صفحه اصلی | anis | مقالات | سوله اييزي هڅي به ګټوري لاس ته راوړني ولري

سوله اييزي هڅي به ګټوري لاس ته راوړني ولري

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې درواني اوږد مهاله جګړي دپوره څيړنيز بهير وروسته دهغو خوا وسره خبري اتري پيل شوي چې دجګړي دتمويل او تجهيز چاري پرمخ بيايې هغوي ته دملي يووالي دحکومت مشرتابه په څرګنده توګه وويل چې د رواني جګړي دمخالفو وسله والو ډلو پټن ځايونه بايد له منځه لاړشي او دهغو ډلو دپوځي ښوونيزو چارو څخه لاس په سرشي چي زموږ هېواد ته يې دجګړي دپايښت له پاره راليږي.

غوره به وي چې دجګړي دبنديدو په لارو چاروکې په ګډه هڅي پيل شي څوپدي لاس رسي پيدا کړو چې په سيمه کې روان تاوتريخوالي چې دپراخيدو په حال کي دي راقابو او ديوي سراسري او هميشني سولي په رامنځ ته کيدو سره اوږد مهاله انديښني له منځه يووړل شي.

پدي چاره کې ګاونډي هېواد پاکستان چې هيڅ وخت دسولي د رامنځ ته کيدو په کار کې رښتيني او عملي ګامونه نه پورته کوي د دوه مخي سياست څخه کار اخلي او دي ته غاړه نه ږدي چې دسيمي څخه دجګړي ټغر ټول شي ځکه ولسمشر
محمد اشرف غني په خلاصه غيږ او روڼ تندي پاکستاني لوري ته د رواني جګړي د پراختيا او ناخوالو په هکله رڼي خبري ترسره کړي او ټينګار يې کړي چې جګړه دهيچا په ګټه نه ده راځي چې په ګډه ددي ورانونکې جګړي دپاي ته رسيدو له پاره مناسبه او عملي لارولټول شي او ديوه بل سره داړيکو د پراختيا ګټوره لار چې د دواړو هېوادو ګټي پکښي ترلاسه شي ومومو. ډاده يو چې دجګړي دپراختيا او دهغي له پاره دمختلفو لارو لټون به په سيمه کې اوسني ستونزي لاپسي ستونزمني کړي او دوګړو د ژوند په آسانتياو به ناوړه اغيزه وشندي همدا اوس ليدل کيږي چې که چيري دمخالفو وسله والو ډلو دتمويل تجهيز او پټن ځايونو له منځه تلو په هکله عملي ګام پورته نه شي نوشوني ده چې زموږ سره په جګړه کې ښکيل نړيوال هېوادونه به دجګړي دناخوالو زغم له لاسه ورکړي او په نورو اضافي لارو چارو به غور وکړي څو دجګړي په راقابوکيدو کې لاس ته راوړني ترلاسه شي. ليدل کيږي چې دامريکا ولسمشر دجنوبي آسيا او افغانستان له پاره دنوي اعلان شوي ستراتيژي دعملي کيدو له پاره آهسته آهسته ګامونه پورته کوي څو دهغو ناخواولو مخه ونيسي چې دجګړي په دوام کې ترسترګو کيږي.

 ليدل کيږي چې دپاکستان سره اوس مهال د امريکا اړيکي خوندوري نه بريښي ځکه پاکستان په سيمه کې دنويو انډيوالانو په لټه بوخت دي غواړي چې ديوه اتلاف په رامنځ ته کيدو سره په خپلو لاس وهنو پرده وغوړوي او ترهګرييزو فعاليتونو ته دتير په څير دوام ورکړي. خولا دي هدف ته درسيدو په لارکې لاس ته راوړني نه شي ترلاسه کولي ځکه چې روسانو زموږ په هېواد کې دجګړي تريخ تاريخ ليدلي او په دي پوهيږي چې د افغانانو سره ډغري وهل لاس ته راوړني نه شي ترلاسه کولي نوله دي کبله روانو سيمه ييزو جګړييزو ستونزو په وړاندي په ډير احتياط او پاملرني سره ګام پورته کوي او غواړي چې خپلي اړيکي له افغانستان سره خرابي نه کړي ايران هم په وار وار دترهګرييزو ډلو په وړاندي کرکه څرګنده کړي او ډاګيزه کړي يې ده چې په سيمه کې روان تاوتريخوالي بايد دخبرو اترو له لارې هوار شي.

دغه راز د دولت دمشرتابه په نوښت ګر، خوځښت سره دسيمي هيوادونه دي ته راوبلل شول چي په سيمه کي د روان تاوتريخوالي جرړه بايد ولټول شي له هغه ځايه چي جګړه  راټوکيږي بايد د وچيدو له پاره يي ګډي هڅي له پامه ونه غورځوال شي ځکه د رواني جګړي قرباني يوازي افغانان نه دي کيداي شي چي د ترهګرو تمويل کوونکي هيوادونه خپلو سياسي موخو د تر لاسه کولو له پاره جګړه نورو سيمو او هيوادوته وغزوي چي بيا به يي د مخنيوي چاره ستونزمنه وي نو له دي کبله وړاند وينه پردي ده چي ددي خونړي او بي ګټي جګړي د پاي ته رسيدو په لار کي ګډي هڅي پيل شي او د هغو لارو په لټون کي بي دريغه او عملي مرسته و نه سپمول شي چي جګړه پاي ته رسوي پټه نه ده چي زموږ سرښندونکي خلک هره ورځ ددي ترهګريزي جګړي په وړاندي څومره قرباني ورکوي او خپلي سيني يي د هر تيری کوونکي په وړاندي سپرکړي بايد راسره ومنل شي چي افغانانو دا ترهګريزه جګړه د يوه اوسپنيز ديوال په توګه راقابوګړي نه پريږدي چي د جګړي سپرغي نورو ګاونډيو هيوادوته ورورسيږي نوله همدي وجهي په نورو غږ کوي چي ددي جګړي په پاي ته رسيدوکي سياسي موخي يوي خواته پريښودل شي او په سيمه کې  د يوي تل پاتي سولي د ټينګښت په لار کي عملي او ګړندي ګامونه پورته کړل شی څو د سيمي اوسيدونکي پرته له انديښني او ګواښ څخه خپل سوله ييز ژوند ته دوام ورکړي موږ باوري يو چي د کابل د پروسي او د تاشکند د غونډي د پراخيدونکي ملاتړ له مخي به سوله ييزي هڅي ګړندي شي او ګډون وال هيوادونه به د خپلو ژمنو په عملي کيدو کي د هر ډول مرستي څخه دريغ ونه کړي ځکه د سولي رامنځ ته کيدل خير دي او په خير او سوله کي د هوسايني په وړاندي ټول خڼډونه له منځه ځي او د ژوند آسانتياو ته لار هواريږي. نو له دي امله به سوله خوښه ونکي هيوادونه په خپلو هڅو کي رښتيني لار غوره کړي او هڅي به يي عملي بڼه ولري.

ع- متین

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha