صفحه اصلی | anis | مقالات | بی پری رسنی دهر ډول ګواښ سره سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوی

بی پری رسنی دهر ډول ګواښ سره سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوی

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ډله ييزي رسني دخپل کاري جوړښت له امله درنده او دمسؤليت نه ډګه دنده پرمخ بيايي هڅه کوي چې پيښي نيمګړتياوي اولاس ته راوړني په بي پري توګه دخلکو ترغوږ وورسوي رسني دهر هېواد په تشکيلاتي جوړښت کې ډول ډول بڼه لري دځينو هېوادو واکمنانو په خپله ګټه او پلوي خپروني راڅرخوي او ځني هېوادونه بيا په پوره پيمانه رسنيزه خپلواکې رامنخ ته کوي څو ددي لاري خپلي نيمګړتيا درسنيو په وسيله وويني او درغاوني له پاره يې عملي ګامونه پورته کړي

داکړنلاره خورا ارزښتناکه او دلاس ته راوړنو ډکه وي ځکه دولسونو غږ ترمسؤلينو رسول يوټولنيز پيوند رامنخ ته کوي او هغه تشه چې دواکمنانو او ولس ترمنخ را پيدا کيږي د ډکوني لار يې په ګوته کيږي.

موږ وينو چې دپرمختللو هېوادو رسنيزه برخه خورا غښتلي او خپلواکه ده نوځکه يې مسؤلين دپراختيا هڅي وياړګڼي او دلازياتو هڅو له پاره ورته لار هواروي.

ديوشمير هېوادو د ډله ييزو رسنيو منزل لااوس هم خوندورنه بريښي  ځکه
 مسؤلين يې دخپلو نيمګړتياو د رابرسيره کوني څخه ويره لري او دبيان دآزادي په وړاندي مختلفي پلمي په لار اچوي.

موږ هم خورا ستونزمنه اوپيچلي لارو وهله ترڅو چې دولسواکې په رامنځ ته کيدو سره پدي وتوانيدو دبيان آزادي او د ډله ييزو رسنيو خپلواکې رامنخ ته شي ليدل کيږي چې دا مهال مسؤلين د ډله ييزو رسنيو آزادي ته ژمن او دپياوړتيا له پاره يې د آسانتياو په رامنځ ته کيدو بوخت دي. څو هغه خڼډونه او ستونزي چې کله کله رامنځ ته کيږي ورغاول شي. منو چې دا مهال په هېواد کې جګړه روانه ده کله کله به ستونزي او خنډونه ترسترګو کيږي لاکن مناسبه خبره داده چې دولت ديوه ژمن او متحد ارګان په توګه تردي مهاله دستونزو په رغاونه کې هڅې
 نه دي سپمولي اونيت لري چې دلاآسانتياو دبرابرولو له پاره مختلفي لاري ومومي څو دنورو په پرتله ستونزي او خڼډونه راکم شي.

خواشينونکي او ويرجنه خبر داده چې مخالفي وسله وال ډلي چې دپرمختګ په بنسټيزو چارو سترګې پټوي نه غواړي چې دنورو پرمختللو هېوادو په څير ډله ييزي رسني پياوړي او خپروني يې ګټوري وي نو دنورو په لمسون ددي بي وسلي ځواک په وړاندي داسي چلند غوره کوي چې هيڅ يو انسان او اسلامي اصول يې نه شي زغملي رسني يوازيني وسيله ده چې دخلکو تياره ذهنونه روښانه کوي او د ډيرو ناخبره پيښو څخه خلک خبروي. همداوجه ده چې دنړي په زياتو هېوادوکې ورته دقدر په سترګه ګوري او د مرستي اولاس نيوی له پاره ورته لاس ورغزوي همدا اوس په يوشمير هېوادوکې دجګړي پرمهال بي پري خپروني او خلکو ته دواقعيتونو رسول دملاتړ وړګرځي او ددي باور او ډاډ ترلاسه کوي چې دجګړي دواړه غاړي به د ډله ييزو رسنيو د امنيتي خونديتوب څخه سرغړونه نه کوي او هيڅ وخت به دحقايقو په ورکونه کې دريغ او سرغړونه نه ترسترګو کيږی منو چې په جګړه کې ښکيلي خواوي تمه لري چې خپروني او خبرتياوي په خپله ګټه راوڅرخوي خو بي پري خبرنګاران هيڅکله په واقعيتونو خاوري نه شندي او خلکو ته دپيښو اصلي تصوير وړاندي کوي. چې دا ډول هڅي او کارکړني دځينو ځان خوښو او ترهګرو دخوښي وړ نه ګرځي ستونزي زيږوي او دخبريالانو په وړاندي دتاوتريخوالي نه نيولي بيا دمرګ ترپولي دريغ نه کوي لاکن ددي ټولو ناخوالو او ستتونزو سره سره سرښندونکي ليکوالان خبريالان او بي پري ډله ييزي رسني دخپل سرپه بدله دپيښو اصلي انځوروړاندي کوي او دهيڅ ګواښ او ويري اچوني څخه نه ويريږي.

ع- مـتين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha