صفحه اصلی | anis | مقالات | دد ښمن دناوړه هڅو سره سره به ټول ټا کني ترسره شي

دد ښمن دناوړه هڅو سره سره به ټول ټا کني ترسره شي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېوادکې دولسواکې دلاغوړيدو او پياوړتيا په خاطر هڅه پردي ده چې دولتونه او حکومتونه دخلکو د آزادو مستقلو او سراسري ټول ټاکنو له لاري رامنځ ته شي او دملاتړ له مخي په زياتو ستونزو لاس بري پيدا کړي او دهېواد دپرمختګ له پاره ښي چاري ترسره کړي څو هېوادوال باورمند او دټولنيزو آسانتيا وڅخه برخمن شي.

دا مهال په نړې کې د  دموکراسي ترعنوان لاندي خلک په ټول ټاکنو کې ګډون کوي او په خپله خوښه پرته له کوم ګواښ او فشار څخه دخپلي خوښي کانديد ته رايې ورکوي. دا سيالي په دموکراتيکو هېواد کې خوندوره او د ډاډوړوي ځکه ډيري وګړي د آزادي سيالي څخه راضي ښکاري اوغوره ګڼي چې دخدمت کولو له پاره په سيالي کې وړکسانو ته رايې ورکړي. کله کله په ځينو هېوادوکې دټاکنو پرمهال اويا دټاکنو وروسته ناندري او نيوکې رامنخ ته کيږي خوپه دموکراسي باورمند خلک هره ستونزه او نيوکه دملي ګټو د تامين په رڼاکې لټوي او هيڅ وخت دملي ګټو دخونديتوب په خلاف نه دريږي نوله دي امله يې په هېواد کې دنيوکې درغاوني له پاره لاري لټول کيږي او دهري نيمګړتيادپوره کيدو له پاره ګړندي ګامونه پورته کوي. مخ په وړاندي هېوادونه خپلي لاس ته راوړني دنيوکو په رغاونه کې ګڼي او د مخالفو ډلو سره په ګډ کار ټينګار کوي. نوځکه په چاروکې دملي ګټو په پام کې نيولو سره يوبل ته لاس ورکوي اوپه ټولنيزو آسانتياو برلاسي مومي. موږ چې دنوي راټوکيدلي دموکراسي له مخي په داسې يوټولنيز جوړښت کې ټول ټاکني ترسره کووچې ديو لړ ستونزو او ننګونو سره مخامخ کيږو ځکه چې ديوي خوا راتپل شوي جګړه او د بلي خوا په ټوليزه توګه دخلکو دسواد دکچې ټيټه شميره ددي لامل وي چې دنورو په پرتله مو دټول ټاکنو بهيرکم رنګه اوستونزي موډيري وي. همدا اوس د زياتو جګړييزو ناخوالو ترڅنګ دولت هڅه وکړه چې دخلکو غوښتنوته مثبت ځواب ووايې او دټول ټاکنو له پاره لار هواره کړي چې له امله يې دا مهال دهېواد په مختلفو سيموکې دټول ټاکنو له پاره دنوم ليکني بهير روان دي. ددي له پاره چې په هېواد کې دولسواکۍ په وړاندي ستونزي او خڼډونه رامنځ ته شي مکار دښمن په ډيره بي رحمي سره په ځينو مرکزونو کې چې نوم ليکنه کيده ځانمرګي بريدونه وکړل څو خلک دګواښ او انديښنو سره مخامخ کړي لاکن دهېواد او خلکو ددښمنانو په دغه کرغيړن عمل سره دخلکو کرکه لاپسي زياته او دهيڅ ډول ګواښ څخه ونه ويريدل او په پرله پسي توګه يې په نوم ليکني کي ګډون وکړ.

دا مهال چې دنوم ليکني دوم دور په ولسواليوکې پيل شوي ډلي ډلي هېوادوال دنوم ليکني مرکزونو ته ځې او په ټول ټاکنو کې درايې په ورکوني سره دخپلو خوښي کانديدته رايې ورکوي. او هغوته چې ددي ملي پروسي په وړاندي ستونزي پيدا کوي وړاندوينه کوي چې په هيڅ ډول او هيڅ وخت به دټوپک دشپيلي له لاري په خلکو حکومت ونه کړاي شي نړي دهيڅ ديکتاتوري نظام چې دپوځي لاري منځ ته راغلي وي ملاتړنه کوي. ځکه چې په زور رامنځ ته شوي واکمنان د زياتو خلکو استازيتوب نه شي کولي يوازي او يوازي خپلي شخصي ګټي خوندي کوي او خلکو ته دخدمت کولو جوګه کيدای نه شی نوله دي کبله نړيوال په نړي کې د ولسواکو رژيمونو په رامنځ ته کيدو خوښ ښکاري او دهغوي سره دملاتړ په څرګندولو سره دښو اړيکو دپراختيا له پاره دمرستي لاس وغزوي نومناسبه او غوره به وي چې مخالفي وسله والي ډلي په خپل جګړييزنيت کې بدلون راولي او دټول ټاکنو له لاري خپل ځان په دولتي واکمني کې وويني څو ديوي خوا دمرګ  ژوبلي بهيرپاي ته ورسيږي او دبلي خوا په هېوادکې دولسواکې درامنځ ته کيدو له لاري په نړيوالو کې باور او اعتماد لاپسي پياوړي شي پوهيږو چې زموږ دهېواد دښمنان دهري ممکني لاري هڅه کوي چې دټول ټاکنو په وړاندي ستونزي را پيدا کړي لاکن هېوادوالو چې ددښمن مکاره څيره پيژندلي وبه توانيږي چې د ټول ټاکنو بهير په بري سره سرته ورسوي او ددښمن په ناکامو هڅو به بيا بري ترلاسه کړي.

ع-متین

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha