر انسان يـې سوکالي لوريږي

چيري چې وردهر ښوونځي خلاصيږي

ور د زندان او دتيـــري بنديږي

ناپوه په بد عمل هرځـاي شرميږي

له دسيسو او تــــوطيو تښتيږي

د انسانانو په خوښۍ نـــازيږي

هريو انسان ورته خپل ورورښکـاريږي

ګرانه! واکمن، ځواکمن باداريې زمونږ

ښوونکيه! ته معنوي پلار يې زمونږ

ته يې زمونږ دمر سلانـــو وارث

د انبيا پيغمپرانـــــــو وارث

د اصحابو، اميرانــــــو وارث

دستر رهبر او ښو يارانـــو وارث

د واړو ښوښو عالمانــــو وارث

په حقه لار سرښندويانـــو وارث

دسوله ساتو اتلانــــــو وارث

امن را وړونکو انسانانـــو وارث

دپيوستون دسرکښانــــو وارث

دمتحدو افغانانــــــو وارث

ګرانه! واکمن، ځواکمن باداريې زمونږ

ښوونکيه! ته معنوي پلاريې زمونږ

ته د انسان پـــه آزادۍ مين يې

په ننګ، غيرت دملالـۍ مين يې

دګران هېواد په ودانۍ مين يې

دهر افغان په سرلوړۍ مين يـــې

د زده کوونکو په سيالۍ مين يــې

د درسي توکو په هستۍ مين يــې

دهر انسان په نيکمرغۍ مين يــې

پدپرمختګ او ترقــۍ مين يــې

يا (ګړندي) په شاعـرۍ مين يــې

تاته سلام په شهکارۍ ميــن يـې

ګرانه! واکمن، ځواکمن باداريې زمــونږ

ښوونکيه! ته معنوي پلاريې زمـونږ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha