صفحه اصلی | anis | مقالات | جګړه غوښتونکي په جګړه ټينگار کوي

جګړه غوښتونکي په جګړه ټينگار کوي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې روانه نا اعلام شوي جګړه چې اوږد مهاله شوه تردي دمه‏يې دپاي ته رسيدو څرک نه ليدل کيږي ځکه چې جګړه ورځ تربلي نوي او مختلفه بڼه غوره کوي او دپراختيا او‏سختيدو لاميلونه يې دملاتړو هېوادو له خوا په پرله پسي توګه لټول کيږي. همدا اوس زموږ دولسمشر محمد اشرف‏غني دسوله ييزي پيشنهادي بستي په وړاندي دجګړه غوښتونکو چوپه خوله پاتي کيدل او ترهګرييزو بريدونو ته ادامه ورکول راښايې چې ترهګراو د‏ترهګرو ملاتړ کوونکو پرتله له دي

 چې مرګ  ژوبلي ته لمن ووهي او په جګړييزو ناخوالو کې خپل ناوړه موخي ولټوي نور څه په ذهن کې نه لري ځکه هر جګړه چې هرڅومره پايښت ومومي په پاي کې دخبرو اترو له لاري هواريداي شي نوله دي کبله د دولت سوله غوښتونکي هڅي ددي له پاره ادامه لري چې جګړي ته دخبرو اترو له لاري دپاي ټکي کښيښودل شي لاکن د ډيرو اوږد مهاله هڅو سره سره جګړه غوښتونکو په جګړه ټينګار کړي او ديوي جګړييزي وسيلي په توګه دملاتړ کونکو هېوادو له خوا تردي دمه استعمال شوي دي. ددي ټولو هڅو ترڅنګ ډاګيزه شوي چې جګړه مارو ملاتړ کونکي دي وپوهيږي چې دتير په څير راتلونکي نه بريښي او هغه موخي چې دجګړي له لاري ترلاسه کوي نهشي ترلاسه کولي زموږ خلک دهر کړکجن او لاس وهونکي تيري په وړاندي لاپسي يوموټي کيږي او ديوه اوسپنيز ديوال په توګه ددي توان لري چې دلمسونکو او لسمول شويو دهري تيري کونکي هڅې په وړاندي دخپل هېواد دلويشت لويشت څخه دفاع وکړي او ترهګرو ته ددي مجال ورنه کړي چې دنورو ناوړه موخي دتطبيق وړوګرځي.

همدا اوس په نيږدي تيرو کلونو کې چې بهرني پوځي ځواکونه زموږ له هېواده وتلي دي دميړنيو سرتيرو سرښندني او دهېوادني دفاع دتاوده سنګرڅخه دفاع نړيوال حيران کړي دی ځکه چې دا مهال په يوازيتوب سره ددښمن هري تيري ته مناسب ځواب ويلي او په ډيرو هغه سيمو کې چې دښمن دخلکو سوله ييز ژوند دګواښ او ويري سره مخامخ کړي و دچاڼيزو پوځي عملياتو په بهيرکې سيمي پاکي کړي او دترهګرو له شرڅخه يې هېوادوال د ويري اچوني څخه ژغورلي دي. موږ ډاډه يو چې زموږ ميړني وسله وال پوځ چې ديوي خوا خپلي جګړييزي پوځي ښوونيزي چاري پرمخ بيايې او دبلي خوا ددښمن هر ډول تيري په شاه تمبوي نو همدا لامل دي چې مرسته کوونکو هېوادونو خپله پاملرنه دملي وسله وال پوځ پياوړتيا ته راګرځولي نيت لري چې دملي وسله وال پوځ مختلف صنفونه راجوړ او ترڅنګ يې ښوونيزي چاري لاپسي پياوړي او پراخه کړي دا مهال دنيمګړتياو په رغاونه کاروان دي او ډيري تشي را ډکي شوي څو په راتلونکي کې دسيمي په کچه داسي ملي وسله وال پوځ ولرو چې تيري کونکي يې په وړاندي دتيري هڅه ونه کړي شي. پوهيږو چې جګړه غوښتونکي په جګړه ټينګار کوي نوپکار ده چې دجګړي له پاره اړين تدابير ونيول شي او ورسره جوخت دملي وسله وال پوځ دلاپياوړتيا له پاره دمرسته کوونکو مرستي لاپسي زياتوالي ومومي او په نړيواله کچه مرستندويه هېوادونه دترهګرو ملاتړ کوونکو سره په خپلو اړيکو له سره غور وکړي ځکه تردي دمه دامريکا دمتحده ايالاتو دنوي ستراتيژي په اعلانيدو سره په سيمه کې پرترهګرييزي جګړي هيڅ ډول تاثيرنه دي غورځيدلي او دترهګرو ملاتړ کوونکي اوس هم خپلو تيري کوونکو هڅوته دوام ورکوي او دترهګرو دتمويل او تجهيز څخه يې دهيڅ ډول مرستي څخه سرغړونه نه ده کړي همدا اوس زموږ په هېواد کې دجګړي دپايښټ ټول پلانونه او ښوونيزي چاري دملاتړ کوونکی هېواد پاکستان په دننه کې دوام لري او دجګړي دستخوالي او پراختيا له پاره لارلټوي څو جګړه سخته او اوږد مهاله کړي.مناسبه او پرځاي به وي چې دامريکا متحده ايالات او دهغي پلويان داعلان شوي ستراتيژي عملي لاري چاري ولټوي څو لاس ته راوړني يې هېوادوال په رښتيني توګه وګوري. داهڅه کولي شي چې دجګړي دپاي ته رسيدو له پاره خپل فشارونه او اقتصادي بنديزونو ته پام راوګرځوي او دجګړي دپاي ته رسيدو لڼډ مهاله لار ژر تر ژره را پيدا او عملي چاره يې ولټول شي.

ع- متین

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha