صفحه اصلی | anis | مقالات | پټی لاس وهنی به پټی پاتی نه شی

پټی لاس وهنی به پټی پاتی نه شی

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې رواني جګړي هغه څيري په څرګنده توګه را بربڼډي کړي چې هېواد او دهېواد ملي ګټي ورته هيڅ ډول ارزښت نه لري تل يې هڅه داوي چې د هېواد او خلکو دهوسايني په وړاندي په مختلفه بڼه ستونزي زياتي او دويري اچوني لمن خپره کړي.

ليدل کيږي چې مخالفي وسله والي ډلي دپرديو په لمسون دهېواد دملي ارزښتونو په وړاندي دهيڅ ډول ورانکاري څخه دريغ نه کوي او هرهغه څه چې دهېواد دښمنان ورته په ګوته کوي له منځه وړي همدا اوس دجګړي پرمهال رغاول شوي ښوونځي او سرکونه په ځينو سيمو کې دمخالفو وسله والو ډلو له خوا وران شوي او په ځينو سيمو کې په پرمختيايې چارو بنديز لګول شوي چې له امله يې دښوونځيو وداني او دسرکونو جوړښت ناتمامه پاتي دي دوي چې دهېواد د آبادي او پرمختګ له پاره هيڅ ډول برنامه او پلان نه لري هڅه کوي چې دلويو او وړو پروژو په وړاندي خڼډنه پيدا کړي او دنورو په لمسون دويري اچوني اوګواښ فضا رامنځ ته کړي مخالفي وسله والي ډلي پوهيږي چې هيڅ وخت به دجګړي له لاري داسي ځآي ذګي ترکنترول لاندي په اوږد مهاله ډول ترلاسه نه کړي چې دهغوي واکمني او يا د راټوليدو له پاره يې پکښي چاري سمبال شي پرته له دي چې وراني ويجاړي رامنځ ته کړي او دبي ګناه هېوادوالو په مرګ ژوبله کې زياتوالي راولي.نورڅه نه شی ترلاسه کولی همدا اوس دراپورونو له مخي دفراه دولايت په وروستي بريد کې په پوره شميرنه جګړه غوښتونکو طالبانو ته مرګ  ژوبله ور اوښتي چې بيا تيښتي ته اړشوي دي هلته دفراه په ولايت کې وښودل شوه چې جګړه غوښتونکي طالبان دپرديو دموخو دپلي کيدو په خاطر جګړه په لار اچولي وه چې دملي وسله وال پوځ دسرتيرو دمرګوني غبرګون سره مخامخ شول او دهغوي دبادارانو هيلي يې دځان سره ګورته ويوړي. اوس په هېواد کې دجګړي موخه په ښه توګه بربڼډه شوي او دهېوادوالو ترڅنګ نړيوال هم په دي پوهيږي چې جګړه ولي او دڅه له پاره اوږد مهاله شوه او دجګړي دراقابوکيدو اوپاي ته رسيدو په وړاندي خڼډونه څوک او له کومه ځايه راټوکيږي اوولي دسوله ييزو خبرو اترو دپيل کيدو له پاره رښتيني لاس راغزونه نه ترسترګو کيږي دجګړي دپايښت له پاره دتمويل او تجهيز چاري له کومه ځايه سرچينه اخلي چې دا مهال ديوه روښانه لاس وهني په توګه يې ليدلي شو. لاکن ددي ټولو ناوړه او بي ګټو لاس وهنو سره سره دلوي او بخښوونکي خداي (ج) په فضل او کرم سره هيڅ تيري کوونکي تردي مهاله په خپلو ناوړه موخو کې بري نه شي ترلاسه کولي اوپه راتلونکي کې به هم هيڅ ډول لاس ته راوړنه دجګړي له لاري ترلاسه نه کړي. زموږ خلک اوس دبل هروخت څه دلمسول شويو د ترهګرييزو بريدونو په وړاندي ديووالي بيلګيږي کړني ترسره کوي او ديوه ښوونيز خوځښت په توګه راښايې چې دپردي پالو په وړاندي خپلي ليکي لاپسي پياوړي او غښتلي کړو څو دتيرپه څير هر تيري کوونکي دجګړي په ميدان تيښتي ته اړشي او باداران يې ورځ تربيل سرټيټي او خجالت پاتي شي. دکره او انکارنه منونکو شواهدوله مخي چې دفراه دجګړه مارانو څخه ترلاسه شوي دنيږدي ګاونډي هېواد دوه مخي سياست را په ګوته کوي ځکه چې څو څو واري مسؤلينو ګوت څڼډنه کړي چې لاس وهونکي هېوادونه دي دناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره زموږ د خلکو او هېواد په وړاندي مخالفي وسله والي ډلي دجګړي دپراختيا او سختوالي له پاره نه راليږي او زموږ په کورنيو چارو کې دي دجګړي لامل نه لټوي هرڅه چې غواړي اويا کومه موخه لټوي بايد دخبرو اترو له لاري مطرح کړي نه دلمسول شويو له لاري. موږ ديوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه تل په سوله ييزو خبرو اترو ټينګار کړي او دهري ستونزي حل مو دخبرو اتروله لاري غوره ګڼلي همدا لامل دي چې په مختلفو سيمه ييزو غونډو کې راسره دسيمي هېوادونه چې اوسني رواني جګړی دانديښني سره مخامخ کړي راسره يوځاي په سيمه کې دتل پاتي او سراسري سولي درامنځ ته کيدو په کار کې همغږي او که خداي(ج) کول د دوه مخي سياست پلويانو  او جګړه غوښتونکي څيري به وپيژني اوپه وړاندي به يې مناسب او پرځاي غبرګون څرګند کړي. ښه به وي چې دسيمي دثبات له پاره په خپلو کړنو کې بدلون راولو او دبي ځايه لاس وهنو پرځاي دښو اړيکو دپيوند د غښتلتوب لار ولټو څو وتوانيږو په سيمه کې ګواښ او انديښني له منځه يوسو او پرځاي يې سوکالي ته لار هواره کړو.

ع- متين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha