صفحه اصلی | anis | مقالات | ترهګرۍ جرم دي

ترهګرۍ جرم دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ارادې قوه کې دجرم مخنيوي پورته مهمه خبره يوټولنيز، علمي مسلکي، سياسي او اخلاقي بحث هم ګڼل کيږي. کله چې انسان دکوچنيوالي يا په مراهق عمر او يا دځوانۍ په منګ (عمر) کې وي په طبيعي ډول د زيان رسولو اند اويا دجرمونو کولوته تمايل لري. خوهمدغه جرمي تمايل د انسان په وجود (کوپړۍ، وجود او ضمير) کې دتميز او عقل او سليم عقل شعور دقوې اوفراست، يانې، وس، طاقت، زور توانايي، پوهه پياوړتيا او فراست ادراک چې په باطني برخه کې دظواهروله مخې ديوي ښې قوې په بڼه راڅرګنديږي.

دپوهانو دڅيړنو پايلې ښودلې چې انسانان په جلامهالونو، مکانونو او نورو شرايطو او يا د احساساتو او انګيرنو له مخې تراغيز لاندي راځي اويا. دغه عوامل (فاکتورونه) عبارت له (مقاومت او د ارادي ځواک او قوت) څخه دي لکه:

د ارادي قوه (جرم ترهګري اورپکۍ) په له منځه وړلو، يانه کولو کې: انسانان دعقل، پوهي، تميز شعور لرونکي دي، چې دښو او بدو، سختيو او غرميو، مشروع او نامشروع بيلوالي او پيژندنه (تميز) کولاي شي، انسانان د ژوندانه په اوږدوکې عملاً درک کوي، چې څرنګه دبدو او سختو زيان رسونکو پديدو په وړاندي مبارزه وکړي مقاومت وکړي او سليم عقل پرکارواچوي.

دخپل ژوندانه، دخپلې کورنۍ دخپل چاپيريال(ماحول) دخپلي ټولنې او وطن دښه والي زرغونو‏والي او حفاظت په خاطر له بدۍ او سختۍ ډډه وکړي او د‏ژغورنې نجات اصول وپالي مراعات کړي او عملي کړي.

دعقلي قوي په مټ، په شهامت زړه ورتيا او سرښندنې سره دنيکو ښو کړنو د ارادي پريکړه وکړي. دغه راز د ناکاميو او سختو، منفي اغيزو په مقابل کې دخپل سالم عقل، ښې اوقوي ارادي او زغم له مخې ولاړ (متين او قايم) پاتې شي او هغه څه چې ښه ګڼي نورو ورونو ته يې په ټولنه کی ورسوی دغه دينی خبره هم عملی کړی
((... دجرمونو او ظالم په وړاندې دلاس يا خولې په واسطه مبارزه وکړي اوکه په دي هم ونه شوپه
 زړه کې يې بد وګڼي.

دمبارزې قوه، انسانانو دشرايطو دچاپيريال او سختيو پروړاندي (دوه) ډوله غبرګون ښيې. کمزوري او اطاعت سره مبارزه او دريدنه يا نهانې مقاومت، ديادوني وړده، چې دجرم د ارتکاب د رامنځته کيدوسبب بايد ړومبي له منخه يوسولکه دمنفي مقاومت، تره وحشت، وژنه، ويجاړونه... نوښايې دمبارزې قوه غښتلي او پياوړې شي. په لاندې ډول:

دديني سپيڅلو احکامو درنښت  تبليغ او پرځاي کول.

ښوونه روزنه، تعليمي نصاب، او عامه پوهاوي.

استخباراتي ښوونه روزنه، تدابير پروفلاکتيک ياوقايوي تدابير. پروفلاکتيک (په مستقيم او غير مستقيم دول، لکه دڅارنوال، قاضي له خوا دقانون، جزا قانون، اساسي قانون تشريح او...

هغه هم دميډياو، مجالسو او... طريقو کې، او هم دشبکو له لاري چې استخباراتي ټولنې پکښې کار کوي. د اخلاقي معيارونو درنښت او عملي کول، کوم چې په افغاني باعزته ټولنه کې دغه معيارونه دياددښت وړدي لکه ځوانمردي، سخا، بښنه، زړه ورتوب، تيريدنه او نورو ښايسته صفات دجزايي قوانينو احترام او دجزايي قوانينو سختول،د جزايې قوانينو پلې کول، له قانون او له قانوني ارګانونو څخه ويره کول.

- دضمير (وجدان) صفا ساتل، له پاک الله تعالي څخه ويريدل چې پوښتنه  کوي، اسلامي احکام پلي کول، بشر دوستي او احترام  مسلمانان سره وروڼه دي، دقيامت په ورځ حساب او کتاب، دمور او پلارنصحيتونه او حقوق، چې دا‏ټول الزامي او هم وجداني عناصر دي چې خامخا دجرم په مخنيوۍ او يا تخفيف کې سرشندي.

- دجرم پيژندنې (کريمنولوژي) درسونه او سبقونه، تبليغات کول او ويل، او دجزا توکې تشريحول.

- دمحترمو ديني علماو پواسطه دسپيڅلو منابروله طريقه دعوامو له پاره روښانه تبيلغ کول.

دپوليسو او نورو امنيتي ارګانو له خوا له وګړو سره ښه رويه ښه سلوک او هم دخلکو د ژوندانه دکچي لوړول چې له فقر، مرض او بيسوادۍ څخه وژغورل شي. دمتنفذينو او ملي شخصيتونو له طريقه دپرګنو روښانه کول.

دا ټول هغه عناصر دي، چې جرمونه راکموي او صفرته تقرب کوي او دترهګرۍ، دعاملينو دله منځه وړلو په چاره کې موثر ګڼل کيږي.

عبدالهادي قريشي

---------------------- 

د اخيستلو ځايونه:

- امنيت ملي وحاکميت  عبدالهادي قريشي درسي کتاب 1388 کابل

- کريمنولوژي (جرم پيژندنه) پوهنيار محزون کابل

دجرم دمخنيوي لاري چاري پوهيالي عظيم وردګ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha