صفحه اصلی | anis | مقالات | په سوداګريزه برخه کې اړيني هڅي

په سوداګريزه برخه کې اړيني هڅي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې د اوږدي کورني جګړي او دسيمي دهېوادونو دناوړه اهدافو دتحقق لپاره ناروا لاسوهني او مداخلي په تيره بيا دپاکستان دتروريستي او استخباراتي جګړي د دوام چې له بده مرغه اوس يې دټولو بين‏المللي اصولو او نړيوالو ميثاقونو خلاف دهېواد په ختيځ ولايت کڼړ د دروندو توغنديو باران جوړ کړي او دځاني تلفات ترڅنګ دسيمي خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي ځکه پاکستان غواړي په افغانستان کې د روانو سوله ييزو هلوځلو خلاف جګړه توده وساتي.

 دچارو دکاروپوهانو او شنونکو په عقيده روانو پيچلو او بحراني حالاتو نه يوازي په افغانستان کې ديوي باثباته سولي ته زيان او تاوان اړولي بلکي دهېواد زياترو زيربنايي سکتورونو لکه: دکرني او زراعتي برخو صادراتي او توليدي محصولاتو، صنعتي او خصوصي سکتورونو او نورو برخوته هم نهجبيره کيدونکي زيانونه او تاوانونه هم اړولي چې اوس دوباره احيا او، ورغول شي دا هغه وخت کيدونکي دي چې زيربنايي اقلامو او محصولاتو لپاره يوه ملي ستراتيژي او ملي طرحه جوړه او عملي شي له نيکه مرغه د افغانستان دملي يووالي حکومت په دي برخه کې په پام کې لري چې پاخه او مضبوط ګامونه پورته کړي. د روان 1397 کال د وړی پر 15 مه د افغانستان د اسلامي دولت د اقتصاد عالي شورا دهېواد دجمهور رئيس محمد اشرف غني پرمشرۍ غونډه وکړه په غونډه کې د هېواد دمحصولاتو دصادراتو دملي ستراتيژۍ ترڅنګ لويو مالي ورکونو ته ددفترونو دجوړولو په طرحي هم بحث او خبري وشوي چې طرحه يې دکانو او پتروليم وزارت له خوا غونډي ته وړاندي شوه. دهېواد جمهور رئيس محمداشرف غني دغونډي ګډونوالوته د افغانستان د محصولاتو دصادراتو پراهميت د خبرو په ترڅ کې وويل: دصادراتو پروړاندي پرتي ستونزي او ارقام بايد کره او واضح شي او په بيلانس کې يې تغيير او بدلون مهم دي او دخصوصي سکتور له برخي څخه يې وغوښتل چې دصادراتو لپاره هر اړخيز تحليل ترتيب اوپرميکانيزم يې د زيات کار سربيره د اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي هم رامنځ ته شي. هغه دي خبري ته هم اشاره وکړه چې دصادراتو په ملي ستراتيژۍ کې د توليدي برخي، ارزونه، دبا کيفيته محصولاتو لپاره زمينه برابرول دخصوصي برخي دپانګوني کار او کسب لپاره دزمينو برابرول په بازارونو کې دسازماني ظرفيت پياوړتيا د دولت دملاتړ په تګلاره کې شامل دي. خو زمونږ په عقيده د افغانستان اسلامي دولت چارواکې په تيره بيا دصادراتي محصولاتو داړوندو وزارتونو او اقتصادي برخو چارواکې او مسؤلين که خپلي ملي ستراتيژ او ملي طرحي په سمه او معقوله توګه جوړي کړي او ترڅنګ يې دهېواد دخصوصي او صنعتي برخي دملي پانګوالو، سوداګرو، تجارانو او دخصوصي برخي متشبيثنو ته لازمي آسانتياوي لکه دفترونو جوړول او هغوي ته د ځمکو ورکول، دبرق او برښنا په برخه کی د هغوي اړتيا وی پوره کول او په نړيوالو بازارونو او مارکيټونو کې دهغوي دصادراتي محصولاتونه ملاتړبه نه يوازي دملي اقتصاد په پياوړتيا کې يو لوي او مهم ګام وي بلکي دسولي او ثبات په تأمين کې به يې هم چې د افغانستان دخلکو اساسي او مهمه غوښتنه ده يولوي او اساسي ګام پورته کړي وي..

ناصرشاه سرحدي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha